د زیتون روغتیایي ګټې
۱ـ د زیتونو د غوړیو کارول مو د زړه د ناروغیو او پر سرطان له اخته کېدو مخنیوی کوي.
۲ـ هغه ناروغان چې د روماتیزم پر ناروغۍ اخته دې د زیتونو پاڼې دې وخوټوي او جوس دې یې کړي او هر سحر په نهره دې وڅښي، د دې ترڅنګ چې دردونه یې تسکینوي د ناروغۍ په لمنځه وړلو کې چټک رول هم لوبوي.
۳ـ د زیتون غوړي که د لیمو له اوبو سره محلول کړی شي نو د تریخي د [صفرا کیسه] کاڼې لپاره ښه درمل دي.
۴- د زیتون د پاڼو ژوول مو د خولې بد بویي له منځه وړي او د خولې زخمونه مو جوړوي.
۵- د زیتونو غوړي د وچ ټوخي د له منځه وړلو لپاره ښه درمل دي.
ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار