د عثمان بن عفان رضی الله عنه ژوندلیک
د حضرت عثمان ژوند په څو ټکو کې
– د فيل د کال (هغه کال چې الله جل جلاله بيت الله د ابرهه د لښکرو له يرغل څخه وژغوره) په پنځم کال زيږيدلی.
– د رسول الله د وفات پر وخت ۵۸ کلن وو.
– حضرت عثمان د رسول الله له دوو لوڼو، رقيه او ام کلثوم رضی الله عنهما، سره واده کړی او دواړه د هغه په ژوند وفات شوي.
– د هجرت د ۲۴م کال د محرم په مياشت کې د ۷۰ کلنۍ په عمر د مسلمانان خليفه وټاکل شو.
– له ۱۲ کاله خلافت وروسته يې د هجرت د ۳۵م کال د ذی الحجې په مياشت کې د ۸۳ کلونو په عمر د شهادت جام په سر واړاوو.
– د هغه رضی الله عنه يوه له نيکو او تلپاتې کارنامو څخه د يوه مصحف په بڼه او په يوه قرائت د قران کريم راټولول وو.
– د ۹ زامنو او ۸ لوڼو پلار وو.
نوم او ټبر يې
– نوم يې عثمان د عفان بن ابی العاص بن عبد شمس بن عبد مناف دی چې اموي قريشي وو.
– د رسول الله له مبارکې زوکړې يې پنځه کاله وروسته نړۍ ته سترګې غړولي او د هغه د بعثت پر وخت ۳۵ کلن وو.
ځانګړتياوې يې
نازک پوستکی او زړه راښکونکې او غنم رنګې څيره يې درلوده. ږيره يې ډکه او د سر پر مخکنۍ برخه يې ويښتان نه درلودل. د پياوړو لاسونو او غښتلو مټو څښتن وو.
مسلمانيدل يې
د جهالت پر وخت هم پاک لمنی، د ورکړې او ښه خوی لرونکی انسان وو. هوښيارۍ او فکري پوخوالي يې نوم درلود. همدا لامل وو چې د ابوبکر له خوا د اسلام د مننې له بلنې سره سم يې حق ته غاړه کيښوده او د رسول الله په وړاندې يې خپل ايمان په ډاګه کړ. کله يې چې تره (حَکَم) له مسلمانيدو خبر شو، په ځنځير يې وتاړه او ور ته يې وويل:
آيا د خپلو نيکونو له دين څخه اوښتی يې؟ په خدای قسم تر هغه به دې خوشې نه کړم تر څو چې له نوي منلي دين څخه نه يې راګرځيدلی.
عثمان وويل: په خدای قسم چې هيڅکله به هم له دې دين څخه بيل نه شم. کله يې چې تره ترې نهيلی شو، خوشې يې کړ.
له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره
حضرت عثمان رضی الله عنه د ايمان او اخلاص بيلګه وه چې خپل ځان، شتمني او سوکالي يې د الله په لار کې ښندلي وو. له مسلمانيدو وروسته يې د رسول الله له لور، رقيه سره نکاح وکړه او له هغې سره يې يو ځای حبشې ته هجرت وکړ. له راستنيدو وروسته يې مدينې منورې ته هجرت وکړ او د بدر له غزا پرته چې د ناروغۍ له کبله يې پکې ګډون و نه شو کولی، له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې په ټولو غزاګانو کې برخه اخيستې. د رسول الله لور او د عثمان ميرمن، رقيه، د اُحد د غزا په کال وفات شوه چې له هغې وروسته رسول الله خپله بله لور، ام کلثوم، ورکړه چې د ذوالنورين لقب يې له همدې ځایه سرچينه اخلي.
عثمان رضی الله عنه د امکاناتو او وسايلو د وړاندې کولو له پلوه د تبوک غزا د لښکر په چمتو کولو کې کارنده ونډه درلوده.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ور ته په ژوند د جنت زيری ورکړ.
هغه د رسول الله له هغو نږدې دوستانو څخه وو چې خپل ټول وس او شته يې د اسلام د خپراوي او پياوړتيا له پاره د هغه په واک کې ورکړي وو.
د ابوبکر او عمر د خلافت پر مهال
د ابوبکر او عمر د خلافت پر مهال د حکومت له لوړپوړو سلاکارانو او هغو کسانو څخه وو چې د سترو پيښو پر وخت يې فکر او رأيه د باور وړ وه تر دې چې د حضرت عمر رضی الله عنه له شهادت څخه وروسته د مسلمانانو خليفه وټاکل شو.
د خپل خلافت پر مهال
حضرت عثمان رضی الله عنه د شپږو مشرانو صحابه وو له ډلې څخه د خلافت له پاره وټاکل شو. خلکو ور سره بيعت وکړ. د خلافت موده يې ۱۲ کاله وه چې لومړي شپږ کاله يې ډير بريالي وو او مسلمانان د امنيت او سوکالۍ له نعمت څخه برخمن وو. له هغې وروسته د عبدالله بن سبا يهودي تر مشرۍ لاندې يهودي دسيسې او چلونه پيل شول چې له کبله يې د خلافت په وروستيو شپږو کلونو کې مسلمانان له تيتوالي او بيلوالي سره مخ شول.
حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه په پای کې د فتنو د څو بدو سرلارو او ناارامي غوښتونکو له لاسه شهيد کړای شو.
انا لله و انا اليه راجعون
ليکنه: استاذ مصطفی سباعي
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان