د سوداګر واده

يوې نجلۍ د سيمې تر ټولو مشهور سوداګر ته ليک ولېږه.
په ليک کې ليکلي وو؛
زه دوه ويشت کلنه يم، ښه اندام لرم، ښايسته څېره مې د خلکو زړونه وړي، ډېر خلک مې د خوږو خبرو تږي دي، لوړې زده کړې هم لرم او اوس مې پرېکړه کړې ده چې له يو داسې چا سره واده وکړم چې لږ تر لږه د کال دوه نيم سوه زره افغانۍ وګټلای شي.
نجلۍ ليکلي وو، کېدای شي تاسې ته زما شرط غټ ښکاره شي، خو داسې کسان کم نه دي چې دوه نيم سوه زره افغانۍ د کال وګټي، که د خلکو کاروبار ته وګورو، اوس هم زما شرط ټيټ دی، ايا تاسې داسې څوک پېژنئ؟
تاسې واده کړی دی؟
څه وکړم چې ستاسې غوندې شتمن ځوان پيدا کړم، څو نورې پوښتنې هم لرم.
مجرد او شتمن ځوانان څنګه پيدا کېږي؟
د څومره عمر کس زما لپاره ښه بولئ؟
تاسې له يوې نجلۍ سره د واده لپاره کوم معيارونه ټاکلي؟

سوداګر نجلۍ ته په ځواب کې وليکل؛
ښايستې نجلۍ!
ستاسې ليک مې په خورا خوند ولوست، زما ځواب تر پايه ولوله.
ستاسې په څېر ډېرې نجونې شته چې غواړي له شتمن ځوان سره ژوند شريک کړي، زه يو له هغو کسانو يم چې د کال مې تر دوه نيم سوه زره افغانۍ عايد ډېر زيات دی، خو خدای دې وکړي چې څوک فکر و نه کړي چې ما تا ته په ځواب ليکلو باندې خپل وخت ضايع کړی دی.
د سوداګرۍ په اساس، له تاسې سره واده کول لېونتوب دی، ځکه تاسې خپل ښايست په پيسو بدلوئ، ستاسې ښايست سوکه سوکه کمېږي، بلاخره بېخي ختمېږي او پيسې ورو ورو نورې هم زياتېږي.
زما عايد کال په کال نور هم زياتېږي، خو ستاسې ښايست د هر کال په تېرېدو کمېږي.
د اقتصاد د علم په اساس، زه د يوې داسې پانګې څښتن يم چې زياتېږي او تاسې د داسې پانګې، چې په تاوان کې روانه ده.
د اصولو په اساس هغه سوداګري چې پوه شوې تاوان درته کوي، بايد ژر يې له خپلو اږو واړوې او له تا سره سودا هم همداسې ده.
هيڅوک لېونی نه دی چې د تاوان کوټې ته لاس ونيسي او خپل قسمت په داسې پانګه پسې وتړي چې په تاوان کې روانه وي.
که تاسې له ښايست پرته داسې سرمايه لرئ چې هغه ماته مهمه وي، د وخت په تېرېدو زياتېږي او تاوان نه کوي، لکه انسانيت، پاک لمني، اخلاق، وفاداري، ژمنتيا، ملګرتوب او مينه؛ نو په سترګو زه درسره معامله کوم.
خو په اوسني حالت کې تاسې ته د يوه سوداګر په توګه يوازې دا مشوره درکوم چې ژوند په شتمن کس پسې مه تړه، کوښښ وکړه، بيا ته هم کولای شې په خپله د کال دوه نيم سوه زره افغانۍ وګټې.

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب