د شـاعرۍ ټولنيز رول

ددې مضمون عنوان څه داسې دى، چې بېلا بېل وګړي ترې بېله بېله مانا اخيستى شي. له همدې كبله به له بخښنې سره لومړى دا خبره څرګنده كړم، چې له دې نه زما مراد هېڅ هم نه دى. تر څو بيا دا وويلى شم، چې له دې نه زما مراد څه دى. كله چې موږ د كوم څيز د رول په اړوند خبرې كوو، نو غالباً دا فكر كوو، چې له دې نه څه منځ ته راتلل په كار دي، خو دا فكر نه كوو، چې تر اوسه يې څه كړي او دا ګړۍ څه كوي. دا يو مهم توپير دى، خو فى الحال دا زما اراده نه ده، چې پر دې اړه دې خبرې وكړم، چې شاعرۍ ته څه كول په كار دي . هغه وګړي چې دا وينا كوي، په ځانګړې توګه، چې خپله شاعر هم وي، د كومې چې هغه په خپله ليكل غواړي. د اتل لپاره كېدى شي، چې په راتلونكي كې د شاعرۍ رول د هغې له هدف سره توپير ولري، چې په ماضي كې يې درلود. كه دا خبره سمه وي ، نو بيا مناسبه ده، چې له پيله پرېكړه وكړو، چې اخر په ماضي كې (په يوه زمانه كې يا په بله كې، په يوه ژبه په بله ژبه كې او ورسره په ټوله دنيا كې) د شاعرۍ رول څه و.

ما په ډېره اسانۍ سره ليكلاى شواى، چې زه په خپله له شاعرۍ سره كوم عمل كوم او په خپله زما په ذهن كې د شاعرۍ څه تصور دى. له دې وينا سره به ما هڅه كړې وه، چې تاسو دې خبرې ته رامات كړم، چې په حقيقت كې دا هغه څيز دى، چې په ماضي كې يې ټولو شاعرانو په خپلو شعرونو كې د ځايولو هڅه كړې ده او كه ځاى يې په كې نه دى وركړى، نو ځايول يې په كار و. دا بېله خبره ده، چې هغوى په دې برخه كې پوره نه دي بريالي شوي او ښايي په دې كې د هغوى قصور هم نه و او زما په اند كه د شاعرۍ (او دلته زما مقصد ټوله لويه شاعري ده) په ماضي كې كوم ټولنيز رول نه و، نو دا يې مطلب نه دى، چې په راتلونكي كې به هم كوم رول نه لري. كله چې زه د سترې شاعرۍ يادونه كوم، نو مطلب مې دا وي، چې د موضوع هغه دويم اړخ له پامه وغورځوم، چې له موضوع سره د تړاو له كبله مې پرې خبرې كولاى شواى. دلته داسې كېداى شي، چې په پرله پسې توګه پر هر ډول شاعرۍ د ټولنيز رول له مخې ددې لپاره خبرې وشي، چې دا سوال هېر كړو، چې د شاعرۍ په حيث خپله د شاعرۍ رول څه دى. پرله پسې بحث دې وشي، زه دلته د شاعرۍ د عامو او ځانګړو رولونو توپير كول غواړم، تر څو دا خبره څرګنده شي، چې هغه كوم اړخونه دي، چې موږ پرې رڼا نه اچوو، هغه چې زموږ له بحث نه دباندې دي.

كېداى شي په شاعرۍ كې په ارادي او شعوري ډول ټولنيز مقاصد وي، د شاعرۍ په ابتدايي بڼه كې ډېر ځل دا مقصد څرګند ښكاري، د بېلګې په ډول د زړو زمانو په نغمو او سندرو كې څه داسې نغمې او سندرې هم شته، چې په عملي بڼه په كې كوډګر مقصد موجود دى. د كومو په ذريعه چې (په همدغه زمانو كې) به د علاج او معالجې دنده ترسره كېده. د جادو ټوټكو او سيورو علاج بۀ يې كاوه او پيريان او روحونه به يې كوزول شاعري به په پيل كې د مذهبي رسومو لپاره استعمالېده، اوس هم كله چې كومه مذهبي سندره ويل كېږي، نو وينو چې شاعري د يو ځانګړي ټولنيز رول لپاره كارول كېږي د (رزميه) او (ساګا) شاعرۍ په لومړنيو يا ابتدايي تخليقاتو كې به هم همدغه اثر موجود وي، چې وروسته د تاريخ په بڼه د ډله اييزې تفريح په ډول ژوندۍ پاتې شوې او تر موږ راورسېده د تحريرې ژبې له منځ ته راتلو نه وړاندې به خامخا په باقاعده توګه داسې شاعري موجوده وه، چې د انساني ذهن د ياداشت لپاره به ډېره ګټوره وه، په ډېرو پرمخ تللو ټولنو كې لكه د يونان زړه ټولنه، د شاعرۍ مسلم ټولنيز رول له ورايه ښكاري. يونانۍ ډرامې د مذهبي رسم و رواج له رحمه زېږېدلي دي او له مذهبي غونډو سره د تړاو له كبله په باقاعده توګه په مجلسونو او غونډو كې ژوندۍ پاتې شوي دي. پنډاري نظمونو هم د ټولنيزو غونډو له كبله وده موندلې ده. د شاعرۍ دې ټاكلې دندې ورو، ورو د شاعرۍ يوه داسې خاكه تياره كړه، چې په ذريعه يې په يوه ځانګړې شاعرۍ كې عموميت پېدا شي په اوسنۍ شاعرۍ كې يې هم ځينې شكلونه موجود دي. د بېلګې په توګه به هغه مذهبي نغمې او سندرې يادې كړم، چې ما يې وړاندې يادونه وكړه. د ناصحانه شاعرۍ اصطلاح د خپلې مانا په اعتبار اوس څه نا څه بدله شوې ده. د ناصحانه يوه مانا، خو د معلوماتو رسولو ده او اخلاقي لارښوونې په مانا راځي او يا ترې هغه مانا اخيستل كېږي، چې دواړه ماناوې په غېږ كې نيسي . په بېلګه كې يې د ورجل جورجس ( Georgies) وړاندې كېداى شي . له يوه اړخه خو دا په خپله د ډېرې ښكلې شاعرۍ نمونه ده ده، له بلې ډډې په كې د كاميابي كروندې په اړه ګټور معلومات موجود دي ، خو زموږ په زمانه دا خبره اوس ناممكنه غوندې شوې ده، چې د كر په اړه دې داسې كتاب وليكل شي (چې سربېره پر دې معلوماتو) د لوړې شاعرۍ بېلګه هم وي. د دې يو علت دا دى، چې دا مضمون په خپله ډېر سخت او ساينسي شوى دى. بله دا، چې اوس په ښه سليقه روانۍ او ښه والي سره په بهتره توګه په نثر كې بيانېدى شي، نه خو اوس موږ هغه څه كولاى شو، چې روميانو به كول، چې په علم نجوم (ستورپوهنه) او كايناتو به يې په نظم رسالې ليكلې، د داسې نظمونو ځاى، چې مقصد به يې په روښانه توګه عام معلومات وركول و، اوس نثر نيولى دى. ناصحانه شاعري هم ورو، ورو يا خو د اخلاقي درس تر شاعرۍ محدوده شوې ده، يا تر هغې شاعرۍ پورې ځانګړې شوې ده، چې مقصد يې د ليكوال په وړاندې موجود وي، چې دې وسيله لوستونكى د يو ځانګړي ليد لوري په لور مايل كړي، له دې كبله په دې كې اوس هغه عنصر تر ډېره كچه ګډ شوى دى، چې په عامه توګه د طنز په نوم يادېږي، حالانكه په دې كې دا خبره هم د پاملرنې وړ ده، چې د طنزلمنه د پيروډي (پېښو) او ادبي تمسخر سره تړلې ده، چې مقصد يې په بسنټيز ډول تمسخر او زړه خوشالول دي.

د ډرايډن ځينې نظمونه په دې مانا طنز ګڼل كېدل، ځكه چې مقصد به يې د هغو څيزونو پورې ملنډې وهل و د كومو خلاف به، چې ليكل شوى و او په دې مانا به ناصحانه هم و، چې خپلو لوستونكيو ته به يې د يو ځانګړي سياسي او ټولنيز ليدلوري ترغيب هم وركوو. ددې هدف ترلاسه كولو لپاره به هغه تمثيلي طريقې هم استعمالولې، چې په كې به كوم حقيقت د داستان او كيسې په بڼه وړاندې كېده. (The Hind and the Panther) د هغه د مهمو نظمونو څخه دى، چې مقصد يې د خپلو لوستونكيو پام دې ته اړول و، چې رښتينولي د انګلستان د كليسا پر ځاى د روم د كليسا سره ده. په نولسمه پېړۍ كې د شيلي د شاعرۍ لويه برخه د ټولنيز جوش و خروش نه قوت اخلي.

تر كومه ځايه، چې د ډرامايي شاعرۍ خبره ده، د هغې ټولنيز رول څه داسې دى، چې ځانګړى تړاو ورسره لري . نن سبا، چې كومه شاعري ليكل كېږي اكثره يې په يواځيتوب كې د لوستو لپاره وي او ډېر تر ډېره په يوه غونډه كې په لوړ اواز د لوستو لپاره وي، اوس نو ډرامايي شاعري پاتې كېږي، چې مقصد يې سمدلاسه د هغه خلكو په لويه شمېره ټولنيزه اغېزه پيدا كول وي، چې د يوې تخيلي قصې د ليدلو لپاره د سټيج مخې ته راغونډ وي. ډرامايي شاعري له همدې مخه د شاعرۍ له نورو صنفونو نه بېله وي، له دې كبله چې ددې بنيادي قوانين د دندې او مقصد له مخې هماغه قوانين دي، چې خپله د ډرامې وي، نو ځكه دا په ډرامه كې ګډه شوې او برخه يې ګرځېدلې او دا چې د ډرامې ځانګړى ټولنيز رول څه دى؟ ځواب يې دا مهال زما له موضوع نه بهر دى.

اوس تر كومې، چې د فلسفيانه شاعرۍ ځانګړى رول دى، د هغې د پېژندلو لپاره پكار ده، چې په تفصيل سره يې شننه وشي او په تاريخي اعتبار دې وڅېړل شي. زما په خيال ددې خبرې د وضاحت لپاره، چې د هر ډول شاعرۍ خالص رول له نورو رولونو سره تړاو ولري، د شاعرۍ د ډېرو ډولونو يادونه مې كړې د بېلګې په ډول د ډ رامايي شاعرۍ پيغام له ډرامې سره تړلى دى. د معلومات وركوونكې او ناصحانه شاعرۍ رول د هغې د نفس مضمون له دندې سره تړاو لري او د فلسفيانه، مذهبي، سياسي او اخلاقي ناصحانه شاعرۍ رول د فلسفې، مذهب سياست او اخلاقياتو له دندې سره تړاو لري. دا هم كېداى شي، چې موږ ددغه راز شاعر يو په رولونو فكر وكړو، خو د شاعرۍ د اصل رول پوښتنه به پر ځاى پاتې وي، ځكه چې دا ټول څيزونه په نثر كې په ښه توګه بيانېدى شي.

ددې بحث د پرمخ بوتلو نه مخكې د هغه اعتراض ځواب هم وركوم، چې دلته را مخ ته كېدى شي، ځينې وخت خلك هغې شاعرۍ ته د شك په سترګه ګوري ، چې د يو خاص مقصد لپاره كېږي، د بېلګې په توګه داسې شاعري، چې پكې د كومې ټولنيزې اخلاقي، سياسي يا مذهبي نظريې تبليغ كېږي، په داسې حالت كې دا خلك ددې خبرې كول هم باك نه ګڼي، چې دا ډول شاعري له سره شاعري نه وي. كومه چې د يوې داسې ځانګړې نظريې اظهار كوي، چې د هغوى نه وي خوښه. برعكس د ځينو خلكو په اند دغه ډول شاعري حقيقي شاعري وي، ځكه چې په دې كې د يو داسې ليد لوري اظهار وي، چې د هغوى خوښ وي. بايد ووايم، چې دا پوښتنه چې آيا شاعر خپله شاعري د كومې ټولنيزې رويې د تبليغ يا مخالفت لپاره كاروي؟ په خپل ذات كې دومره مهمه نه ده. ممكنه ده، چې يو شاعر د كومې ښكلې لمحې رويه په خپله شاعرۍ كې وړاندې كړي او په داسې كولو د هغه خرابه شاعري هم په خلكو كې مقبوله شي.

خو د حقيقي شاعرۍ معيار دا دى، چې هغه د يوې عامې رويې له بدلولو سره سره ژوندۍ پاتې شي، بلكې تر دې ځايه، چې په هغه مسئله كې د ذرې هومره زړه راښكون هم پاتې نه شي، د كومې پر بنسټ چې شاعر د خپلې شاعرۍ بنياد درولى دى بيا يې شاعري خپل زور له لاسه نه شي وركولاى او تازه ګي يې قايمه او دايمه پاتې كېږي.

د لګ ريشيس (Lucretius) نظم تر ننه په عظيمه شاعرۍ كې راځي سره له دې، چې د طبيعت او نجوم هغه تصورات، چې په دې نظم كې بيان شوي اوس بېخي غلط ثابت شوي دي، دغه راز د ډرايډن شاعري د بېلګې په توګه وړاندې كولى شو ، سره له دې ، چې د اوولسمې پېړۍ له سياسي اختلافاتو او شخړو سره موږ اوس څه خاصه دلچسپي نه لرو. ددې مثال بېخي داسې دى لكه د ماضي د دورې كوم عظيم او ستر نظم، چې اوس هم موږ ته هغومره مسرت او خوشالي راوبخښي، سره له دې، چې اوس هغه په نثر كې د نفس مضمون په لحاظ په بهتره توګه بيانېداى او وړاندې كېداى شي.

اوس كه موږ د شاعر بنسټيز رول ولټوو، نو ضروري ده، چې لومړى تر هغې ډېر واضح رولونه وپېژنو، هغه رولونه چې په شاعرۍ كې ډېر او تل مخې ته راوستل پكار دي، زما په خيال د شاعرۍ لومړۍ دنده، چې په يقيني توګه موږ د هغې په باره كې خبرې كولى شو داده، چې موږ ته خوشالي راكړي، كه تاسو رانه دا پوښتنه وكړئ، چې دا كوم ډول خوشالي ده؟ نو زما سره يې دا يو ځواب دى، چې هغه ډول خوشالي چې تل يې موږ ته شاعري را كوي او وجه يې داده، چې ددې ځواب پر ځاى هر بل ځواب وركړى شي، نو موږ به د جمالياتو او ارټ د ماهيت په هكله د عامې مسئلې په لور ډېر لرې بوځي.

زه پوهېږم، چې ټول به پر دې متفق وي ، چې هر ښه شاعر كه ستر وي او كه نه، موږ ته د خوشالۍ او مسرت نه غير نور څه هم راكوي، ځكه كه د شاعرۍ مقصد يواځې موږ ته مسرت او خوشالي رارسول وي، نو دا خوشالي به د لوړې درجې خوشالي نه وي. د يو داسې ځانګړې ارادې نه علاوه، چې په شاعرۍ كې موجوده وي، چې مثالونه يې ما په مختلفو شاعريو كې پاس وركړي دي، په شاعرۍ كې همېشه د يوې نه يوې نوې تجربې ابلاغ كېږي يا كومه اشنا تجربه د نوي ادراك په واسطه وړاندې كېږي يا د يو داسې څيز اظهار په كې كېږي، چې موږ يې نوې، نوې تجربه كړې وي، خو د بيان لپاره يې موږ سره الفاظ نه وو. يوه داسې تجربه، چې زموږ شعور ته پراختيا وركوي يا زموږ ادراك ته لطافت وركوي، خو زما د مضمون د شاعرۍ له ځانګړيو ګټو سره كوم تړاو نه لري او نه د كوم ځانګړي مسرت يا خوشالۍ سره تړاو لري. زما پر اند موږ ټول د مسرت له دې دوو ډولونو سره اشنا يو، چې په شاعرۍ كې پيدا كېږي، له دې سره سره د مسرت نه بغير هغه توپير هم محسوسوو ، چې زموږ په ژوند كې يې شاعري پېدا كوي ، له دې دواړو اغېزو څخه بې برخې شاعري، شاعري نه ده. موږ دا خبره منو، خو له دې سره يو داسې اړخ له ذهنه وباسو، چې په ټولنيزه توګه شاعري ميدان ته راوباسي زه دا خبره په پراخه مانا كې كوم زه په دې فكر يم، چې هر قام سره بايد خپله شاعري وي او دا شاعري به يواځې د هغو خلكو لپاره نه وي، چې خوند ترې اخيستلى شي، ځكه چې دغه ډول خلك د نورو ژبو په زده كولو سره د هغوى له شاعرۍ نه هم خوند اخيستلى شي، بلكې داسې شاعري به وي، چې اغېزه به يې په مجموعي توګه پر ټوله ټولنه غورځېدى شي. مانا دا شوه، چې ددې اغېزې پر هغو خلكو هم غورځېږي، چې له شاعرۍ څخه خوند نه شي اخيستى. زه په دې كې هغه خلك هم شاملوم، چې د خپلو قامي شاعرانو له نومونو څخه هم نا خبر وي او دا ددې مقالې اصلي موضوع ده. زموږ د مشاهدې له مخې شاعري له نورو هنرونو څخه بېل او ځانګړى هنر دى، ځكه چې ددې ارزښت د شاعر د خپل قام او ژبې لپاره وي، نه د بل قام او بلې ژبې لپاره دا خبره سمه ده، چې موسيقي او انځورګري هم خپلې قامي او نسلي ځانګړتياوې لري. پر دې هنرونو پوهېدل او د هغوى ستونزې په نسبي توګه د بل قام وګړيو ته كمې وي . ددې پر خلاف دا هم سمه ده، چې نثري ليكنې هم په خپله ژبۀ كې ارزښت لري او دا ارزښت تر يوه كچه په ژباړه كې له منځه ځي، خو موږ ټول دا احساسوو، چې د يو ناول د ژباړې د لوستلو پر وخت د هغه اهميت او ارزښت ډېر لږ ضايع كوو، خو د يو نظم د ژباړې پر وخت د هغه ارزښت تر ډېره ځايه پر ځاى شمېرلى شو او تر كومه ځايه، چې د كومې ساينسي ليكنې خبره ده موږ په ژباړه كې تقريباً هېڅ هم نه ضايع كوو او ټوله خبره كټه مټه بلې ژبې ته اوړي. اوس پاتې شوه دا خبره، چې شاعري د نثر په پرتله شوخ مقامي رنګ لري، نو ددې اندازه د يورپ د ژبو له تاريخ څخه څرګندېدى شي. له منځنۍ زمانې څخه واخله، لاتيني ژبه د څو سوو كلونو پورې د فلسفې، دينياتو او ساينس ژبه وه. په مختلفو قامونو كې په ادبي توګه د خپلې ژبې د كارولو تحريك له شاعرۍ څخه راپيل شوى دى. كه موږ ومنو، چې په شاعرۍ كار په بنسټيزه توګه د احساس او جذبې اظهار دى، نو دا خبره به بېخي فطري وي او دا چې احساس او جذبه ځانګړې وي، خو ددې پر خلاف خيال عام دى، په يوه بله ژبه كې فكر كول په هماغه ژبۀ كې د احساس كولو په پرتله نسبتاً اسان وي، ځكه چې د شاعرۍ په پرتله بل كوم هنر په دومره سخته قامي ځانګړتياوې نه شي خپلولاى. د يو قام څخه د هغه ژبه اخيستل كېداى شي، ګډوډېدى شي او په ښوونځيو كې يې ژبه په زوره سره ځاى نيوى شي، خو تر كومه چې دې قام ته په نوې ژبه كې د احساس چل ونه ښودل شي، د پخوانۍ ژبې بېخ نه ايستل كېږي او بېرته د شاعرۍ په واسطه ، چې د اظهار ذريعه ده څرګندېدى شي. ما تر اوسه په نوې ژبه كې د احساس يادونه كړې ده. له دې نه زما مقصد يواځې په نوې ژبه كې د احساساتو څرګندونه نه ده، بلكې تر دې ډېر پراخه دى. په هره دويمه ژبه كې چې يو خيال څرګندېدى شي، مګر تر كومه ځايه، چې د احساس يا جذبې خبره ده، دا له همدې ژبې سره تړلې وي او په بله ژبه كې په دومره ښه ډول نه شي بيانېدى.

د يوې دباندې ژبې زده كول لږ تر لږه ددې لپاره ضروري وي ، چې زموږ يو ډول ضمني شخصيت ته اړتيا پيدا كېږي او له خپلې ژبې سربېره د بلې ژبې د نه زده كړې سبب دا كېداى شي، چې موږ له ځانه بېلا بېل شخصيتونه جوړول نه غواړو، يوه ډېره لوړه ژبه تر هغې له منځه نه شي تلى، تر څو هغه خلك له منځه لاړ نه شي، چې پر نوموړې ژبه خبرې كوي. كله چې يوه ژبه تر بلې ډېر پرمختګ كوي، نو سبب يې دا كېداى شي، چې د پر مخ بيولو د اسانتيا لپاره ورسره داسې ګټې موجودې وي، چې له هغه بلې ژبې سره نه وي او نه يواځې د فكر، پراختيا، لطافت او اظهار په اعتبار يې د غير اصلاح شوې ژبې څخه غوره بللى شو، بلكې د احساس په لحاظ هم لوړه درجه لري.

دا ډول جذبه او احساس د يوه قوم په شريكه ژبه كې په بهتره توګه بيانېدى شي، يوه ژبه چې د يو قوم د ټولو ډلو او طبقو تر منځ شريكه وي، د هغې جوړښت، تال ، څپې، اواز او خبرې-اترې د هغ د شخصيت څرګندونه كوي، چې پر نوموړې ژبه خبرې كوي.

كله چې زه وايم، چې د نثر پر ځاى په شاعرۍ كې د جذبې او احساس څرګندونه كېږي، نو له دې نه زما مقصد دا نه وي، چې په شاعرۍ كې كوم ذهني مضمون يا مانا ته اړتيا نه وي. يا دا چې د ټيټې شاعرۍ په نسبت په لوړه شاعرۍ كې ورته لږ ځاى وركول كېدى شي، خو پر دې موضوع د نور بحث او تحقيق مانا به دا وي، چې له خپل فوري هدف څخه لرې ځم.

داسې ګڼم، چې تاسو ټولو زما سره دا خبره منلې، چې هر قام د خپو ژورو احساساتو اظهار د خپلې ژبې په شاعرۍ كې كوي او په نورو هنرونو او د نورو ژبو په شاعرۍ كې دا څيز نه شي موندلى، خو داسې هم نه ده، چې حقيقي شاعري يواځې تر احساساتو محدوده ده، چې هر شخص يې پېژني او پرې پوهېږي. موږ ته په كار دي، چې شاعري يواځې تر منل شوې شاعرۍ محدوده نه كړو.

دا خبره پوره ده، چې په ګډ يا مخلوط قام كې د نازك خيالو او جانبدارو (با رسوخه) خلكو احساسات او د ډېرو ساده ګانو او خامو (د پوهې په لحاظ) خلكو احساس په خپل منځ كې يو ګډ ارزښت لري او دا ارزښت د خپل قام په هغه خلكو كې نه شي موندلى، چې بدله ژبه وايي.

كله چې تهذيب روغ وي، نو له لوى شاعر سره د زده كړې په هر ه سطح د خپلو وطنوالو لپاره څه نا څه خامخا موجود وي.

موږ ويلى شو، چې د شاعر (د شاعر په حيث) فرايض په قام پورې تړلي وي. تر ټولو مخكې خو د هغه فرض خپله ژبه پورې اړه لري، يو خو دا چې هغه بايد خپله ژبه محفوظه وساتي او دويم دا چې پرمختګ وركړي. دا خبره ورته څرګنده كړي، چې د نورو خلكو احساسات څه دي. د هغوى شعور ته پراختيا وركړي او ا حساسات يې بدل كړي او د هغوى له احساساتو لوړ څيزونه ورزده كړي.

مګر هغه په ځانګړې توګه د نورو خلكو په پرتله ډېر باشعوره وي دا له نورو شاعرانو څخه ځانګړى وي او په شعوري ډول خپل لوستونكي له هغو احساساتو څخه خبروي، چې وړاندې ورسره نه وو مخ شوي. دا هغه توپير دى، چې يو حقيقي شاعر له لېوني يا بې كاره شاعر څخه بېلولاى شي. لومړى شاعر له ځان سره داسې احساسات لري او يا خپلو احساساتو ته هغه نوې بڼه وركوي، چې نور ورسره په كې شرېكېدى شي او د همدې احساساتو د بيان له لارې ژبه پر مخ بوځي، له هر اړخه يې پوره كوي او په ويې پانګه كې ډېروالى راولي.

له دويمې سره بيا هغه احساسات وي، چې يواځې په هغه پورې محدود وي او بل څوك ورسره پكې شرېكېدى نه شي، نو ځكه يې خبرې د قام لپاره كومه ګټه نه لري او بې كاره ورته ويلى شي.

د دوو قامونو تر منځ د احساساتو (هغه چې نه يې شو محسوسولاى) د توپير په هكله ما مخكې ډېر څه وويل او د هغه توپير د واضح كولو كوښښ مې هم كړى، چې دوه ژبې يې په خپل منځ كې لري، چې د هغې په واسطه ژبې جرړې شنې كوي او وده كوي.

مګر يواځې دا نه ده، چې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو كې خلك بېلابېلې تجربې په بېلابېلو طريقو سره سرته رسوي، بلكې د بېلو بېلو زمانو خلك له بېلابېلو تجربو سره مخ كېږي، په حقيقت كې لكه څنګه، چې زموږ شا و خوا دنيا ورځ په ورځ بدلېږي، همدا راز زموږ شعور او ادراك هم بدلېږي. د بېلګې په توګه اوس زموږ شعور او ادراك د چينايانو يا هندوانو په څېر نه دى، بلكې زموږ شعور او ادراك هاغسې هم نه دى، چې څو سوه كاله وړاندې زموږ د خپلو نيكونو و. زموږ د خپلو پلارانو او نيكونو غوندې هم نه دى، بلكې موږ په خپله هم هغه خلك نه يو، چې يو كال وړاندې و . په دې خو ټول پوهېږي ، خو پر دې نه يو خبر، چې موږ له همدې سببه شعر ويل نه شو بندولاى.

ډېر شمېر لوستي وګړي د خپل قام په لويو او سترو ليكوالانو فخر كوي سره له دې كه لوستي يې هم نه وي. دا بالكل هغسې تعبير لري، لكه هغوى چې د خپل قام په نورو امتيازاتو وياړي. په دې ليكوالانو كې ځينې دومره مهم وي، چې كله كله يې د خبرو حواله په سياسي تقريرونو كې هم راځي، خو ډېر شمېر په دې نه پوهېږي، چې يواځې دومره نه ده بس. اړتيا ددې خبره ده، چې په مسلسله توګه لوى شاعران راشي او كه داسې ونه شي، نو د دوى ژبه به د زوال په لور ګام واخلي . د دوى كلتور به زوال وكړي او ښايي په كوم زورور كلتور كې جذب يا محوه شي.

بله خبره د يادولو وړ داده، چې كه زموږ سره د خپلې زمانې ژوندى ادب نه وي، نو د ماضي له ادب نه به هم ورو، ورو پردي كېږو او كه دا سلسله همداسې را روانه پاتې نه شي، نو موږ د ماضي ادب نه همداسې لرې كېږو، تر څو هغه راته لكه د يو بل قام د ادب غوندې پردى ښكاره شي او ددې علت دا دى، چې زموږ ژبه وخت پر وخت بدلېږي. زموږ د ژوند طريقې او تګ لوري بدلېږي. زموږ چاپيريال د راز، راز مادي بدلونونو د اغېزې له كبله بدلېږي او تر هغه وخته، چې زموږ سره څو داسې كسان نه وي موجود، چې خپل غير عادي ادراك او شعور د خپل هغه غير عادي قدرت په واسطه، په الفاظو كې ونه نغاړي، چې لري يې نو په داسې حال كې نه يواځې زموږ د څرګندونې استعداد له منځه لاړ شي، بلكې د هغو احساساتو استعداد او صلاحيت به هم وبايلو، چې لا پاخه نه دي.

دا چې يو شاعر ډېر لوستونكي يا اورېدونكي لري او كه لږ دومره مهمه خبره نه ده، بلكې مهمه خبره داده، چې د هغه د لوستونكيو او اورېدونكيو لږ تر لږه يو وړوكى شمېر په هره زمانه كې ضروري دى. ما چې كومې خبرې كړي د هغې مطلب دا دى، چې د شاعر اهميت د خپلې زمانې لپاره وي، يا دا چې د مرحومو شاعرانو اهميت زموږ لپاره پاى ته رسېدلى. كه زموږ سره په مسلسله توګه ژوندي شاعران نه وي موجود، زه په ځانګړې توګه پر خپله لومړۍ خبره زور اچوم او وايم، چې كه يو شاعر په ډېره بيړه او ګړنديتوب سره د خپلو اورېدونكيو يو ډېر شمېر ځان ته جلب كوي، نو دا خبره پخپله د مشكوكو يا شكمنو حالاتو په لور يوه اشاره ده. مطلب دا، چې موږ ته دا وېره پيدا كېږي، چې نوموړى شاعر خلكو ته كوم نوى څيز نه وړاندې كوي، بلكې هغه څيز وركوي، چې هغوى ورسره عادي دي او د مخكنيو يا وړاندينيو نسلونو شاعرانو ورته وركړي دي، خو دا خبره هم د اهميت وړ ده، چې د شاعر لپاره په خپله زمانه كې لږ ډېر اورېدونكي پكار دي. د دا ډول خلكو هره لومړۍ او لږه ډله بايد داسې وي، چې په شاعرۍ مينه وي، چې ازادانه خپله رايه هم څرګنده كړاى شي او د خپلې زمانې په پرتله لږه پر مخ تللې هم وي او يا د نوښت او ندرت د جذبولو استعداد ولري. د كلتور له ودې څخه دا مطلب نه دى، چې هر څوك دې ميدان ته راووځي، ددې مانا خو به دا شي، چې هر څوك له خپل ځان سره په زوره تګ ته مجبور كړاى شي يا څوك د خپلو پلونو په نښو مخكې بوځي.

ددې مانا دا شوه، چې په هره زمانه كې داسې څو منل شوي او غوره كړى شوي خلك ضروري دي، چې د خلكو او لوستونكيو يوه سرګرمه (ځانګړې) ټولګه ورسره وي. داسې چې په ذهني ډول لږ تر لږه ترنيم نسله ډېره وروسته نه وي.

د ادراك او شعور هغه پرمختګونه او بدلونونه، چې لومړى له څو محدودو كسانو سره وي، ورو ورو په ژبه كې ننوځي او وروسته د هغې د اغېزې په نتيجه كې په نورو خلكو كې هم پېدا كېږي او څرګندېږي او په ډېره چټكۍ سره تر منل شويو ليكوالانو رارسېږي.

كله چې دا بدلونونه په ښه ډول ځاى ونيسي، نو بيا د يوې نوې لارې اړتيا پېدا كېږي . سربېره پر دې د ژوند يو ليكوالانو په واسطه مړه ليكوالان ژوندي كېږي.

د شكسپير په څېر شاعر انګرېزي ژبه په سختۍ سره اغېزمنه كړې ده او دا اغېزه له هغه څخه سمدستي وروسته نسل نه ده خپره كړې، ځكه له سترو ليكوالانو او شاعرانو سره داسې اړخ وي، چې سمدستي يې څوك نه شي ليدل او په پېړيو وروسته شاعران ترې اغېزې اخلي او ژوندۍ ژبه په مسلسله توګه اغېزمنه كوي. كه په حقيقت كې دانګرېزۍ ژبې كوم شاعر دا زده كول غواړي، چې هغه توري او كلمات څنګه استعمال كړي، نو د هغو كسانو ژوره مطالعه دې وكړي، چې په خپله زمانه كې يې كلمات په بهترينه توګه كارولي وو او ژبې ته يې بېخي نوې بڼه وركړې وه.

تر اوسه ما دې خبرې ته اشاره كړې ده، چې زما په فكر يې اغېزه پر شاعرۍ پرېوځي او دا هم ويل كېږي، چې څه موده وروسته يې اغېزه پر ورځنۍ ژبه هم پرېوځي او په ادراك او شعور كې توپير راولي. د ټولنې پر ټولو وګړيو او د هغو پر ژوند، په ټولو ډلو او ټول قوم كې شاعري لولي او خوند ترې اخلي او كه نه اغېز غورځوي.

په حقيقت كې د شاعرۍ اغېزې تر يوې كچې غځېدلې وي، دا اغېزې ډېرې مستقيمې وي او ثابتول يې ګران دي. ددې مثال بېخي داسې دى، لكه په پاك او روڼ اسمان كې، چې د كومې الوتكې يا مرغۍ نظري تعاقب وشي (وڅارل شي) كه تاسو ورته له هغه وخت نه كتل، چې ستاسو په وړاندې وه، نو تر ډېرې لرې فاصلې پورې به يې وليدى شئ او هغه څوك به له ليدلو قاصر پاتې شي، چې تاسو يې ورته د لاس په اشاره ښيئ همدغه راز كه تاسو د شاعرۍ اغېزه د نورو په سترګو ګورئ، نو په هغو لوستونكيو كې بۀ هم، چې شاعري اغېزه پرې كوي او په هغو كې به هم، چې له شاعرۍ سره كوم لرې تړاو هم نه لري دا اغېزه ورڅرګنده شي. لږ تر لږه په هغه وخت كې، چې قامي كلتور ژوندى او سالم وي دا اغېزه خو به هرومرو وويني، ځكه چې په يوه سالمه ټولنه كې په مسلسله توګه پر يوه برخه د بلې برخې اغېزه پرېوځي او دا هغه څيز دى، چې په پراخه مانا كې ورته زه د شاعرۍ د ټولنيز رول نوم وركوم او، چې د خپل علويت (لوړتيا) زور او اغېزې په تناسب سره د ټول قام خبرې-اترې او شعور او ادراك اغېزمن كوي.

تاسو ته دا سوچ كول پكار دي، چې زما مطلب دا دى، چې هغه ژبه چې موږ خبرې پرې كوو، ددې خصوصيت په نظر كې ساتلو سره د شاعر لخوا ټاكلى شي. د كلتور چوكاټ تر دې لا پراخه، اړخ لرونكى او كړكېچن دى. دا خبره هم په حقيقت كې پر خپل ځاى سمه ده، چې زموږ د شاعرۍ د ښه والي بنسټ پر دې خبره ولاړ دى، چې ددې ژبې ويونكي هغه څه ډول كاروي، ځكه د يو شاعر لپاره په كار دي، چې هغه ژبه د موادو په ډول هغسې وكاروي، څنګه چې د هغه په شا و خوا كې ويلى كېږي او كه هغه يې ښكلې كوي، نو دا به ورته ګټور ثابت شي او كه ژبه د زوال پر لور ګام اخلي ، نو پكار ده، چې په بهتره توګه يې وكاروي، شاعري تر يوې كچې د يوې ژبې ښكلا محفوظه ساتي، نه يواځې محفوظوي يې، بلكې خپل اصلي حالت ته يې راګرځوي. د بيا پرمختګ او ودې په لاره كې ورسره مرسته كولى شي او په كړكيچنو حالاتو كې د لوړ او موزون اظهار ذريعه ګرځولى شي او د نوي ژوند د بدلېدونكيو هدفونو لپاره د څرګندونې اهليت وركوي او دا كار بېخي هغسې كېږي، څنګه چې په خپله زمانه كې شوى و، خو د شاعرۍ د با رسوخه ټولنيز شخصيت يا نورو عناصرو غوندې، چې موږ ورته د كلتور نوم وركوو، په ډېرو داسې حالاتو او عواملو پورې منحصر ده، چې د خپلې ولكې نه يې دباندې وي.

دا خبره ماته د ډېرو عامو ضمني خيالاتو لار خلاصوي، ددې خبرې په سلسله كې تر اوسه ما ټول زور د شاعرۍ په قامي او ځايي رول اچولى دى، خو اوس يې ځانګړي كول غواړم. زه پر تاسو دا خبره تحميلول نه غواړم، چې د شاعرۍ رول يا دنده د يوه قام بېلول له بل قام څخه دي، ځكه زه دا خبره نه منم، چې كه د يورپ بېلابېل قامونه او كلچر يې يو له بل جلا شي له منځه به لاړ شي، بې له شكه په ماضي كې داسې اعلى او لوړ تهذيبونه شته، چې لوړ هنر فلسفه او ادب يې منځ ته راوړى دى او يو له بله جلا يې وده كړې. د دوى په هكله زه په يقيني توګه كومه خبره نه شم كولاى، ځكه امكان لري، چې په دوى كې ډېر داسې تهذيبونه وي، چې په ښكاره خو بېل او جلا معلومېږي، ليكن په اصل كې بېل نه وي. د يورپ په تاريخ كې دا خبره نه شته، ځكه چې حتى پخواني يونان د مصرمنت بار دى او لږ ډېر د نورو اسيايي ملكونو هم. د يونان په رياستونو كې د بېلابېلو ژبو او ادب او ويونو سره په خپل منځي اړيكيو كې ورته والى ښكاري، دا اغېزه او ورته والى كټ مټ هاغسې دى، لكه د يورپ د يو ملك اغېزه، چې پر بل ملك ده، خو د يورپ د ادب له تاريخ څخه دا خبره نه څرګندېږي، چې په مسلسله توګه يې د راكړې وركړې يوه سلسله جاري ساتلې او د هر يوه وار چې راغلى، نو وخت پر وخت يې د دباندنيو اغېزو څخه نوى قوت او قدرت لاس ته راوړى دى. د يو كلتور د ژوندي پاتې كېدو راز له نورو كلتورونو سره په ابلاغ كې نغښتى دى، خو كه د يورپ د وحدت لپاره د كلتورونو بېلېدل يو خطر دى، نو بېخي د كلتورونو يووالى هم د لوى خطر غوندې دى، چې ورته والى په كې پيدا كېږي. رنګارنګي هم هغومره ضروري ده، څومره چې ورته والى او يووالى ضروري دى. د بېلګې په توګه د محدودو مقاصدو په نظر كې نيولو سره د بين المللي يا عالمګير لنګو افرينګا په سلسله كې د ايس پرانټو (Esperanto) يا بيسك انګلش (Basic English) نوم اخيستل كېږي او ډېر يې په موافقت او تاييد كې خبرې كوي او رايې وركوي، خو كه دا فرض كړو، چې په ټوله دنيا كې د ټولو قامونو تر منځ د ابلاغ ذريعه دا مصنوعي ژبه وګرځي، نو څومره بې تړاوه او بې ثباته خبره به وي. په داسې صورت كې غالباً داسې كېږي، چې ژبه خپل مقاصد په ځينو معاملاتو كې سرته ورسوي، خو په نورو معاملاتو كې به د ابلاغ له بشپړ نشتوالي سره مخ شي. شاعري ددې ټولو څيزونو لپاره د بشپړې خبرتيا يا (يادونې) حيثيت لري ، چې يواځې په يوه ژبۀ كې ادا كېدى شي او د ترجمې وړتيا نه لري. د يو قام روحاني ابلاغ له بل قام سره بې له داسې وګړيو امكان نه لري، چې لږ تر لږه د يوې بلې ژبې د زده كولو زيار يې ګاللى وي او لږ ډېر ددې وړ وي ، چې له خپلې ژبې سره، سره په بله ژبۀ كې هم احساس وكړى شي.

دغه راز كه څوك بل قوم پوهول غواړي، نو پكار ده، چې د خپل قام هغه وګړي هم وپوهوي، چې يواځې د خپلې ژبې د زده كولو زيار يې ګاللى وي.

په ضمن كې زه دا هم بايد عرض كړم ، چې د بل قام د شاعرۍ مطالعه هم په ځانګړې توګه ګټوره ده . ما دا خبره مخكې كړې ده، چې د هر قام د شاعرۍ خپلې ځانګړتياوې وي، چې يواځې د هماغې ژبې خلك يې پېژني. ليكن ددې خبرې يو بل مخ هم شته دى ، ما ځينې وخت د يوې داسې ژبې د لوستلو پر وخت، چې ښه پرې نه پوهېږم، احساس كړى، چې تر هغې يې زه د نثر په يوه ټوټه نه پوهېږم، تر څو چې د ښوونځي د ښوونكي په معيار يې ونه لولم، زما مطلب دا دى، چې پر هغې د پوهېدلو لپاره لومړى ماته د هرې كلمې او لفظ په مانا باور كول پكار دي. د هغې د صرف و نحوې ضرورت راته پيدا شوى، تر دا ټولو مرحلو وروسته زه د نثر د هغې ټوټې په انګرېزېي پوه شوى يم.

خو ځينې وخت ما احساس كړى، چې د شاعرۍ د يوې برخې د لوستلو پر وخت، چې په ترجمه يې نه يم بريالى شوى او زما لپاره په كې ډېر نا اشنا كلمات او داسې جملې شته، چې زه پرې نه پوهېږم داسې واضح او ناڅاپي خيال يا تاثر مې احساس كړى، چې نه يواځې ځانګړى وي، بلكې په انګرېزۍ كې يې ما بېلګه نه ده ليدلې، په هغې كې ما يو داسې څيز ليدلى، چې په الفاظو كې يې بيانولى نه شم، خو بيا مې هم احساس كړى، چې زه پرې پوه شوى يم او كله مې چې نوموړې ژبه ښه زده كړې او بيا مې هغه برخه سولتې، نو راته څرګنده شوې، چې ما دوكه نه ده خوړلې او دا تاثر مې صحيح و (زه پرې پوه شوى يم) هغه څه داسې څيز نه و، چې ما ورته په غلطۍ سره شاعري ويلې، بلكې په حقيقت كې هاغ څيز په كې و، چې ما يې احساس كړى و. د شاعرۍ مطالعه او لوستل داسې وي، چې كله كله تاسو بې له پاسپورټ او ټكټه بل وطن ته بوتلى شي.

د بېلا بېلو ژبو خو ورته كلتور لرونكيو هېوادونو تر منځ د يورپ په حدودو كې يوه داسې پوښتنه ده، چې پر خلاف ورته راشو، ددې خبرې له پر مخ بېولو څخه زما مطلب او اراده نور سياسي سوالونه مطرح كول نه دي، ليكن زما مطلب او ارزو داده، چې هغه خلك چې په سياسي مسايلو غور او څېړنې كوي، كله كله بايد دې خوا ته هم پاملرنه وكړي، چې په دې مقاله كې يې هم ما يادونه كړې ده. په داسې كولو په دې مسايلو كې (چې مادي اړخ يې له سياست سره تړاو لري) روحاني اړخ هم پيدا شي. تر كومه چې زما خبر ده، نو دا يواځې له ژونديو څيزونو سره تړاو لري، چې د ودې او نمو لپاره خپل قانون او اصول لري، چې همېشه او تل معقول او مدلل نه ښكاري، خو عقل يې مني. دا داسې څيزونه دي، چې نه ورته پلان جوړېدى شي او نه د كوم قانون لاندې راتلى شي. ددې مثال بېخي داسې دى لكه هوا، باران او موسم چې څوك د نظم و نسق او قاعدې او پلان لاندې په خپل تصرف كې نه شي راوستى.

اوس په پاى كې زه ددې خبرې په منلو حق په جانب يم، چې د شاعر ژبه د ويونكيو لپاره د شاعرۍ يو ټولنيز رول دى، كه هغه خلك شاعر پېژني او كه نه، ددې خبرې نه دا پايله راوځي، چې د يورپ د هر قام لپاره پكار ده، چې شاعري جاري وساتي. زه نارويژي شاعري نه شم لوستى، خو كه څوك راته ووايي ، چې په نارويژي ژبه كې اوس شاعري نه كېږي، نو زه به دا لوى خطر وګڼم او ذهناً به سخت پرېشانه شم او زما دا پرېشاني به د بې توله همدردۍ نه ډېر اهميت ولري. زه به دا د يو داسې رنځ عامل وګڼم ،چې ورو ورو به په ټول يورپ كې خور شي او دا به د يو داسې زوال پيل وي، چې مطلب به يې په هر ځاى كې خلك د تهذيبي جذبو له اظهاره بې برخې كول وي. ددې خبرې د واقع كېدو امكان شته.

د مذهبي عقيدې د زوال په اړه خو پر هر ځاى كې ډېر څه ويل شوي دي. د نوي وخت رنځ دا نه دى، چې د خداى او انسان په اړه پر ځينو تصوراتو ايمان له منځه تللى، پر كومو تصوراتو، چې زموږ نيكونو ايمان درلود، بلكې اصلي خبره داده، چې دې وخت د خداى پاك او بنده په اړه د احساس صلاحيت او وړتيا له لاسه وركړې ده او دا وړتيا او صلاحيت زموږ په نيكونو كې موجود ه وه.

يوه داسې عقيده، چې تاسو باور پرې بايللى، داسې څيز دى ، چې تاسو تر يوې كچې پرې پوهېږئ، مګر كله چې مذهبي احساسات له منځه لاړ شي، نو هغه الفاظ چې د هغې په مرسته انسان ددې ډول احساساتو څرګندونه كوله بې مانا كېږي دا خبره سمه ده، چې مذهبي احساسات په هر هېواد او وخت كې توپير پيدا كوي، بېخې هغسې لكه شاعرانه احساسات، چې توپير پيدا كوي. احساس بدلېږي، سره له دې چې نظريه ساو عقيده په خپل حال پاتې شي. خو دا د انساني ژوند يو لازمي شرط دى. زه چې له كومې خبرې وېرېږم د هغې نوم مرګ دى، په داسې حال كې دا هم امكان لري، چې د شاعرۍ لپاره احساسات هغه احساسات، چې د موادو حيثيت يې لري، له هر ځايه ورك او غايب شي، مګر هو! له دې نه به دا ګټه پورته شي ، چې په نړۍ كې د يووالي هغه اسانتيا پيدا شي، چې ځينې خلك به يې يواځې د يووالي لپاره غوره ګڼي او خوښوي يې.

زينب سالك

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب