د شکر ناروغۍ «لومړی ډول» د هډوکو ماتېدو لامل کیږي

د شکر ناروغي د انسان په وجود کى د انسولين د هرمون د نشتوالى يا کموالي په صورت کې د انسان د وینې د ګلوکوز په لوړيدو سره منځ ته راځي، دا يوه دوامداره او مزمنه ناروغي ده چى د بدن دفاعي سيستم له منځه وړي او ناروغ په بېلا بېلو ناروغیو اخته کوي.

شکر ناروغي په نړۍ کې اوسمهال ډیره خپریدونکې ناروغي ده، د روغتیا نړیوالې ادارې لخوا تازه راپورنه وايي چې اوسمهال په نړۍ کې تر ۴۵۰ ملیونو زیات کسان پر دغه ناروغۍ اخته دي او په راتلونکې کې یې د لوړیدو اټکل کیږي.

د شکر ناروغي دوه ډولونه لري، کم شکر او زیات شکر، چې په یوه کې باید ناروغ خوږه وخوري خو په دویم ډول کې باید له خوږې څخه پرهیز وکړي، دېته په طبي اصطلاح «هایپر ګلاسمیا» او «هایپوګلاسمیا» ویل کیږي، او هر یو یې بېلا بېل لاملونه، ستونزې او درملنه لري.

څيړنې ښيي چې د شکر ناروغۍ لومړی ډول په انسان کې د هډوکو ماتېدلو ستونزه هغه مهال زیاتوي کله چې د ناروغ شکر په وینه کې لوړې او ګواښونکې کچې ته ورسیږي.

ددې څیړنې ترسره کولو لپاره پوهانو د ۴۷ زرو څخه زیاتو د شکر ناروغانو ازموینه ترسره کړه چې له برخې یې ۳۳۲۹ په لومړي ډول شکر اخته وو، لومړی ډول شکر د دویم ډول په پرتله کمه خپریدونکې ناروغي ده، او زیاتره پر ماشومانو یا هم په تازه بالغ شویو کسانو هغه مهال حمله کوي کله چې پنکراس په انسولینو خوندي کولو کې ناکام شي.

پوهانو د ازموینو له لارې وموندله هغه مهال چې په ناروغ کې د وینې شکر کچه لوړه شوي وي یا ګواښونکي اندازې ته رسیدلي وي په دوی کې د هډوکو ماتېدلو ګواښونه زیات لیدل شوي.

دوی په دغه څیړنه کې موندلې چې د لومړي ډول شکر ناروغ د اندازې لوړوالي په حال کې د دویم ډول شکر ناروغ په پرتله ۲۹ سلنه زیات د هډوکو د کمزورۍ او ماتېدو ښکار کیږي.

پوهان وایي چې د لومړي ډول شکر لرونکې ناروغ ته په کار دي چې د شکر اندازه په منځنۍ اندازه وساتي، تر څو د نورو ګواښونو ترڅنګ د هډوکو ماتېدلو ګواښونو څخه هم وژغورل شي.

دوی زیاتوي هغه کسان چې د پورته شکر ښکار وي باید په یاد ولري چې ددوی د بدن روغتیا سمه نه ده، د بدن هډوکي یې کمزورې کیږي او د ماتېدو امکان یې مخ پر زیاتېدو کیږي.

شکر ناروغي ادراک او اعصاب زیانمنوي، چې ناروغ ته په قدم اخیستلو کې ستونزه رامنځته کوي، نظر کمزوری کوي یا پر سترګو خړوالی راولي چې انسان د ودریدو قدرت له لاسه ورکوي او غورځي.

د شکر د مخنیوي لپاره بېلا بېلې لارې ښودل کیږي خو تر ټولو پر ځای او اړینه لار یې وزن کمول او په متوسطه اندازه ورزش کول دي، په دې سره د بدن غړي په حرکت راځي او د انسولین په مصرفولو کې زیاته ګټه کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب