د زیارتو متعلق مسائل

سوال :- غیرمقلــیدین زیارتونوته تلل شرک بولې ایــاداخبره صــحیح ده او کنه اوزیارتونو ته تلل ثـواب ده اوکه وبال ؟
ځواب :- چونکی دحضرت نبې ﷺدبعثت نه مخته جهل اوشرک اوقبرپرستې وه لهذا د مسلمانانودعقیدودی برابرولودپاره دحضرت نبی ﷺاول وارخلګ دزیارت کولونه منع کړل خوکله چی اسلام ترقې وکړه اومسلمان پوه شــول نوحضرت نبې دزیارت کولواجازت وکړاوويي فرمایل :کنت نهیتکم عـــن زیارت القبورالافزورهاالخ مشکواة ۱۵۴ترجمه مامنع کړی واستي له زیارت کولـــودقــــبروڅخه خبرداراوس زیارتونه کوی ځکه دا تاسوته له دنیانه بې رغبــــتی درکوی اواخیرت دریادوې لهذاددی حدیث له رویه دزیارت کول جائزنه بلکی په ټول عمر کی یوارواجــب اویامستحب ده علی اختلاف بین العلمأ البته په زیـــارت کــولوکی دافراط وتفریط نــه باید کارنه واخـستل شی بلکی په هغه طریقه زیارت وشې کــومه چی شریعــت ښودلې هــغه پـــه لاندې ډول ده 

د زیارت کولو شرعی طریقه
زموږپـه مذهب وسیله جائزه ده لهذازیارتونوته تګ کول اواولیأ،شهدأ او صـــالحین په خپـــلودعـــأووکی وسیله ګرزول صحیح ده نو چې کله مقبری (هدیری)ته ورغلي سلام به ورواچوي په دی شان (سلام علیـــکم دارقـــــوم مؤمنین انتم لناسلف ونحـــن لکه تبع وانا انشا‌‌ءالله بـــکم لاحقون نسئل الله لناولکم العافیه)له دینه وروسته به سورة اخـــلاص (۷) ځله ووايي اویات
الکرســـی اویــایــاســـین شـــریف اوثــواب به يي مرده ته اوټولې مقبری تــه وبخښی وروسته به دعاورته وکړی دی مغفرت اودی ځان په هکله پـــه دی شکل دعا کولای شی چـی یــاالله ستــاددی صــالح اونیــک بنده په وســیله زمـــادغـــه دعاقبـــوله کړه اوزمــا مرادپـــوره کړه دی اولیأووپه مزارو به پـه دعــــاووکی لاس نه پورته کوی اوهمدارنګه په دعاکی به دانه وايي چی په حــق دفلانــی دی وه کــه څــــه هم بعــضی صوفیه حضــرات ددی قول دجـواز قائـــل دی خونــــورډیرعلماداعمل مکوره بولې لکه هدایه په باب الکراهة کی لیکی ویـــکره ان یقول فـی دعــائه بحق فلان اوبحق انبیائک ورسلک لانه لاحــق للمخلوق علی الخالق هدایه بـاب الکراهة ص۱۷۵هکذافی العالمګیریه ج ۵ص ۳۱۸ هکذافی سراجیه ص ۷۲هـــــکذافی فتح القدیروایضاًرحـــجان شــــامــی الی الکراهة او هـــدیری ته حکمت داده چی کله ورشی بایدعبرت حاصــل کړی مرګ وریاد کړی اوله دنیانه بی رغبتی اختیارکړی

دښځوزیارتونوته تلل دشرعت له نظره
سوال :-دی ښـــــځوزیارتونه ته تلل جائزدی اوکنه اودحضرت عایشې (رض) دی خپل ورور عبدالرحـمن زیارت کول په جـوازدلیـــل ګرزول صـــحیح دی اوکه نه ؟
ځواب :-دی ښــــځوزیـــارتونوته په تللودحضرت عایـشی (رض) دخپل ورور عبدالرحمن دلیل ګرزول صحــــــیح نـــدی ځکه چی په هغه وخت کی دښځو جماعتونوتــه تــلل جائزوومـــګر اوس عـــصرکی دښځوجماعتونوته تــــلل نـــاجـــائـــزدی اوپه خپله دحـــضرت عایـــشی (رض) له دی قول نه لوشهدتک مارزتک نه معلومیږی چی اجازت نشـــــته له دینه عـــلاوه بــعضی عـلماهم
فرمايي چی اجازت نشته دهغـــه حــدیث له مخی چی حضرت نبی ﷺفرمــايي
لعن الله زورات القبوریعـــنی لعـــنت کــړی الله تـــعالی ﷻ په هـــغوښځوچی دقـــــبرونوزیارتونه کـوی که څـــه هـــم بعضی نورعلماجوازورکوی اووايي چی داحدیث تراجازت مخته ووبیــامنسوخ شـــو خــو په دی شرط اجـــازت ورکوی چی له فتنی نه بــه په امن وی چونـــکی نن زمان دښـــځولـــه کــور نه وتل اوزیازتونوکول له فتنی نه په امن نه دی لهــذاډیـــــرعلماپه دی متفیق دی چــی ښــــځو لره اجازت نشته دی فقهاوواقوال په دی مســـــئله کـــی په لانــدی ډول دی فـتح الباری لیکی فقیل دخلن فـی عموم لاذن وهـوقـول الاکــثرومــحــله اذاامـــــنت الفتنة – فتح الباری شرح بخاری ج ۳ص ۱۴۸ اوهمدارنګه حضرت امام نووی (رح) لیکی
وهل تکره للنسأوجهــــــــان قـــطع الاکثــــــــــــــــــــــــــرون با لکراهة ومنهم مــــــــــــــــن قال لایکره اداامنت الفتـنه حاشیــه مشـــــکوة ص ۱۵۴ ایـاښـځولـره زیـارت کول مکروه دی په کښی دوه مــذهبـه دی داکـثروعلماو و فیصـــله ده چـــی مـکروه دی اوبعــضی علماوايي چی نـــدی مـکروه که چیری له فتـــنې نه پـــه امـــن وی
علامه شامې (رح) په دی هکله داسی لیکې

وقال خیرالرملی ان کــان ذالک لتجدیدالحذن ولبـکأوالــندب علی ماجرت عادتهــــــــن فــــــلا تجـوز وان کان للاعتباروالـــتر حم من غــــیربـــــکأوالتـــــــــبرک بزیارت القبــــــــور الصــــالحین فلابأس اذاکن عجـــــائز ویکره اذاکــــــــــن شواب کــــــــحـضور الجـماعـــــــــــت فــــــــــــــــــــــــــــی المســــــــاجد وهوتوفیق حسن ردمحتار ج ۱ص ۱۶۵ خیررملی ویـلی چی کـــــه چیری زیارت کول دغم تازه کولواوزړاافسوس لپاره وی کوم چی دښځوعادت ده بیاجائــــــز نده اوکه لپاره دعبرت اوتبـرک اوترحم حاصلولو په قـــبرودنیـــــکانـووی بی له ژړابیاجائـــــزده خوکــه زړی ښـــځی وی اودځوانوښــځولپاه ر زیــــارت کـــــــول مـــکروه دی لــــکه حـــــــاضریدل ددوی مسـجدوته لپاره دجمعې علامه شامی فرمايي داښه فیصله اومتابقــــت ده پــه مابین دمذهبینوکې البته په اوسنی عصرکی دنه جوازمـذهب راجــح ښـــکاری لکه دی پــاک او هنددعلماوو فیصله هم په اوس زمانه کـــی پــه عــــدم جواز ده لکه حضرت قاضی ثنأالله پانی پتـــی لیـــکی زیـــارت قبـــورمـــردان راجائزاست نه زنان مالابدمنه ص ۸۷ یعنـــــی ســـــړولـــره زیـــارت کـــول جـائـــزدی نــــه ښــــــځولــــــره اوهمدارنـــــګه عمدة القاری شرح بخاری دیواوږدبحـث نه وروسته لــیکې

وحاصل الکلام ان زیارت القبورمــــکروهة للنسأبل حـــرام فی هذاه الزمان ولاسیــماًنـــــسا‌ءمصــــرلان خروجـــهن عـــلی وجـــه فــــیه الفــــسادو الــــفتنه عمدةالقاری ج ۸ ص ۱۰۱ خلاصه دبحث داشوه چی نن زمان زیارتوته دتللو اجازت صرف زړوښځولره شته خوپه دی شرط چی خلاف شــرع اعـــــمال به هلته نکوی لکه ژړاکول طواف کول (یعنی تـرزیازت راګرځیــــدل ) خاوری خوړل میخونه ټکوهل زانګووی اچول وغیــــره اوکه داخـــلاف شرع اعمال کوی بیا زړوښځولره هم اجـــازت نشته

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب