د سورت الفرقان په اړه 4 لنډ معلومات

د «الفرقان» سورت

د عثماني مصحف د ترتيب په حساب پنځه ويشتم سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۴۲) سورت دی. (۷۷) آيتونه او (۶) رکوعي لري، د  «يسين» ترسورې وروسته او د «فاطر» تر سورې دمخه نازل شوی دی او  ټول مکي دی، چي تر هجرت دمخه نازل شوی ،  خو په ۶۸، ۶۹ او ۷۰ آيتونو کي يې څه اختلاف سته . ځينو علمای کرامو دا مدني بللي دي او وايي چي تر هجرت وروسته نازل شوي دي.

فرقان

د دې د سورې نوموني لامل:

دا سوره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وختو کي په«سُورَةَ الفرقان» نومول شوې ده او بل نوم نه لري او ځکه په دې نوم بلل شوې ده چي لوی څښتن د دې سورې په لومړي آيت کي د خپل سپېڅلي کتاب نوم په الفرقان(د حق او باطل بېلوونکي) باندي ياد کړی دی کوم چي په حقه او رشتيا سره د انسانيت لپاره يو لوی نعمت دی او د حق او باطل او کفر او ايمان ترمنځ يې بېلوالی راوستی دی. ځکه نو ځای لري چي دا ستر کتاب په الفرقان ونومول شي او دا سوره ځکه په دې نامه نومول شوې ده چي دا عظيم الشان کتاب په تل تر تله او همېشنی شي.

د دې سورې بنسټيزه موضوع :

دا سوره د هغو کسانو د ناوړه عاقبت په اړه څرګندوني کوي چي الله او د هغه پيغمبر صلی الله عليه وسلم درواغجن بولي. په دې کي څه د شک ځای نسته چي حق په بشپړه توګه څرګند دی او نخښي او دلايل يې د درواغجن ګڼونکو او د هغو د ګمراهيو د پيروانو پر انکار شاهدي ورکوي، له دې امله دا سوره  د حق او باطل ترمنځ بېلوونکې باله شي.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

5 څنګه چي د کفارو له اړخه پيغمبر صلی الله عليه وسلم ډېر سخت زورول کېدی او د هغه د وروړو لارښوونو له منلو څخه يې انکار کاوه، ځکه نو په دې سوره کي د هغه صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو د غمونو د ليري کولو، تسليت او ډاډ ورکولو لپاره د الله او د هغه د پيغمبر د درواغجن ګڼونکو ناوړه عاقبت او د هغو له خوا د د غو درواغ ګڼلو بېلابېلي بڼي بيان شوي دي.

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: په سوره کي نبي صلی الله علیه وسلم  او مومنانو ته ډاډ ورکړه شوی دی چي ټول انبيا عليهم السلام انسانان وه او هغوی هم د مشرکانو او د هغو د درواغ ګڼونکو له خوا ستا غوندي زورول شوي دي. سره د دې چي هغو هم دغو د باطلو خدايانو عبادت کوونکو ته د لوی څښتن پر توحيد او د هغو  پر رشتينولۍ باندي روښانه دلايل ور وړي وه. د دې تر څنګ په دې سوره کي د حشر په ورځ د مومنانو د احوالو په مقابل کي  د د غو درواغجن ګڼونکو حال هم بيان شوی دی: [۱  تر ۲۰  آيته].

دوهم: په سوره کي د هغه عذاب په اړه هم څرګندوني شوي دي چي پر هغه دنيا دغو د پيغمبرانو درواغجن ګڼونکو ته د لوی څښتن او د هغه د استازو په وړاندي د غاړي غړونو له امله ورکول کيږي. د دې تر څنګ په سوره کي دوی ته ياده شوې ده چي څنګه د پيغمبرانو د دغسي درواغ ګڼلو له امله پخواني ولسونه پوپنا شوي دي. بيا دوی د حق په وړاندي د استکبار او د نبوت د مقام په وړاندي د سرکښۍ له امله  سپک شوي او د څارويو سره برابر، بلکي تر هغو لا بتر ګڼل شوي دي: [۲۱  تر ۴۴  آيته].

درېيم: په سوره کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم او مومنانو د زړونو د خوشالۍ لپاره په کايناتو کي  د لوی څښتن سبحانه آياتو او نښانو ته پام اړول شوی دی او په اړه يې څرګندوني شوي دي. په دې توګه دا خبره ښوول شوې ده چي لوی څښتن  پر خپلو بنده ګانو باندي د لوروني او رحمت له امله ډول ډول سيوري غوړولي دي ، همدغسي به دغه سپېڅلی ذات د خپلي لوروني او رحمت سيوري پر پيغمبر صلی الله عليه وسلم او مومنانو باندي هم وغوړوي. بيا په سوره کي د لوی څښتن د توحيد د څرګندو دلايلو په وړاندي د مشرکانو پر شرک او د کافرانو پر انکار تعجب شوی دی: [۴۵  تر ۶۲  آيته].

څلورم: بالاخره سوره څرګندوي چي لوی څښتن چا ته څه اړتيا نه لري او نه يې څه پروا لري، خو د رحمان خدای بنده ګان کوم چي د خپلو صفاتو او ارزښتونو او د دوی پالونکي ته د عجز او تضرع له پلوه  د هغي ډلي ژوندۍ او رشتيانۍ بېلګې بلل کيږي کومه چي اسلام يې غواړي، نو د رحمان خدای په وړاندي د کافرانو د بې ادبيو په مقابل کي د رحمان خدای بنده ګان اوسي، کوم چي په خپلو ښو اوصافو د رحمان خدای پر شتون باندي دلالت کوي او دا د هغو او د هغو د صفاتو عزت او ستاينه ده: [۶۳ تر ۷۷  آيته].


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب