د علم ډولونه او لومړيتوبونه په قرآن كې (قرضاوي)

دا هغه موضوع ده چې د الجزيرې تلويزيوني چينل په خپل پرګرام (الشريعة والحياة) كې پرې له محترم دوكتور يوسف القرضاوي سره ژوندى بحث كړى، موږ د موضوع د اهميت له مخې پښتو ته ژباړلې هيله ده چې د لوستونكو خوښه شي.

ژباړه: محمد شفيق صادق

عثمان عثمان:

محترم دوكتور صاحب! تر هر څه لومړى دا راته ووايه چې په قرآن كريم كې علم په كومه معنى راغلى دى؟

يوسف القرضاوي:

په قرآن كريم كې د علم كلمه ټولو علومو ته شامله ده، كه هغه ديني علوم دي او كه دنيوي، انسان ته چې د هر څه حقيقت ښكاره شي، له ناپوهۍ وروسته پوهه ورته حاصله شي او يا يې په موجوده علم باندې څه ورزيات شي، دغه د علومو څخه يو علم دى، ځينو علماوو ليكلي دي چې په قرآن كريم كې د ذكر شوي علم څخه مطلب يواځې ديني علم دى، خو دا نظر په حقيقت كې د هغه څه سره مخالفت لري كوم چې په قرآن كريم كې راغلي، مثلاً الله تعالى فرمايي:
(وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ النُّجُومَ لِتَهْتَدُواْ بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ قَدْ فَصَّلْنَا الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُون)  (الانعام97)
ژباړه: (الله تعالى هغه ذات دى چې تاسې ته يې ستوري ټاكلي تر څو د هغو په مرسته د سمندر او وچې په تيارو كې لاره ومومئ، موږ بيان كړي آيتونه د هغه قوم لپاره چې علم لري).
دلته يې د علم خبره كړې.په دې بل آيت كې هم فرمايې:
(هو الذى جعل الشمس ضياء والقمر نورا وقدره منازل لتعلموا عدد السنين والحساب ماخلق الله ذلك الا بالحق يفصل الآيت لقوم يعلمون)(يونس 5).
ژباړه: يعنې الله تعالى هغه ذات دى چې لمر يې منور ګرځولى او سپوږمۍ يې رڼا كړې، منزلونه ېې ورته ټاكلي، تر څو د كلونو شمير وپيژنئ او حساب، الله تعالى دا شيان ندي پيدا كړي مګر په حق سره، هغه بيانوي، خپل آيتونه هغه قوم ته چې علم لري.
په دې آيت كې يې د كلونو د شمير او حساب په هكله بيان كړى چې دا د فلك ترعلم پورې اړه لري.
همدا شان الله تعالى په بل آيت كې فرمايې:
ومن آياته خلق السماوات والارض و اختلاف السنتكم والوانكم، ان فى ذلك لآيات للعالِمين. (الروم 22)
د الله تعالى د نښو او نښانو څخه د آسمانونواو ځمكې پيدا كول او ستاسې د ژبو او رنګونو اختلاف دى، په دې كې نښې دې عالمانو ته.
نو دلته آيا د شريعت او دين علماء مطلب دي او كه هغه علماء چې په ژبو او رنګونو پوهيږي؟ نو په قرآن كريم كې د علم كلمه ټولو علومو ته شامله ده كه هغه ديني علم دى او كه دنيوي او الله تعالى د دې علومو اهل ستايلي هم دي.

عثمان عثمان:

محترم دوكتور صاحب! نو دا علم به له چا څخه ترلاسه كوو؟

دوكتوريوسف قرضاوي:

موږ هر علم د هغه له اهل څخه اخلو، هر علم خپل اهل لري، يعنې دا روا ندي چې موږ  ديني تخصصى علم له ډاكتر څخه ترلاسه كړو، نه دا چې طبي علم له انجنير څخه تر لاسه كړو، نو هر څوك له هغه چا زده كړه كوي چې په علم كې پوره مهارت ولري، لكه چې دعلم لاس ته راوړل خپلې لارې چارې او مسائل لري، ځينې د لوستلو له لارې علم تر لاسه كوي، دوى كتابونه لولي دا كار هر څوك هم نشي كولاى، ځكه هر علم خپلې كلي ګانې لري، كه ته دفقهې داصولو كوم كتاب راواخلې او هغه لولې نو هيڅ به هم تر لاسه نه كړې، نو لازمه ده چې علم يې له اهل څخه تر لاسه كړې، او دهغه خپلې وسيلې وكاروې، ځكه هر علم خپلې وسيلې لري، چې دهغه په واسطه ته كولاى شې پر هغه پوه شې، كله به كتاب را اخلې بيا به پو ښتنه كوې، همداشان به ستا علم زياتيږي، ځكه علم سا حل او سرحد نه لري، تر هغه چې انسان علم تر لاسه كوي تر هغو به عالم پاته وي، له همدې امله امام شافعي (رح) فرمايي (كله هم چې زمانې ادب راكړى ما ته مې د خپل عقل نقصان را په ګوته شوى، او څومره چې زما علم زيات شوى، هومره راته  خپله ناپوهي څرګنده شوې ده) هغه كسان چې خپل علم ورته ډيرښكاري، هغوى مغروره خلك وي، دوى فكر كوي چې په هر څه پوهيږي، خو په حقيقت كې له ټولونه ناپوهه انسانان همدوى دي.

عثمان عثمان:

محترم دوكتور صاحب! ځينو په قرآن كريم كې ياد شوي د علومو ډولونه په (وحې) او (د دنيا د ژوند په ظاهر) ويشلي،
د دې ډولونو شرحه څه ډول ممكنه ده، او آيا دعلومو نور ډولونه هم په قرآن كريم كې شته؟

دوكتور يوسف قرضاوي:

علم خو ډير ډولونه لري، خو دا ويش يو شخصي ويش دى، دا ويش علم په وحى او هغه چې ددنيا دژوند ظاهر شكل دى ويشي، يعنې دا چې ددنيا دظاهري ژوند علم قرآن كريم په علم كې ندى شميرلى ځكه په قرآن كريم كې راځي (ولكن اكثر الناس لايعلمون، يعلمون ظاهرا من الحياة الدنيا وهم عن الآخرة هم غافلون) الروم(6_7) يعنې ډير كسان علم نه لري، دوى د دنيا د ژوند د ظاهر علم لري او دآخرت څخه غافل دي، د دنيا په ظاهر علم لرل په دې آيت كې د علم په معنى كې شامل ندي، ځكه ريښتينى علم دادى چې ته ددنيا په حقيقت پوه شې، دا دنيا څه ده؟ څه ارزښت لري؟ يو څوك بايد په دې پوه شي چې دا دنيا دآخرت لپاره كښت ده، دلته به كار كوي ترڅو يې هلته اجر وويني، دلته به كښت كوي تر څو يې هلته حاصل واخلي، امام شاطبي(رح) علم په څو برخو ويشلى، د علم مالګه، د علم منځ او هغه چې نه يې مالګه وي او نه منځ.

عثمان عثمان:

د علم د مالګې څخه مطلب څه دى؟

دوكتوريوسف قرضاوي:

د علم د مالګې څخه مطلب د شيانو ظرافت او باريكي ده، لكه د كلام بلاغت، نكته، ددې مثال د ګلاب د ګل
دى د هغه د بوى څخه به خوند اخلې او په پاڼو به يې غرض نه لرې، كه د هغه پاڼې تويې كړې بيا هر څه خرابيږي، همدې ته يې د علم مالګه ويلي دي.

عثمان عثمان:

د دې ويش ارزښت څه دى؟

دوكتوريوسف قرضاوي:

ارزښت يې دادى چې ځينې خلك د علم په مالګه پسې ګرځي او منځ ترې نه پاته وي ځكه چې مالګه د انسان د جلب او جذب لپاره ضروري ده د عامو خلكو خومالګه خوښيږي، ډيرو دعوت ګرو په همدې مالګه شهرت موندلى، دوى په خپلو ويناګانو بلا خلك راجلب كړي، خو ريښتينى علم په مالګه كې ندى، دا هم بده نده چې يوعالم ځينې خلك په علم او نور بيا په مالګه باندې په ځان را مات كړي، ترڅو اوريدونكو ته تنوع حاصله شي، خو دا چې 90 په سلو كې علم يې همدا مالګه وي، دا بيا ګټورعلم ندى.

عثمان عثمان:

علم په دوه ډوله دى، د غيبوعلم او د حاضرعلم، ددې ويش تاثير په څه كې دى او ددې دواړو زده كړه څه ډول ده؟

دوكتور يوسف قرضاوي:

دا ډير مهم ويش دى، ځكه د غيبو د نړۍ د علم زده كړه خپل وسايل غواړي او د حاضردنړۍ دعلم زده كړه خپل وسايل، نه د حاضر د علم په وسايلو د غيبو علم تر لاسه كيږي او نه د غيبو د علم د وسايلو په واسطه د حاضر، د غيبو د علم د حصول لار وحى ده، كه ته غواړې چې د الله تعالى د پيژندلو، دهغه د صفاتو او اسماووْ په هكله علم تر لاسه كړې، او يا داچې په هغه څه ځان پوهول غواړې چې الله تعالى يې له انسان نه كول او نه كول غواړي، يا هغه څه چې الله ته منلي او نا منلي دي، دآخرت د ورځې او دا چې هلته څه كيږي، ددوزخ او جنت په اړوند، ددې مسايلو علم حاصلول له وحې پرته په بله طريقه ممكن ندي، كه غواړې په دې مسايلو پوه شې نو بايد د اوريدنې او يا دنقل كولو له لارې ځان پوه كړې، خو كه ته غواړې د حاضر په علم، چې موږ پكښې اخته يو، ددې علم په هغو قوانينو چې كون پرې روان دى، ددې كون په ظاهري مسايلو ځان پوه كړې، د اشياوْ ترمنځ ارتباط وركړاى شې، د اسبابو او مسبباتو ترمنځ، نو دا بيا د انسان د عقل لاره ده، د ا بيا د معلوماتو د زياتولو له لارې ممكن دي، د نورو د زده كړې څخه به ګټه اخلې او دا علوم به راټولوې، چې په نتيجه كې د علومو او پوهې په تراكم سره انسان د عالم او كون په اړوند پوهه ترلاسه كوي، چې همدې ته بيا بشري علم وايي.

د زده كړې لومړيتوبونه  او د مختلفو علومو د زده كړې په هكله د اسلام دريځ

عثمان عثمان:

په دې اړوند ورور محمد سيال پوښتنه كوى او وايي چې اسلام د تطبيقي (عملي) علومو  لكه كيميا، فزيك، هندسې په هكله څه دريځ لري؟ او د هغه چا اجر به څه وې كوم چې دا علوم د علم د طلب او يا د مسلمانانو د پرمختګ په نيت زده كوي؟ او د شرعي علومو په مقابل كې كوم مقام لري؟

دكتوريوسف قرضاوي:

دا ټول ګټور علوم دي، له همدې امله د اسلامي تمدن د ځلانده عصر په مهال مسلمانانو دې علم ته وده وركړه، ددې علومو لومړني معلومات يې له نورو ملتونو لكه فارس، هند او يونان څخه ترلاسه كړل، د يونان سره هغه مهال نظري علم وو، چې دا ډير مهم وْ، دوى به تل عقل ته اهميت وركاوه، او همدې لوړ مقام درلود، دوى عملي او د كار علم ته دومره توجه نه درلوده، له همدې امله هلته تجربو وده ونه كړه، ځكه تجربوي علوم په تجربه باندې ولاړ وي، مسلمانانو تجربوي قوانين رامنځ ته كړل، چې دغربي علومو مورخين هم په خپله اعتراف كوي، كوم قوانين چې روجربيكون او فرانسس بيكون ته منسوب دي هغه په حقيقت كې له اسلامي عربي تمدن څخه اخيستل شوي، همدوى د ارسطو او صوري منطق ترڅيړنې لاندې ونيو، چې ځينو يې له ديني اړخه حرام وګاڼه، او ځينو له عقلي پلوه پرې څيړنې وكړې.qaradawi sharia and life
ابن تيميه (رح) د عقل په واسطه د منطق د علم په نيمګړتيا كې دوه كتابونه وليكل، هغه له ستيوارت ميل او هيوم څخه پيړۍ وړاندې دا علم وڅيړه، له نظري اړخه يې تجربوي منطق انتخاب كړ، او له عملي نظره يې په مختلفو علومو لكه طب، بيو لوژي، فلك، فزيك، او كيميا كې تطبيق كړ. مسلمانانو هغه مهال د نړۍ تر ټولو مشهور علماء درلودل، د دوى ليكنې د هغه عصر ترټولو علماووْ مشهورې او پياوړې ليكنې وې. مثلاً په طب كې ابو بكر رازي د الحاوي په نوم كتاب وليكه، همدا شان په طب كې د ابن سينا د القانون كتاب، د ابن رشد د كليات كتاب، د ابې القاسم زهراوي د (التعريف لمن عجز عن التاليف) كتاب، داټول هغه كتابونه وْ چې په هغه عصر كې يې سارى نه درلود او ګڼو ژبو ته ژباړل شوي، مسلمانانو د فلك علم تر لاسه كړ، په اسلامي تمدن كې په سلګونو د فلك د علم علماووْ كار كاوه، درياضياتو علم، په فزيك كې لكه ابن هيثم، جابر بن حيان دكيميادعلم.

عثمان عثمان:

يعنې د دواړو علومو په زده كړه كې بايد توپير ونشي؟

دوكتور يوسف قرضاوي:

هو، حقيقت دادى چې هغه مهال مسلمانانو ته ددين او دنيا دعلم په زده كړه كې كوم توپير نه وْ، په دا سې حال كې چې په غربي عيسوي ټولنه كې ددين او علم تر منځ جګړه روانه وه، كليسا دعلم په خلاف جبهه نيولې وه، دوى دعلما وو پر خلاف دتفتيش محكمې جوړې كړې وې، په دې مرحله كې چې علماوو څومره ترخې ورځې وليدلې، دتاريخ دكتابونو خيټې پرې پړسيدلې دي، دوى پر اور وسوځول شول، ووژل شول او تعذيب كړل شول، چې په اسلام كې هيڅكله هم داسې ندي تير شوي.برعكس زموږ دين علم دى او علم مو دين دى، هيڅكله مو ددين او علم ترمنځ جګړه نده پيښه شوې، له همدې امله ځينو علماوو دادواړه سره يو ځاى كړي دي، لكه ابن رشد، چې يو فيلسوف وو، هغه له ارسطو څخه زيات مشهور وو، دده له لارې دده دليكونو له لارې غربي نړۍ ته علم ورسيد، دا په داسې حال كې چې نوموړى طبيب هم وو، چې دكليات په نامه يې يو كتاب هم درلود، همدا شان دطب په برخه كې ځينې رسالې له بلې خوا يو ديني او شرعي عالم او قاضي هم وو، چې نوم يې قاضي ابن رشد وو، نو موړي په فقه مقارنه كې د (بداية المجتهد ونهاية المقتصد) په نامه يو مشهور كتاب هم درلود. همدا شان فخر رازي، چې دديني مشهورو كتابونو څښتن وْ، لكه (المحصول فى علم الاصول)، (المحصل لافكار المتقدمين فى علم الكلام)،(التفسير الكبير)، خو هغه يو طبيب هم وو،چا چې دده په هكله ليكنې كړې دي، ليكلي يې دي چې د نوموړي شهرت په طب كې له شرعي علومو نه كم نه وو.

عثمان عثمان:

هغه ددين او دنيا ترمنځ يووالى راووړ؟

دكتوريو سف قرضاوي:

د دنيا دعلم په هكله ابن نفيس دوينې دكوچني دوران كشف كوونكى وو، تاجي سبكي په طبقات شافعي الكبرى كې ليكلي چې هغه د شافعي فقهې يو عالم وو، نو مونږ هغه جګړه چې په اروپاكې دعلم او دين ترمنځ روانه وه، نه درلودله.

عثمان عثمان:

عبدالعظيم ورور له مصر څخه وايي:  په داسې زمانه كې چې نړۍ اود اسلام خلاف هيوادونه په اتو مي، بيولوژيكي او نورو ډول
ډول تخريبي وسلو سنبال ده اوپرمختګ كوي آيا موږ مسلمانانو ته روا دي چې مونږ هم د هغوى په شان په دغه راز وسلو كې پرمختګ وكړو
ترڅو مو استراتيژيكي انډول برابر شي، يا دا چې زمونږ دين دسولې دين دى چې ددې علومو زده كړه يې حرامه كړې ده؟

دكتوريوسف قرضاوي:

زموږ دين حرامه كړې چې دغه ډول اتومي، بيو لوژيكي، او… وسلې استعمال كړو، ځكه دا ژوند او ژوندي څيزونه
له منځه وړي، خو پر مونږ لازمه ده چې دغه وسلې ولرو، تر څو مو د ويرې انډول ساتلى وي، تاسې وليدل چې دغرب او شوروي اتحاد ترمنځ ولې جګړه ونشوه؟ ځكه چې دواړو هيوادونو اتومي وسلې درلودلې، چې همدې ته وسلواله سوله وايي، دا سوله دپاكستان او هند ترمنځ هم راغلې ده، كله چې هند وسله جوړه كړه ورپسې پاكستان هم جوړه كړه نو د دوى تر منځ دجګړې احتمال له منځه ولاړ، له همدې امله مسلمانان حق لري تر څو اتومي وسله ولري او همدا دالله تعالى پدې وينا كې شامله ده (واعدوا لهم مااستطعتم من قوة ومن رباط الخيل ترهبون به عدو الله وعدوكم…) ژباړه: (څومره مو چې په توان كې وي دوى (دښمن ته) د طاقت او قوت تيارى ونيسئ، ترڅو درنه د الله پاك او ستاسې دښمنان وويريږي) دا قوت چې مونږ يې تيارولاى شو واجب دى چې تيار يې كړو، ترڅو داسې نشي چې كومه وسله چې دښمن يې لري مونږ يې ونه لرو.

عثمان عثمان:

له بده مرغه شايد مونږ په اسلامي او عربي نړۍ كې له داسې مرحلو نه ډير وروسته پاتې يو، نو احمد عزت له مصر څخه پوښتنه كوي چې څه ډول به له دې تپل شويو بندونو نجات ومومو ترڅو په دنيوي علومو كې پرمختګ وكړو؟.

يوسف قرضاوي:

په كلكه اراده سره.

عثمان عثمان:

خو له بده مرغه وينو چې دمغزونو هجرت روان دى، ټو ل پوهان خلك او شخصيتونه مو خارج ته ولاړل؟

دكتور يوسف قرضاوي:

د همدې ستونزو اصلاح زمونږ اراده ده، موږ په خپلو هيوادونو كې دسياسي ژوند اصلاح غواړو، چې همدا د هر څه
كلي ده، له بده مرغه زمونږ نابغه او تكړه اولادونه اروپا او امريكا ته دتحصيل لپاره ځي او هلته پاتې كيږي، خپل وطن ته نه راګرځي، نو زمونږ هيوادونه دپوهانو او نوابغو له زيان سره مخ كيږي، دوى هلته پاته شي خو وطن ترې محروم شي، په يوه زمانه كې دعربي هيوادونو يوه مشر وغوښتل چې له اروپا او امريكا نه هيوادوال خپل وطن ته راولي، هغه ويل: زه غواړم چې ديوه علمي،عربي، اواسلامي ښار بنسټ كيږدم، دده د پلان پر اساس لسګونه جذباتي ځوانان راغلل، كله چې راغلل، لومړى يې پاسپورتونه ترې واخيستل نو دوى داسې شول لكه په نظامي مركز كې چې اچول شوي وي، دګرځيدلور ا ګرځيدلو توان او اجازه يې هم نه درلودله، مګر دا چې له پوځيانو څخه به يې اجازه غوښته، هغوى به اجازه هم نه وركوله، نو كله چې دوى فرصت وموند، په لومړي قدم كې يې وطن پريښود، او بيا را ونه ګرځيدل، دا هر څه يو له بل سره تړلي دي، دا چې مونږ يوه علمي لاس ته راوړنه ولرو،نو لازمه ده چې د ازادي فضا وجود ولري، خلكو ته دكار كولو موقع وركړل شي، پر دوى فضا راتنګه نه كړو، د دوى ارادې ونه تړو.

عثمان عثمان:

مونږ ديني علومو، اخروي علومو، او دنيوي علومو په هكله بحث كوو،نومسلمان ته تر هر څه لومړى دكوم علم تحصيل او زده
كړه ضروري دى؟

دكتور يوسف قرضاوي:

لومړى علم چې پر مسلمان يې زده كړه واجب ده، هغه فرض علم او وروسته نفل علم دى، په حديث شريف كې راځي (
د علم طلب پر هر مسلمان فرض دى) نو پر هر مسلمان نارينه او ښځينه فرض دي تر څو هغه څه زده كړي چې عقيده يې پرې صحيح كيږي، عقيده يې الله،آخرت، نبوت، قضاء او قدر په هكله صحيحه وي، له خرافاتو څخه لرې اوسي، دا عقيده به له قرآن او سنتو څخه اخيستل شوې وي…
نو لومړى څه چې انسان يې بايد زده كړي هغه دا چې څه ډول يې عقيده صحيح كړي،دوى به دالله تعالى پر اسماء او صفاتو باندې پوه وي،
دآخرت دورځې په هكله به سمه عقيده ولري… له دې وروسته به د احكامو فروعات زده كړي، لومړى به اصول زده كوي، بيا به فروعاتوته
ورځي، كليات به پر جزئياتو مخكې كوي، وروسته به فرعي احكام زده كوي، له بده مرغه كله چې مسلمانان وروسته او نور ترې مخكې شول، پر جزوي او فرعي مسائلو كې وخت تيروي، پوره يوه مياشت په اوداسه او پاكوالي كې تيروي، كله چې زه لاكوچنى وم ما به په خپل كلې كې ځينې علماء ليدل چې د روژې پوره يوه مياشت به ناست وو خلكو ته به يې د طهارت او استنجاء مسايل بيانول، په داسې حال كې چې اعرابې (كوچى) به پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) ته راغى، له هغه نه به يې په يوه دوو ورځو كې د طهارت، لمونځ او د اسلام نور احكام زده كړل، بيا به بيرته خپل قوم ته ولاړ، ځكه هغه په آسانۍ سره دا كار كاوه، نو موږ هم بايد دا زده كړو چې څه ډول ډير مهم مسايل تر مهم وړاندې كړو او څه ډول مهم تر نا مهم وړاندې كړو، لومړى د عقايدو علم زده كړو، ورپسې د اخلاقو او ارزښتونو، وروسته د فرعي جزئې عملي احكامو علم زده كړو، ډېره زده كړه بايد د تمرين او تكرار په ميتود تر لاسه كړو.

عثمان عثمان:

كه څوك دا ضروري علوم زده نكړي نو ګنهګاريږي؟

قرضاوي:

طبعاً ! د طلب العلم فريضة څخه مطلب څه دى؟ يعنې لازمه ده تر څو د فرضو د علم زده كړه مخكې كړو، وروسته بيا نفلي علم، خو زه په اوس عصر كې دا واجب ګڼم چې مسلمان بايد ليكل او لوستل زده كړي، زه فكر كوم چې زموږ په عصر كې د ليك او لوست زده كړه په هر مسلمان فرض دي، ځكه دنړۍ ټول خلك اوس څوك علماء دي او څوك متعلمين، امي (نالوستى) سړى په اوس وخت كې هيڅ هم نشي كولاى، تر دې چې عسكرهم وسله نشي كارولاى، نو په امت لازمه ده ترڅو د بې سوادۍ په خلاف مبارزه وكړي، ځكه لومړى څوك چې دا مبارزه يې پيل كړې ده هغه زموږ پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) وو، كله چې هغه د بدر د باسواده بنديانو د خلاصون لپاره يې فديه د لسو تنو مسلمانانو  اولادونو ته ليك لوست ښودل وټاكل، هغه د لومړي ځل لپاره د بې سوادۍ (ناپوهۍ) د ختمولو لپاره دا پروژه پيل كړه، نو مونږ بايد لومړى دغه كار ترسره كړو او بيا په موږ لازمه ده تر څو د دنيا علوم زده كړو، په هغو كې تخصص واخلو، ترڅو د نورو د لاس آله ونه اوسو، لازمه ده تر څو د اقتصاد علم زده كړو، دا چې څه ډول وكولاى شو د كيفيت له نظره خپل اقتصاد ته وده وركړو، نه د معاملې له نظره، څه ډول مو زراعت ته وده وركړو، څه ډول مو صنعت ته وده وركړو، په دې كې هم كومه ستونزه نشته چې مسلمان دې له نورو نه دغه علوم زده كړي، حكمت د مومن ورك شوى څيز دى، هر ځاى يې چې وموند هغه تر  نورو حقدار دى، مسلمانانو پخوا د روميانو، فارسيانو او نورو څخه ځينې ګټور علوم اخيستي وو او دا په امت لازم دي تر څو دا علوم زده كړي تر څو د امتونو له كاروان نه وروسته پاته نشي، په داسې حال كې چې يو وخت همدوى د كاروان په سر كې روان وو، خو اوس د كاروان په لكۍ كې روان دي، دا روا ندي، دا امت بهترين د امتونو دى چې د نورو د(رهبرۍ) لپاره مبعوث شوى.

غيبي علوم او د هغو د زده كړې او پوهې پولې

عثمان عثمان:

محترم دوكتور صاحب، قرآن كريم ځينې غيبي علومو ته اشاره كوي چې د هغو علم له الله تعالى پرته بل چا سره نشته، نو آيا مسلمان ته ښايي چې خپل ځان ددې علومو په پلټنه كې ستړى كړي؟

دوكتور يوسف قرضاوي:

هو، قرآن كريم غوښتي تر څو انسان په هغو مسايلو كې خپل عقل او فكر وكاروي چې لاس ته راوړل يې ورته ممكن وي، نه په هغو مسايلوكې چې هڅې يې بې ځايه پا ته كيږي او نتيجې ته نه رسيږي، له دغو څيزونو څخه چې انسان يې بايد په زده كړه كې فكر او هڅه ونه كړي د الله تعالى ذات دى، كله چې د انسان د خپل ځان د حقيقى پيژندلو څخه عاجز وي څه ډول به د خپل خالق ذات درك كړاى شي، څه ډول محدود كولى شي چې لا محدود درك كړي.

عثمان عثمان:

دا چې مسائل سره ګډ نشى، آيا دعلم هغه څښتنان چې بايد پوښتنه ترې وشي او پر ځواب يې انسان ډاډه شي څه خاصې علامې اويا خاصې نښې لري؟

دوكتور يوسف قرضاوي:

هو، لومړى تخصص دى، ځينې كسانو په علمې پوهنځيو، علمي ديني مدارسو اوعلمي ديني معاهدو كې زده كړې كړې دي، او له هغوى څخه يې شهادت نامې اخيستې دي، نو ريښتينى او حقيقي علم بايد دهغه له اهل څخه واخيستل شي، تردې چې كه ځينې كسان دعلم كتابونه اخلي،دا ورته كفايت نه كوي، ځكه ډير ځله ځينې عبارتونه ګونګ ترې پاتې كيږي، او هغه عبارتونه دې ته اړه لري چې څوك يې ورته تشريح كړي، له همدې امله علماء وايي، تاسې له لوستونكو څخه علم مه اخلئ، نه قرآن له هغه چا څخه چې يوازې د كتاب له مخې يې زده كړې وي، له شيخ او استاد څخه علم نه ترلاسه كوي ترڅو يې له لاسه ونيسي او اصلاحات اومفاهيم وروښيي… كله چې چا غوښتل قرآن زده كړي نوله داسې چا دې يې نه زده كوي چې هغه له كتابه زده كړى وي، لازمه ده چې قرآن له قاري نه زده كړل شي،… دا څيزونه بايد مراعات شي، همدا شان ځينو به په علم كې زده كړې كړې وي، بل څه دخلكو شاهدي ويل دي، چې علماء او خلك پرې شاهدي ووايي چې داسړى عالم دى، علمي انتاج او توليد ولري، هغه علمي كتابونه ولري چې دعلم اهل تاييد كړي وي، داهم ددې دليل كيږي چې پدې سړي كې يو څه شته، او په علم يې دلالت كوي، خو دا چې هسې يو كس راځي اوځان په خلكو تپي،دا هسې خبرې دي.

عثمان عثمان:

محترم دوكتور صاحب! كله چې علم په قرآن كريم كې په داسې شامله توګه بيان شوى، او دلايل هم داسې متنوع دي، ولې په ډيرو حالاتو كې جمود پر مونږ غلبه كړې؟

دوكتور يوسف قرضاوي:

ځكه چې موږ د قرآن كريم له لارښوونو سره فاصله نيولې، د اسلام د ځلانده تمدن په عصر كې خلكو له قرآن سره اړيكې كلكې كړې وې، كله چې په شاتګ پيل شو، اسلامي تمدن شاتګ وكړ، په نتيجه كې دا وروسته والى مو په نصيب شو، دا مهمه وګڼل شوه چې يواځې پخواني كتابونه شرحه كړي، نو ټولو د حاشى په ليكلو او د حاشى په شرحو پيل وكړ، اوږده يې لنډول او لنډ يې اوږدول،، ابداع بنده شوه، نو د قرآن له لارښونو څخه فاصلې او د نبوي ميراث څخه ليرې والي اسلامي امت په دې ستونزه كې واچاوه، په نتيجه كې نور راڅخه د مخه شول او موږ وروسته پاته شو، موږ ويده شو او نورپاڅيدل، غرب له موږ نه رڼا واخيسته او پرې روان شول او زموږ امت د اصحاب كهف په خوب ويده شو.

عثمان عثمان:

ځينې كسان د قرآن كريم د صحت د اثبات لپاره د طبعي علومو په واسطه هڅې كوي تاسې دا كار څنګه ارزوئ؟

دوكتور يوسف قرضاوي:

هغه زموږ وروڼه هڅه كوي تر څو د قرآن علمي اعجاز وښيې، زه په دې كې كوم ممانعت نه وينم، د دوى څخه ځينې لكه چې امام شاطبي ويلي دي د علم په منځ كې ننوزي، ځينې يې مالګه ګوري، دا كومه بده خبره نده خو چې علمي شروط په نظر كې ونيسي، لومړى داچې په دې لړ كې به ډير تكلف نه كوي، يعنې دا چې آيت به داسې نه تفسيروي چې خپله معنى وركړي، داسى نه چې آيت يوه معنى وركوي او هغه بله ترې راباسي، كله كله همداسې شوي، مثلاً ددې آيت څخه ځينو دا ډول تفسير را اخيستى(يا ايها الناس اتقوا ربكم الذي خلقكم من نفس واحدة و خلق منها زوجها) دوى وايي د نفس واحدة څخه مطلب (الكترون) دى، او زوجها يې (پروتون)، نوچې كله د الكترون مثبت چارج د پروتون د منفې سره يو ځاى شي، اتوم منځ ته راوړي، چې دا ډول معنى تكلف دى، نه د آيت لفظ دا معنى وركوي اونه د قرآن كريم معنى دا ډول ده، خو كه لفظ هغه معنى وركوي لكه په دې آيت كې (ومن كل شىءٍ خلقنا زوجين لعلكم تذكرون) يعنې الله تعالى داكاينات د زوجيت په طبيعيت سره خلق كړى، په هر څه كې مثبت او منفي شته، تر دې چې په اتوم كې هم مثبت او منفي شته، يواځې انسان، حيوان او نبات د نارينتوب او ښځيتوب ځانګړتيا نه لري، نو هر آيت چې دا ډول معنى وركوي، بيا پكښې كوم مانع نشته، بل داچې دا ثبوتونه بايد علمي حقيقت ولري، مجرد نظريات او فرضيې نه وي، نوكه څوك غواړي د قرآن علمي اعجاز بيان كړي، دا شروط به په نظر كې نيسي.

عثمان عثمان:

محترم دوكتور صاحب ! ستاسې له ګټورو معلوماتو څخه ډيره مننه.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب