د طب له نظره د اوبو ګټې
۱: دوزن کوالی: اوبو دڅیښلوله کبله دانسان نس ډکیږی اوچې وروسته ئې وډوډۍ ته ډیره لږه اشتهاکیږی. وزن په دې کمیږی چې په اوبوکی کالوریز دصفرسلنه ده.
۲: د سر د درد لپاره طبيعی درملنه ده: د سر د رد ډیر علتونه او سببونه لری چې یو سبب ئې د اوبو نشتوالی دی، نوځکه د اوبه په څیښلو سره دسردرد ښه کیږی.
۳: د اوبو په څښلو سره دانسان پوستکی صحتمند او پخپله انسان ځوان ښکاری: داوبویوه ځانګړتیاداده چې دپوستکی نسجونوبیاترمیموی، اوهغه مرطوب ساتی، چې له همدې کبله انسان ځوان ښکاری.
۴: انسان دکارلپاره ښه چمتوکوی: دامخکی ذکرشول چې دانسان ددماغ زیاته برخه اوبه تشکیلوی، نوځکه کله چې اوبه وڅیښل شی نودماغ ښه کارکوی اوانسان وکارته ښه چمتوکوی.
۵: انسان دښه تمرین جوګه کوی: داوبوپه څیښلوسره انسان دبدن تودوښه معتدله کیږی، چې انسان ته دکاراوتمرین کولوموقع برابریږی،داځکه چې انسان غړی په مجموع کی دانرژۍ نه ډک معلومیږی.
۶: اوبه هضمیه راولی اوقبض له منځه وړی: اوبه میتابولیزم پرمخ بیایی، نوځکه هضمیه هم په ښه ډول سره صورت نیسی، غذایی موادداوبوپه مرسته سره په کلموکی حرکت کوی اوقبض له منځه ځی.
۷: اوبه دردونه له منځه وړی:د اوبوپه څیښلوسره مفاصل غوړیږی، هغه مرطوب کیږی، نوځکه پداسی حالت کی دمفاصلودردکم وی.
۸: داوبوپه څیښلوسره به انسان لږناروغه اودژوندډیره برخه به ئې په روغتیاکې وی: داځکه چې داوبوپه څیښلوسره دانسان بدن دنزلې سره مقاومت پیداکوی، دپښتورګوتکلیفونه ئې له منځه ځی، دزړه دحملې څخه ژغورل کیږی، کله چې داوبوسره لیمویوځای شی نودتنفسی تکلیفونولپاره غوره درمل دی، اوهمدارنګه دکلمودتکلیف لپاره، دمثانې دتکلیف لپاره، له دې څخه علاوه اوبه دانسان دفاعی نظام درست اومحکم ساتی.
۹: اوبه ستړیاله منځه وړی: اوبه انسان دبدن څخه فضله مواداوزهرجن موادباسی، اویایی اغیزې کموی، داوبوپه څیښلوسره اکسیجن شوی وینه وحجروته په ښه ډول سره رسیږی نوځکه ستړیاله منځه ځی اوکډه کوی.
۱۰: اوبه دانسان بدن په ښه بڼه سره کوی: داځکه چې اوبه دانسان ډیرتکلیفونه له منځه وړی نوځکه انسان داوبوپه څیښلوسره خوشحاله ښکاری .
۱۱: اوبه دسرطان خطرکموی: کله چې داوبوپه څیښلوسره هضمیه برابریږی، نوځینوڅېړنوداښکاره کړیده چې اوبه انسان دمثانې دسرطان مخه نیسی، په بولوکی هغه موادچې دمثانې دسرطان سبب اوعامل ګرځی ، اوبه هغه خنثی کوی اوبی اغیزی کوی يي.
دانسان سږی دورځې د۲- ۴ پیالو پوری اوبه دتنفس له لاری ضایع کوی، که انسان پښې خوله وکړی نویوه پیاله اوبه انسان بله ضایع شول، که چیری دیوه انسان تګ دضرورت وځای ته ډیرشونوتر۶ یا زیاتو پیالوپوری اوبه ضایع شوې، نوچې کله هواهم ګرمه وی او روژه هم وی نو بیا خوډیرې اوبه ضایع کیږی نوځکه ترهرڅه لومړی په اوبوسره روژه ماتول افضله اوغوره ده، اوبه دپورتنیوناخوالودله منځه وړلوڅخه علاوه دزیاتې تندې لپاره، دوچې خولې لپاره،داندامونودضعف لپاره ، دګنګستیالپاره، اودسپک دردلپاره غوره درملنه ده چې داټول تکلیفونه په ځانګړې ډول سره په روژه کی ډیروی.
په اوسط ډول سره یوبالغ انسان دورځی یونیم لیټربولی خارجوی، که چیری لږشی نومطلب داچې داوبواندازه کمه ده، اوانسان په اوسط ډول سره باید۲ لیټره اوبه (۸پیالې) وڅیښي.
دساینس له نظره هرنرهرورځ بایددنورې غذاسره(۳) لیټره چې ۱۳ پیالې کیږی دامشروبات وڅيښی اوهره ښځه بایدهره ورځ (۲.۲) لیټره اوبه چې ۹ پیالې کیږی دامشروبات وڅیښل شی چې په ټولومشروباتوکی لکه چاوې، قهوه، شربت اونوروکی اوبه ترټولوغوره مشروب(څښاک) دی.
اوبوزياته اړتياپه دغوحالتوکی ده:
۱: تمرین: کله چې یوانسان ورزش کوی، کارکوی اویانورتمرین کوی که هغه لږوی اویاکه ډیروی نوطبعی ده چې انسان خوله کوی اودهمدې لارې څخه انسان اوبه ضایع کیږی، چې په دغه حالت کی اوبه ډیرې اړینې دی، که چېری پریوانسان ستړیاراځی مخکی له ستړیااواوبه دضایع کیدوڅخه دی ۲ ساعته مخکی دی ۲ پیالې اوبه وڅیښی چې داورته کیمیاده.
۲: چاپیریال: که چیری یوچاپیریال ګرم وی، نودلته هم داوبوڅيښل اړین دی، داځکه چې په داسی محیط کی دانسان مایعات ضایع کیږی، نودمایعاتودضایع دجبران دپوره کیدلوپه موخه اوبه ضروری دی، بل داچې په داسی چاپیریال باید دبدن تودوښه معتدله وساتل شی.
۳: په ناروغۍ اویاهم دروغتیادساتلوپه موخه: دتبې، نس ناستی (ډایریا)، خواګرځی په حالت کی دانسان څخه اوبه ډیری ضایع کیږی، چې داوبودپوره کولولپاره ومایعاتوته پوره اړتیالیدل کیږی، چی په داسی حالتوکی روغتیاپالان وناروغانوته نمکولی مایعات ورکوی.
۴: دحمل اودشیدورکولوپه حالت کی: کله چې یوه ښځه دحمل په حالت کی وی اویاهم وماشوم ته شیدی ورکوی نودهغواوبو دپوره کولوپه موخه چې له دې میرمنې څخه ضایع شوی دی اوبه ورته ډیری اړینې دی، اواوسنی طب وایی چې حمل داره ښځه باید په ورځ کی (۲.۳) لیټره اوبه چې ۱۰ پیالې کیږی وڅیښی، اوهغه میندې چې وماشوم ته شیدې ورکوی باید (۳.۱) لیټراوبه چي ۱۳ پیالې کیږی هره ورځ وڅیښی.
عبدالغفارجُبیر