د شیح سعدی رحمة الله علیه ویناوې!
چا ته چې په ماشوموالې کې اداب ونه ښودل شي که هغه لوي شي نو په هغه کې به ښه والې نه وی.
د علم نه بغیر انسان الله پاک هم نه پیژني.
مذهب یواځي د خلکو په خدمت کولو کې دې د تسبیح په دانو او جنمازونو کې نه دی.
د علم حاصلولو لپاره ځان د شمع په شان ویلي کړه.
په خدمت یره خوش قسمتي حاصلیږي.
خلکو تکلیف رسونکې د ټولو نه زیات بدنصیب دې
شر خورونکې پخپله په شر کې مبتلا دې.
که تاته د نورو د تکلیف احساس نه وی نه ته د ددې قایل نه یې چې تاته انسان وویل شي.
کوم څیز چې زر حاصل شی نو ډیر زر ځي.
د بخیل سړی دولت هغه وخت د ځمکې نه بهر راوځي کله چې هغه په ځمکه کې دننه کړې شي.
که رزق په عقل سره حاصلیدې نو ټول بي وقوفان به د لوږي نه مړه شوې وي.
هغه ګنهګار چې د دوعا لپاره لاس اوچت کړي د مغرور عبادت ګزار نه غوره دې.
هر کس خپل عقل لوي ګڼي او خپل خوي ورته خایسته ښکاري.
د استاذ سختې د پلار د محبت نه غوره ده.
نیک انجام فقیر د بد انجام بادشاه نه غوره دې.
د چا په سر کې چې غرور وي د هغه په باره کې هيڅ کله هم خیال مه کوه چې هغه به رښتیا خبره واوري.
انسانیت د ځوان مردي او مهرباني نوم دې د ښکلا شکل او صورت نوم نه دې
ټولو ورونو او خویندو نه مې هیله ده شیر یې کړئ