غربي کورنۍ او د هغې ټولنیزې ناخوالې

په دې مقاله کې غواړو (Western Civilization) یا غربي کلتور، د غربي ټولنې اخلاقي انحرافات، په غرب کې د مېرمنو وظیفوي ستونزې، د همجنس ګرائي (همجنس پالنې) ناخوالې، اخلاقي فقر او دمېرمنو احتقار او سپکاوې….. دا او دیته ورته نورې څو بېلګې او مثالونه په مناسب لنډیز سره وړاندې کړو.

د غربي کورنیو جوړښت:

په اصل کې د پوهانو له نظره د کورنۍ جوړښت د مور او پلار او اولاد څخه رامنځ ته کیږي، یا په بله اصطلاح د دوو مختلفو جنسونو له قرابت څخه یوه کورنۍ تشکیلیږي. د کورني تشکیل په دغه مثلث کې چې د کورنۍ په میکانیزم کې بنسټيز نخچ لري،که د ۳ برخو (لکه مور، پلار یا اولاد) څخه یوه هم شتون ونه لري، نو یوه ګوډه (فلج شوی) کورنۍ ګڼل کیږي

د غرب ټولنیز حالت ته که وکتل شي، نو جوته به شي چې په غرب کې د کورنۍ موجوده نظام، مفاسدو او روان کړکیچ پر ګرده ټولنه باندې خورا بدې اغېزې شنیدلي دي، تر دې چې کورنۍ اوس هغه اصلي مفهوم له لاسه ورکړیدی،او د (David Blankenhorn) په اصطلاح په (Fatherless America) یا بې پلاره امریکا کې ډېرې داسې کورنۍ هم میندل کیږی چې هیڅ پلار یې مشخص نه وي. په غرب کې کورنۍ ډېری وړې شوېدي، او په انګلستان کې د یوې څېړنې پر اساس دا جوته شوې:

هغه کورنۍ چې د غړو شمېره یې زیاته ده، برتانوي اصلي کورنۍ نه دي، بلکې په اصل کې انګلستان مېشته عربي، افغاني، پاکستاني او یا هندي کورنۍ دي. له همدې کبله په غرب کې د کورنۍ کلیمه د بدلون په حال کې لیدل کیږي، او اوس دوی نه پوهیږی چې بالآخره څه نوم پرې کېږدي، ځکه چې دیوې کورنۍ تشکلیل له پلار، مور او اولاد او یا کله کله د نیا او نیکه څخه کیږي، خو په غربي نړۍ کې د همجنس پالنې د ګناه بازرا دومره ګرم دی چې پکې معاصرې کورنۍ د دو مماثلو جنسونو (مېرمن له مېرمن او سړی له سړي سره) له واده کولو څخه تشکیلیږي.

داسې کورنۍ هم پکې شتون لري چې یوازې مور او یا یوازې پلار لري، او په کومو کورنیو کې که چېرته اولاد هم شتون ولري، نو هغه به هم هغه اولاد وي چې دوی په تبنّي (یا ځویتوب سره د نورو اولاد منل) سره قبول کړي وي. په عربي ژوبدود کې همجنس ګرائي یا همجنس پالنې ته زواج المثليين او په انګلیسي ژبه كې ورته د (Homosexuality) کلیمه کارول کیږي، او له بده مرغه په اوسني عصر کې په بدمرغیو کې ښکیل شوو غربي ټولنو کې اخلاقي انحرافاتو دومره ترویج موندلی دی چې ددې ډول کړنو تر سره کول پکې هیڅ شرم نه ګڼل کیږي.

په غرب کې د مېرمنو حالت ته ځغلنده نظر:

په غرب کې د مېرمنو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی، او ‌أسامه بن منقذ په خپل کتاب کې په دې اړه یوه کره او پر ځای خبره کړیده، هغه لیکي: (النصاری لیس لدیه غیرة علی نسائهم). د بې حسۍ په ډنډ کې ډوب مسیحیان دومره بې غیرته دي چې اصلا په خپلو مېرمنو باندې د غیرت کولو انګیزه نه لري.

غربي ټولنه د مېرمنو په اړه څه وایي؟په غرب کې د مېرمنو په اړه موجوده فلسفه دا ده چې دوی مېرمنو ته په احتقار او سپکاوي باندې باور لري، او د دوی د زړو او ورستو فکرونو دا فلسفه له یونان څخه سرچینه اخلي، تر دې چې د دوی په ځینو یونانی کتابونو کې لیکل شویدي: (ښځه په اصل کې د دوی یو خدای پیدا کړېده، او ورسره یو داسې صندوق وجود لري چې هر ډول ناوړه توب او بدۍ پکې موندل کیدلای شي.).

دغه خیالي کیسې زیاتوي: مېرمنې د ټولو فجائعو او فجورو اصلي منشأ ګڼل کیږي، او دوی د ټولو اخلاقي رذائلو او د ټولو پرېوتو کارونو کڅوړې او مرکزونه دي.

دوي د حضرت حواء ( علیها السلام) په اړه وايي:

یهود او نصاری د خپلو محرّفو کتابونو پر اساس باورلري، (دا چې څه ډول حضرت آدم ( علیه السلام ) له جنت څخه زمکې ته راکوز شو) په دې اړه وايي: د هغه د جنت څخه د خروج بنسټیز لامل حضرت حواء (علیها السلام ) ده، او ټوله پړه پر هغې اچوي، او دوی یې په دې تورنوي چې آدم (علیه السلام ) یې وهڅاوه تر څو د منع شوې ونې څخه یو څه وخوري.

قرآن کریم د نړۍ هغه یواځینې کتاب دی چې د نړیوالو او د طاغوت د پلویانو دا ناسم باورونه او فکري انحرافات یې تصحیح کړیدي، لکه چې لوی څښتن تعالی د سورة البقرې په – ۳۶ آيت کې فرمایي: ((فأزلهما الشيطان عنها فأخرجهما مما كانا فيه)). الآیة
قرآن کریم په ډاګه سره وايي چې فأزلهما ـ یعنې هُما په عربي ژوبدود کې د غائب ضمیر دې چې دوو تنو ته کارول کیږي، دا په دې معنا چې دوی دواړه د شیطان په لومو کې پریوتل، قرآن کریم یوازې حواء علیها السلام مقصره او ملامته نه ګڼي، بلکې وايي چې له دوی دواړو څخه تېروتنه او د ګناه ارتکاب وشو. امام القرطبي په خپل تفسیر قرطبي کې لیکلي دي: ( فأخرجهما مما کانا فیه) ـ یعنې شیطان د دوی د الهي طاعت او مننې حالت په معصیت باندې بدل کړ.

مسیحیان واده کول بي دیني ګڼي

په نصاری (مسیحیانو) کې متدین شخص هغه دی چې هیڅ واده ونکړي، دوی واده کولو او د خپلې مېرمنې سره جنسي اړیکو نیولو ته په احتقار او سپکاوي سره ګوري، دوی باور لري چې یو انسان هیڅ جنسي اړیکو ته اړتیا نلري، او یو انسان کولای شي چې په خپل روحي او روانی ځواک سره پر نفسي خواهشاتو باندی لاس بری شي، او پاپ یا مذهبي مشر ته نه ښائي چې واده وکړي. دا ټول فکري انحرافات د همدې معنا ورکوي چې د دوی په باور واده کول د ایمان او تدین سره منافي چارې او مغایرې کړنې دي چې په مسیحیانو کې متدین شخص باید ورڅخه ډډه وکړي.

له همدې کبله د مسحیت ځینو ډلو پر ځینو نورو باندې واده کول مطلقا حرام ګرځولی دی، خو د اسلام مقدس دین د خلکو د غلطو مفاهیمو اصلاح کړیده او سمون یې پکې راوستلی دی، او دغرب پر دغو ناسمو باورونو یې د بطلان کرښه را کش کړیده، او اسلام مونږ ته ددې ښودنه کړیده چې زمونږ پیغمبر به هم د ښځو سره واده کولو او هم به ویده کیده او هم به یې روژه نیوله، او په مونږ کې تر ټولو د زیاتې تقوا لرونکې شخص ؤ.

د جماع ټولنیزې ګټې:

Alexis Carrel (الکسیس کاریل) په خپلو څېړنو کې دا جوته کړیده چې د انسان په وجود کې یو ډول جنسي غُدې یا د محبت هورمونونه شتون لري چې نه یواځې د نارینه او مېرمن کوروالي ته هڅوي، بلکې له دې پرته د انسان په عقلي، رواني او بدني پیاوړتیا کې کلیدي نخچ لري، او دغه غُدې له جماع وروسته نارینه او ښځینه ولسي خدمت او ټولنیزو کارونو ته هڅوي. الکسیس کاریل زیاتوي :

تاسې به هیڅکه هم په ګرده نړۍ کې داسې څوک نه وي موندلی چې خصي وي، او هغه دې دنړۍ یو نامتو فیلسوف، ستر نابغه، وتلی لیکوال او یا هم یو ستر مجرم معرفي شوی وي.

د مېرمنو د آزادۍ تحریک:

د ۱۸مې میلادي پیړۍ په نیمایي کې یو لیکوال (Mary Wollstonecraft) یو کتاب ولیکه، او مېرمنو ته یې د آزادۍ د تحریک روحیه ورکړه. دغه خوځښت په دې معتقد ؤ چې ښځه هم کولای شي په ټولنه کې د نارینه وو په څېر هر کار تر سره کړي، نو باید مزد ( معاش) یې هم د نارینه سره ورته او یو شان وي.

پر دې ټولو هلو ځلو سربیره بیا هم په غربي ټولنو کې لیدل کیږي چې مېرمنې د نارینه وو په پرتله تر ټولو کم معاش لري، او ویل کیږي چې په سلو کې 70 % مېرمنې په غرب کې د سړیو په پرتله کم معاش لري.

د غرب عقلاء او پوهان وايي: د نارینه او ښځې تر منځ کوم خاص توپیر وجود نلري، خو یوازې دومره به وي چې نارینه د ستونزو او مشکلاتو شننه او تحلیل په لیکلي شکل سره ښه کولای شي، مګر ښځې بیا په شفوي مهارتونو او ژبني تحلیلونو کې تر نرانو مخکښې دي، سربېره پر دې د شفقت انګیزه او عاطفي لوږه د نارینه وو په پرتله په مېرمنو کې زیاته لیدل کیږي، حتی د کور په کوچنیو انجونو کې به تاسې هم لیدلی وي چې د کوچنیو هلکانو په نسبت انجونی د مور او پلار په مشاعرو، عواطفو او سلوک باندی تر ټولو زیات پوهیږي، او پر دې ژر پوهیږي چې څه ډول د والدینو رضایتمندي تر لاسه او د دوی زړونه خوښ وساتي.

په مېرمنو د کار په سیمه کې د جنسي تیریو بهیر:

وحیدالدین خان په خپل یو کتاب (Women between Islam & western society) کې لیکلي دي: په غرب کې د مېرمنو وضعیت په رښتیا هم د اندېښنې وړ دی، او غربي تمدن د مېرمنو ګرد حقوق تر پښو لاندې کړیدي. په غرب کې د مېرمنو د بنسټیزو ستونزو څخه یوه هم د دندې او کار پر مهال د جنسي تېریو مسئله ده، تر دې چې د امریکا په فدرالي حکومت کې د حکومتي نظارت او سرپرستۍ سربېره 40 % مېرمنې د خپلو همزولو او د شیطان صفته همصنفیانو په لاس د دغه شوم هدف ښکار ګرځي، دا په داسې حال کې ده چې په نورو غیر دولتي ارګانونو یا (NGOs)کې دا کچه تر 40 % نوره هم لوړيږي چې له امریکا پرته، روسیه، چين، جرمني، ډنمارک، فرانسه او داسې نور بشر دوسته هیوادونه ئي ښې بیلګې او مثالونه دي.

هیلن فیشر چې یوه امریکائي لیکواله او څېړونکې ده ، د دې ټولو ټولنیزو ناخوالو او اخلاقي پریوتو کارونو اصلي لامل او د نارینه ؤ او د ښځو تر منځ ګډه ساحي کاره او مختلط چاپیریال ګڼي، د تعجب وړ خبره خو لا دا ده :په انګلستان کې هغه پولیسې مېرمنې چې مسؤلیت یې په ولسي امنیت کې ټینګښت راوستل دي، پخپله ډېر ځله د دغو جنسي تېریو ښکار ګرځي او د خپل ځان امنیت په خطر کې ویني. د انګلستان حکومت په اخلاقي لحاظ د دې پریوتي کار د مخنیوۍ لپاره یو څو کسیزه کمیټه وټاکله، ګواکې و به کولای شي تر څو ددې کار مخه ونیسي، او په هره سیمه کې به د دې کارونو په اړه پلټنه او څېړنه کوي، خو پایله دا شوه چې دا ټولې هلې ځلې او نیول شوي امنیتي تدابیر لکه په هوا کې د دنګو منارونو او قصرونو جوړولو په څېر بې ګټې ثابت شول.

په نني عصر کې د اغتصاب او اختطاف لمن په غرب کې دومره پراخه شویده چې په لندن کې څه موده وړاندې ولسی مېرمنې خو پریږده یوې پولیسې ترې هم نجات ونه موند،او هغه مهال چې کله کور ته د خپلې دندې څخه د ستنېدو په حال کې وه، ډلئیز برید پرې وشو، او ددغې پولیسې د عزت څلي یې و نړیدل.

پورتني حالت ته په کتلو سره به په ډاګه شي چې د غرب په دغه کنګل شوې دنیا کې مېرمنې هغو ښکلو نانځکو ته ورته دي چې یواځې د خوند او د حیرانتیا او ساعت تیرۍ لپاره یې عزت او عفت د شیطان صفته انسانانو په لاسونو کې لوبول کیږي، چې په حقوقي لحاظ دوی د خپلو ګردو بشري حقوقو څخه په محرومیت کې شپې او ورځې تیروي، دا په داسې حال کې ده چې امریکائي مېرمنې هم د مسلمانو مېرمنو په څېر دا حق لري چې د عفت او کرامت نه ډک خوندي ژوند وکړي، ځکه ښځې یواځې د دې لپاره نه دي پېدا شوي چې په (Beauty Shops) یا آرایش خانو کې دې د خلکو ډول او سینګار وکړي.

د غرب د همجنس پالنې تود بازار:

په غرب کې د اخلاقي ستونزو او اخلاقی فقر په ډګر کې د بنسټیزو ستونزو له جملې څخه یوه هم د همجنس ګرائي ( Homosexuality ) يا همجنس پالنې پرته ستونزه ده، چې د 1994 میلادي کال را پدېخوا یې په دغو غربي ټولنو کې د اخلاقی لوړ صفت څخه د عاري خلکو له لوري د حمایت او پلوۍ غږونه پورته کیږي. غربیان دا کار په اصل کې د خپلې ټولنې یو ضرورت او خپلو اولادونو ته د ژوند د یو ملګري لټول بولي ، ولو که همجنس بشر هم وي تر څو ژوند یې خوندي پاتې شي.

خو حقیقت دا دی چې په انساني ټولنو کې اصلا دا سؤال نه پیدا کیږي چې د جنس مماثل( هم مثل جنس) سره دې واده وشي، ځکه انسان چې اشرف المخلوقات دی، دغسې په اخلاقي لحاظ پریوتو کړنو ته هیڅ ضرورت نلري، خو هره ټولنه چې د جنسي اړیکو لپاره هیڅ قید و بند و نلري، او تر سره کوونکو ته یې مجازات نه وي ټاکلي، نو پر دغسې ټولنو کې به داستونزه موجوده وي، تر څو پوری چې منع کوونکي ټاکلی جزاء ګانې ورته ونه ټاکی. د تعجب وړ خبره داده چې حیوانات هم پر خپل هم مثل حیوان باندې جنسي تیرې نه کوي، خو دا کار بیا هم په دغو ټولنو کې تر سره کیږي.

لوی څښتن تعالی د دوو مختلفو جنسونو( نارینه ؤ او ښځینه ؤ تر منځ) تجاذب او قلبي میلان یو بل ته پیدا کړیدی، تر څو سره ودونه وکړي او تر منځ یې د تناسل لړۍ تداوم ومومي، خو له بده مرغه غربي کلتور د خپلو ولسونو فکرونه ویجاړ او ګرده ټولنه یې د هلاکت او بربادۍ پر کنډوالو روانه کړیده.

په پاې کې ددې خبرې یادونه کوو چې: د اسلامي أمت د سپڅلې مفکورې د مدافعینو، علماؤ، مفکرینو او دعوتګرانو او ټولو خېر ته د بلونکو ته پکار دي چې د یتېمې امریکا او هغې ته د ورته دولتونو د نجات لپاره کوټلي ګامونه را پورته کړي، او د اسلام په نجات بښونکي دین ئي د اخلاقي بیماریو له وایروس او بدمرغۍ له رنځ څخه وژغوري، او د قرآن په انسانسازه توجیهاتو او لارښوونو سره یې په اخلاقي معیارونو سمباله کړي تر څو ګرد بشریت د بولون نوې سفرپیل کړي.

لیکنه: دوکتور مازن بن صلاح مطبقاني
ژباړه: محمد خالد ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب