د شخصي موخو له پاره د شرکت د ملکیت استعمالول (فتوی)

سرچینه: اسلام آنلاین

پوښتنه: اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
د شخصي مقاصدو په موخه د دولتي موټرونو د استعمال حکم څه دی؟
جزاکم الله الخیر

ځواب مفتي:

وعلیکم سلام ورحمته الله وبرکاته
د لوی او مهربان خدای په پاک او سپیڅلي نامه
الحمد و الشکر لله رب العلمین و الصلاة و السلام علی سید المرسلین.
ګرانه وروره، ستاسو د په زړه پوري سوال منندوی یم!
لوی او مهربانی خدای دې زموږ سره مرسته وکړی او پر موږ دې ورحمیږي تر څو د اسلام د لارښوونو پیروي وکړو.
عامه شتمنیو او ملکیتونو ته په اسلام کې په ډيره لوړه سطحه کتل کیږي او د دوی د ساتنې ته په درانه سترګه کتل کیږي.
په قران الکریم او سنتو کې د ټول ګټو شتمنیو او ملکیتونو باندې د تجاوز او تیري په هکله ښکاره او شدید اخطارونه شته دي، دا موضوع نه ده مطرح چې د ټول ګټو ملکیتونو په یوه ډیره کوچنی برخه تجاوز وشي او که په لویه برخه خو د ټولو د تجاوز او تیري حکم یو شان دی.
د دولتي موټرونو یا د نورو دولتي وسایلو او وسایطو لکه د فوتوکاپۍ ماشین، پرینټر او د داسې نور تجهیزاتو استعمال د خپلو شخصي موخو له پاره حرام دی. ځکه چې دا تجهزات او وسایط باید د عامه ګټو په موخه استعمال شي.
که چیرې یو فرد نر وی او یا ښځه د خپلو احتیاجاتو د رفع کولو په موخه دا دولتي تجهیزات او وسایط استعمالوي نو دا د ټولو خلکو په مقابل کې یو ډول تیری او تجاوز دی.
که چیری بعضې اجناس او تجهیزات په ټولو مسلمانانو پورې اړه ولري نو د هغو اجناسو او تجهیزاتو استعمال د ځان په موخه حرام دی او یو کس نه شي کولای چې نوموړي اجناس او وسایط د خپلو احتیاجانو د رفع کولو په موخه استعمال کړي.
د دې خبرې ثبوت دا دی چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه کس چې د کفارو سره په جګړی کې ېې غنیمت نیولی وو نو هغه کس یې د ځان په ګټه د غنیمت مال د استعمال څخه منع کړ. ځکه چې دا د غنیمت مال یو عامه ملکیت او شتمني ده.
که چیرې یو څوک خلک وګوري چې دولتي تجهیزات یا موټر د خپلو احتیاجاتو د رفع کولو په موخه استعمالوي نو هغه کس باید نوموړي شخص ته د نه استعمال سپارښتنه وکړي او دوی ته د داسې تجهیزاتو د استعمال حراموالی تشریح کړي چې د دا ډول اجناسو استعمال د لوی خدای لخوا حرام کړای شوی دی، نه دا چې دی هم شروع پرې وکړي.
که چیرې الله دوی ته هدایت نصیب کړي نو مطلوبه پایله لاسته راغله او که چیرې دوی په ترسره شوې سپارښتنه عمل ونکړي او د پخوا په شان اعمال تکراروي نو یو څوک باید په اړونده موضوع باندې راپور ورکړي او د داسې کسانو قضیه باید محکمې ته وړاندې کړای شي تر څو د یوې خوا یې خپله فریضه ادا کړې وي او د بلې خوا د داسې اعمالو مخنیوی شوی وي. په همدای ډول د داسې ډول راپور ترسره کول به د نوموړی کس سره په دینداری، تقوی او رښتینوالۍ کې مرسته وکړي او دا ډول عمل ترسره کول د تقوی او رښتینوالۍ د ټینګوالي د مرستې له ډولونو څخه یو ډول دی.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: د خپل ورور سره مرسته وکړﺉ، که هغه ظالم وي او که مظلوم.
ناستو اصحابو کرامو وفرمایل: ای د خدای رسوله! موږ پوهیږو چې د مظلوم مرسته څنګه وکړو،خو پدې نه پوهیږو چې د ظالم مرسته څنګه وکړو. د خدای رسول وفرمایل: هغه د ظلم څخه منع کړئ، دا هغه څه دي چې تاسو کولای شی د هغه سره مرسته وکړئ. بخاری شریف

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب