د سپوږمۍ مرحلې
آیا فکر مو کړی دی چې سپوږمۍ تل خپله بڼه بدلوي؟ پيل يې د يوې نرۍ مياشتې په بڼه وي چې هره شپه لويږي تر دې چې په آسمان کې د يوه روڼ غونډاري بڼه غوره کوي. کوم علت موږ ته دا تصور راکوي چې سپوږمۍ شکل بدلوي؟
د لمر برخلاف چې وړانګې خپروي، سپوږمۍ خپله رڼا نه لري. هغه رڼا چې موږ يې په سپوږمۍ کې وينو اصلا د لمر د وړانګو له بيا خپرولو او يا انعکاس څخه رامنځته کيږي. لمر د سپوږمۍ يوازې يو مخ روښانه کوي. کله چې سپوږمۍ د ځمکې چاپيره مدار کوي موږ يې لمر ته د مخامخې خوا بيلابيلې برخې وينو. موږ دې تغيراتو ته د سپوږمۍ مرحلې وايو. د ځمکې چاپيره د سپوږمۍ يو بشپړ مدار ۲۷.۳ ورځې بر ته نيسي.
د نوې میاشتې پر مهال موږ سپوږمۍ نشو ليدلی ځکه چې د لمر او د ځمکې تر منځ موقيعيت لري، په دې معنی چې لمر ته مخامخ مخ يې له ځمکې څخه نه ښکاري. کله چې لمر او سپوږمۍ د ځمکې پر مخالف اړخ پراته وي، موږ يوه بشپړه سپوږمۍ وينو، ځکه چې موږ لمر ته مخامخ د سپوږمۍ ټول مخ په بشپړه توګه ليدلی شو. د سپوږمۍ لپاره د ځمکې چاپيره نيمه دوره، چې پر نوې میاشت پيليږي او پر بشپړه سپوږمۍ [بدر] ختميږي، دوه اونۍ بر ته نیسي. کله چې سپوږمۍ پر غټيدو پیل وکړي نو وايو چې سپوږمۍ استحاله کوي او يا در بدر پر لور ځي. د سپوږمۍ تر بشپړيدو وروسته بيرته په کوچني کيد پیل کوي څو چې بيا نوې مياشتې ته ورسيږي.
د نوې میاشتې يو څو ورځې چې تيرې شي، مياشت يو ځل بيا په غټيدو پیل کوي.
کله چې د ځمکې چاپیره د خپل مدار ۴/۱ برخه ووهي، موږ د سپوږمۍ ۲/۱ برخه وينو. موږ دې ته لومړۍ ربعه وايو.
کله چې چاپیره خپل مدار نيمايي کړي بيا بشپړه سپوږمۍ وينو.
کله چې د ځمکې چاپیره مدار ۴/۳ برخه ووهي، موږ نيمايي سپوږمۍ وينو. دا يې درېيمه ربعه ده.
بيا د میاشتې په بڼه مخ په کوچني کيدو پیل کوي.
کله چې د مدار دوره پای ته ورسيږي، مياشت له سره نوې کيږي.
فعالیتونه
لومړی فعالیت: څه موږ زده کړل؟
لاندې خالي ځايونه په اړوندو کليمو ډک کړئ خو متن مه ګورئ.
- د سپوږمۍ رڼا له لمر څخه ……………… کيږي.
- لمر د سپوږمۍ ………………..روښانه کوي.
- کله چې سپوږمۍ د ځمکې چاپیره ……………….وهي، موږ يې لمر ته د مخاخ مخ بيلابيلې برخې وينو.
- هغه بدلونونه چې موږ يې په سپوږمۍ کې وينو د سپوږمۍ د ……………….. په نامه يادوو.
- کله چې سپوږمۍ ………………. شي موږ يې نه وينو.
- کله چې لمر او سپوږمۍ د ځمکې پر مخالف اړخ پراته وي، موږ ………………….وينو.
- کله چې سپوږمۍ په غټيدو پیل وکړي، موږ يې وينو چې……………….. کوي.
- د بشپړې سپوږمۍ وروسته، سپوږمۍ پر ……………….. پیل کوي، تر دې چې بيا په نوې میاشت بدليږي.
دويم فعالیت: راځئ چې مرحلو ته وګورو.
کولی شئ معلوم کړئ چې سپوږمۍ په دې موقيعيتونو کې له ځمکې څخه څه ډول ښکاري؟
د سپوږمۍ هغه برخې چې ګومان کوئ په سيوري کې به وي، په تور رنګ په نښه کړئ. [اشاره: د مياشتې ښکرونه تل د ځمکې په مخالف جهت وي]
د ځوابونو پاڼه
لومړی فعالیت: څه موږ زده کړل؟
لاندې خالي ځايونه په اړوندو کليمو ډک کړئ خو متن مه ګورئ.
- د سپوږمۍ رڼا له لمر څخه منعکس کيږي.
- لمر د سپوږمۍ يو مخ روښانه کوي.
- کله چې سپوږمۍ د ځمکې چاپیره مدار وهي، موږ يې لمر ته د مخاخ مخ بيلابيلې برخې وينو.
- هغه بدلونونه چې موږ يې په سپوږمۍ کې وينو د سپوږمۍ د مرحلو په نامه يادوو.
- کله چې سپوږمۍ نوې شي موږ يې نه وينو.
- کله چې لمر او سپوږمۍ د ځمکې پر مخالف اړخ پراته وي، موږ بدر [بشپړه سپوږمۍ] وينو.
- کله چې سپوږمۍ په غټيدو پیل وکړي، موږ يې وينو چې استحاله کوي.
- د بشپړې سپوږمۍ وروسته، سپوږمۍ پر کوچني کيدو پیل کوي، تر دې چې بيا په نوې میاشت بدليږي.
درخت دانش څخه په مننې.