د سپوږمۍ مرحلې

آیا فکر مو کړی دی چې سپوږمۍ تل خپله بڼه بدلوي؟ پيل يې د يوې نرۍ مياشتې په بڼه وي چې هره شپه لويږي تر دې چې په آسمان کې د يوه روڼ غونډاري بڼه غوره کوي. کوم علت موږ ته دا تصور راکوي چې سپوږمۍ شکل بدلوي؟

د لمر برخلاف چې وړانګې خپروي، سپوږمۍ خپله رڼا نه لري. هغه رڼا چې موږ يې په سپوږمۍ کې وينو اصلا د لمر د وړانګو له بيا خپرولو او يا انعکاس څخه رامنځته کيږي. لمر د سپوږمۍ يوازې يو مخ روښانه کوي.  کله چې سپوږمۍ د ځمکې چاپيره مدار کوي موږ يې لمر ته د مخامخې خوا بيلابيلې برخې وينو. موږ دې تغيراتو ته د سپوږمۍ مرحلې وايو. د ځمکې چاپيره د سپوږمۍ يو بشپړ مدار ۲۷.۳ ورځې بر ته نيسي.

د نوې میاشتې پر مهال موږ سپوږمۍ نشو ليدلی ځکه چې د لمر او د ځمکې تر منځ موقيعيت لري، په دې معنی چې لمر ته مخامخ مخ يې له ځمکې څخه نه ښکاري. کله چې لمر او سپوږمۍ د ځمکې پر مخالف اړخ پراته وي، موږ يوه بشپړه سپوږمۍ وينو، ځکه چې موږ لمر ته مخامخ د سپوږمۍ ټول مخ په بشپړه توګه ليدلی شو. د سپوږمۍ لپاره د ځمکې چاپيره نيمه دوره، چې پر نوې میاشت پيليږي او پر بشپړه سپوږمۍ [بدر] ختميږي، دوه اونۍ بر ته نیسي. کله چې سپوږمۍ پر غټيدو پیل وکړي نو وايو چې سپوږمۍ استحاله کوي او يا در بدر پر لور ځي. د سپوږمۍ تر بشپړيدو وروسته بيرته په کوچني کيد پیل کوي څو چې بيا نوې مياشتې ته ورسيږي.

د نوې میاشتې يو څو ورځې چې تيرې شي، مياشت يو ځل بيا په غټيدو پیل کوي.

کله چې د ځمکې چاپیره د خپل مدار ۴/۱ برخه ووهي، موږ د سپوږمۍ ۲/۱ برخه وينو. موږ دې ته لومړۍ ربعه وايو.

کله چې چاپیره خپل مدار نيمايي کړي بيا بشپړه سپوږمۍ وينو.

کله چې د ځمکې چاپیره مدار ۴/۳ برخه ووهي، موږ نيمايي سپوږمۍ وينو. دا يې درېيمه ربعه ده.

بيا د میاشتې په بڼه مخ په کوچني کيدو پیل کوي.

کله چې د مدار دوره پای ته ورسيږي، مياشت له سره نوې کيږي.

فعالیتونه

لومړی فعالیت: څه موږ زده کړل؟

لاندې خالي ځايونه په اړوندو کليمو ډک کړئ خو متن مه ګورئ.

  1. د سپوږمۍ رڼا له لمر څخه ……………… کيږي.
  2. لمر د سپوږمۍ ………………..روښانه کوي.
  3. کله چې سپوږمۍ د ځمکې چاپیره ……………….وهي، موږ يې لمر ته د مخاخ مخ بيلابيلې برخې وينو.
  4. هغه بدلونونه چې موږ يې په سپوږمۍ کې وينو د سپوږمۍ د ……………….. په نامه يادوو.
  5. کله چې سپوږمۍ ………………. شي موږ يې نه وينو.
  6. کله چې لمر او سپوږمۍ د ځمکې پر مخالف اړخ پراته وي، موږ ………………….وينو.
  7. کله چې سپوږمۍ په غټيدو پیل وکړي، موږ يې وينو چې……………….. کوي.
  8. د بشپړې سپوږمۍ وروسته، سپوږمۍ پر ……………….. پیل کوي، تر دې چې بيا په نوې میاشت بدليږي.

دويم فعالیت: راځئ چې مرحلو ته وګورو.

کولی شئ معلوم کړئ چې سپوږمۍ په دې موقيعيتونو کې له ځمکې څخه څه ډول ښکاري؟

د سپوږمۍ هغه برخې چې ګومان کوئ په سيوري کې به وي، په تور رنګ په نښه کړئ. [اشاره: د مياشتې ښکرونه تل د ځمکې په مخالف جهت وي]

 د ځوابونو پاڼه

لومړی فعالیت: څه موږ زده کړل؟

لاندې خالي ځايونه په اړوندو کليمو ډک کړئ خو متن مه ګورئ.

  1. د سپوږمۍ رڼا له لمر څخه منعکس کيږي.
  2. لمر د سپوږمۍ يو مخ روښانه کوي.
  3. کله چې سپوږمۍ د ځمکې چاپیره مدار وهي، موږ يې لمر ته د مخاخ مخ بيلابيلې برخې وينو.
  4. هغه بدلونونه چې موږ يې په سپوږمۍ کې وينو د سپوږمۍ د مرحلو په نامه يادوو.
  5. کله چې سپوږمۍ نوې شي موږ يې نه وينو.
  6. کله چې لمر او سپوږمۍ د ځمکې پر مخالف اړخ پراته وي، موږ بدر [بشپړه سپوږمۍ] وينو.
  7. کله چې سپوږمۍ په غټيدو پیل وکړي، موږ يې وينو چې استحاله کوي.
  8. د بشپړې سپوږمۍ وروسته، سپوږمۍ پر کوچني کيدو پیل کوي، تر دې چې بيا په نوې میاشت بدليږي.

درخت دانش څخه په مننې.

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب