د طلاق ورکړل شوې مېرمنې څخه د هدیه شوي مال بېرته غوښتل څه حکم لري؟

که چېرې خاوند یوه اندازه مال خپلې مُطلَّقې (طلاق ورکړل شوې مېرمنې) ته د هدیې په توګه سره ورکړي؛ او بیا یې یو څه موده وروسته بېرته ترې وغواړي؛ نو دا عمل یې څه حکم لري؟

د قدرمنې خور د دې پوښتنې په اړه باید همدومره ووایو چې:
که چېرې دا طلاق د خاوند له لوري مېرمنې ته ورکړل شوی وي؛ نو په دې صورت کې خاوند ددې حق نلري تر څو د هدیه شوي مال بېرته غوښتنه ورڅخه وکړي؛ ځکه چې دا مال یې خپلې مېرمنې ته د سوغات او هدیې په شکل ورکړی دی [او دې ډول هدیې ته په عربي ژبه کې هِبة(1) ویل کیږي]. د هدیه شوي مال بېرته غوښتنه خورا بد عمل ګڼل کیږي، او کله چې یو څوک بل شخص ته هدیه ورکړي او بیا یې بېرته ورڅخه د غوښتلو اراده ولري؛ نودا عمل خورا ذمیم (بد) عمل شمېرل کېږي او داسې مثال لري؛ لکه: سپی چې بېرته خپل قي (استفراق) ته مخ ورګرځوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ابنِ مُفلِح په خپل کتاب (المُبدِع في شرحِ المُقنع) کې د هبې د تعریف په اړه داسې لیکلي دی چې: ((الهِبة لغة: أصلها من هُبوب الريح، أي: مروره. و تعريف الهِبة في الاِصطلاح: هي تَمليكُ المالِ من جائز التصرف في الحياةِ بلا عوض)).
هبه د لغت له مخې د باد الوتلو ته ویل کېږي، او په اصطلاح کې د یو شخص له لوري په داسې حال کې چې ژوند وي؛ نورو ته د یو حلال او روا څیز بښلو ته هِبه ویل کېږي، البته په داسې ډول سره چې ددې بښل شوي مال په مقابل کې بېرته ترېنه د یو څه غوښتنه ونلري، (البته که چېرته دا شخص ددې هیله ولري تر څو هدیه شوی مال بېرته ترېنه واخلي؛ نو بیا دې ډول مال ته هِبه نشو ویلی) . (5 جلد / 360 صفحه).
Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب