د شپې څادر(لنډه کیسه)
د تنکي سهار وړانگې خپرې شوې وې؛ خو د تيارې خړه پرده لا پوره د لمر له ورين مخه نه وه پورته شوې. ښځې د پلتو(اورلګيت) ډبي ته لاس کړ:
سولې بچۍهله پاڅه ناوخته دى.
لور ته يې له پاڅېدو سره پرونۍ ورځ ورياده شوه.
مورې، ما ته څپلکې، پرون مې له يخه پښې په ځمکه نه شوې لګولى.
ښه زه نن په پورته سرک کې کېنم، چې اختر راځي، درته پیدا به يې کړم.
ښځې د ماشوم مخ په خپل خېرن زړوکي پاک کړ:
زويه، راځه چې ځو.
مورې زه سولې سره ځم، ځان ته ښه ډېرکباړ ټولوم.
نه زویه، بوټ دې نشته، ډېران کی به دې څه شى په پښه کې لاړ شي.
نه مورې، تاسره نه ځم پرون دې ټوله ورځ وگرځولم، هیچا درته دروازه نه خلا صوله.
…………..
ماشوم او خور يې غبرګ په ډېران لګيا وو، يوځاى د هلک د پخو وريجو پر ډيري لاس ولګېد. نجلۍ دلچسپي ونه ښوده؛ خو هلک ورته په زنګونونو کېناست، ښه ساعت ناست و.
په ډېران کې تر ښه لاس وهلو وروسته يې خپلې جوړې کړې پنډې واخيستې.
………….
شپې خپل تور څادر پر طبيعت غوړولى و، له خېمې نه بهر د سپو غپا او له لرې سرک نه د يوه نيم موټر د هارن غږ راته. هلک راپاڅېد، په ټيټ غږ يې له موره اوبه وغوښتې.
ښځې، تته رڼا وکړه، پر هلک يې سترګې ولګېدې، چې خېټه يې کلکه نيولې ده. د هلک زړه راجګېده. ښځې اوبه وروړې؛ خو هلک همغسې ناکراره و او چې څو شپې خپل تور څادر له طبيته ټولواوه، هلک يې ورسره وړى و.
لیکواله: حسينه عارف