د شرابو په وسيله تداوي کول؟
آيا شراب خمر دوا (دارو) دي او که زهر؟ په دې هکله رسول اللهﷺ دارنګه فرمايې:
١ – ترجمه: له حضرت وايل رضی الله عنه څخه روايت دى چې طارق بن سوبد رضی الله عنه د رسول اللهﷺ څخه پوښتنه وکړه د شرابو په هکله هغهﷺ ورته وفرمايل : شراب دواء نه ده بلکې ناروغي او مرض دى . (ترمذي ٢٠٤٧ حديث، مسلم ١٩٨٤ حديث، ابو داؤد ٣٨٧٣ حديث) .
٢ – ترجمه: له حضرت ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ منع کړې له خبيثې (نجسې) او بدې دوا څخه يعنې د زهري دواء څخه . (ابو داؤد ٣٨٧٠حديث، ترمذي ٢٠٤٦حديث، ابن ماجه ٣٤٥٩حديث).
٣ – له حضرت ابو درداء رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل: اللهﷻ هم مرض او هم دواء پيدا کړې او د هر مرض لپاره يي دواء پيدا کړې پس تاسې د خپلو ناروغيو تداوي او علاج وکړئ او په حرامو شيانو خپل علاج مه کوئ. (ابو داؤد)
٤ – ترجمه: له رسول اللهﷺ څخه روايت شوې چې هغهﷺ وفرمايل:
اللهﷻ چې کله شراب (خمر) حرام کړل نو د هغې څخه يي ګټه او نفع سلب کړه . ( ثعلبي ٢ج-٣٦ص).
٥ – ترجمه: اى د ايمان خاوندانو! شراب، جواري (قمار) بتان او د بوتانو غشي نجس او د شيطان عمل دى تاسې د هغې څخه ځان وساتئ نو تاسې به کامياب شئ. (المائده -٩٠).
٦ – ترجمه: له حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهﷺ وفرمايل:
اللهﷻ ستاسې لپاره په حرامو شيانو کې شفاء نه ده ايښې (په حرامو شيانو کې شفاء نشته)(بخاري کتاب الطب)
٧ – علامه ابن القيم په خپل کتاب طب نبوي دارنګه فرمايي .
((په حرامو شيانو باندې علاج کول د عقل او شريعت له نظره بد کار دى ، شرعي لحاظ مونږ د رسول اللهﷺ احاديث وړاندې کړل او په عقلي لحاظ دا دلايل وړاندې کيږي :
کوم شيان چې د انسان لپاره ګټور او مفيد نه وي نو په مضر او زيان رسوونکي شي باندې علاج هم نه کيږي ، په محمدي امت باندې چې کوم شيان حرام شوي هغه شيان تاواني او مضر دي او دحراموالي علت يې د مسلمانانو ساتنه او حفاظت د مضرو شيانو څخه دى . خو له بلې خواڅخه ناروغي ورسره پيداکيږي چې هغه به د دې څخه خطرناکې وي ، هره دوا په طبيعت کې يو اثر پيداکوي او حرام شى د دواء په حيث استعمالول هم په انساني طبيعت کې خباثت پيداکوي. څرنګه چې شراب دواء نه ده بلکې ناروغي ده نو بيا په شرابو باندې علاج کول غلط دي ، بله دا چې د مسلمان کرکه او نفرت د حرامو سره وي او کله چې د يو شي سره د انسان نفرت او کرکه وي نوبيا په هغې باندې علاج کول هم اثر نه کوي . (طب نبوي-٣٠٠ص)