د زنا تعريف او د حد بیان
د زنا تعريف :
د الزنا لفظ د الزناء څخه اخيستل شوی دی چې تنګ او قيد ته وايي .
وجاء في المبسوط للسر خسي أن الزنا لغة مأخوذة من الزناء وهو الضيق
د شريعت په اصطلاح کې د شرعي نکاح څخه پرته له بيګانه ښځې سره د مخ په طرف کې جماع او نزديکت ته زنا وايي .
زنا فاحش عمل او ستره ګناه ده :
زنا فاحش عمل دی ، الله تعالی فرمايي : وَلا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلا (الاسراء ۳۲ ) .
يعنې : مه نزدې کيږی زنا ته چې دا بې حيايي ده او نا کاره لاره ده .
زنا د قتل څخه وروسته عظيم جرم او د انسان په عفت ، عزت باندې ستر تری او لوی د شرم داغ دی چې سختې خطرناکې پايلې لري .
قوله سبحانه وتعالی : وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ( الفرقان 68-69)
ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .
عَنْ عَبْدِاللَّهِ رضی الله عنه قَالَ: سَأَلْتُ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم : أَيُّ الذَّنْبِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ؟ قَالَ: «أَنْ تَجْعَلَ لِلَّهِ نِدًّا وَهُوَ خَلَقَكَ». قُلْتُ: إِنَّ ذَلِكَ لَعَظِيمٌ، قُلْتُ: ثمَّ أَيُّ؟ قَالَ: «وَأَنْ تَقْتُلَ وَلَدَكَ تَخَافُ أَنْ يَطْعَمَ مَعَكَ». قُلْتُ: ثمَّ أَيُّ؟ قَالَ: «أَنْ تُزَانِيَ حَلِيلَةَ جَارِكَ». (بخارى:4477)
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي : له نبی کريم صلی الله عليه وسلم مې پوښتنه وکړه : د الله تعالی په نزد کومه ګناه لويه ده ؟ ويې فرمايل : له الله تعالی سره شريک پيدا کول حال دا چې ته يې پيدا کړی يئ . ومې ويل دا لويه ګناه ده ددې وروسته کومه ؟ ويې فرمايل : د لوږې او فقر له ويرې د خپلو بچيانو وژل . ومې پوښتل وروسته کومه ؟ ويې فرمايل : د ګاونډې له ښځې سره زنا کول .
د زنا حد :
هغه چې واده شوي نه وي د هغوی حد سل دورې دی :
لقوله سبحانه وتعالی : ( الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ) النور/2 .
يعنې : زنا کاره او زنا کار هر يو سل دُرې ووهئ د الله د دين په اړه دې په تاسې کې پر دوی د زړه سوي احساس نه پاريږي ، که تاسې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لرئ . او هغو ته د سزا ورکولو په وخت کې دې د مؤمنانو يوه ډله موجوده وي .
او هغه چې واده شوي وي حد يې رجم دی :
أما المحصن فحده الرجم بالحجارة حتى الموت ، كما جاء في الحديث الذي رواه مسلم في صحيحه (1690) عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( خُذُوا عَنِّي ، خُذُوا عَنِّي ، قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا ، الْبِكْرُ بِالْبِكْرِ جَلْدُ مِائَةٍ وَنَفْيُ سَنَةٍ ، وَالثَّيِّبُ بِالثَّيِّبِ جَلْدُ مِائَةٍ وَالرَّجْمُ ) .
د عباده بن صامت رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : زما د خوا نه دا مسئله زده کړئ ، زما نه دا مسئله زده کړئ ، الله تعالی د ښځو د پاره لاره مقرره کړي ده ، کونډه د کونډې په مقابل کې بکره د بکرې په مقابل کې ، د ګونډې حد سل دُورې او رجم او د بکرې حد سل دُرې او يو کال تبعيد دی .
د رجم په باره کې نور ډير احاديث راغلی دي لکه : قصه د ماعز چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته له څو طرفونو څخه راغی او په زنا يې اقرار وکړ ، رسول الله د هغه د رجم کولو حکم وکړ (المسلم و ابوداود ) .
او قصه د غامديه چې په زنا يې اقرار وکړ او رسول الله صلی الله عليه وسلم د بچي پيدا کېدو وروسته د هغه د رجم کولو حکم وکړ (المسلم ، ابوداود و احمد )
د زنا د حد شرطونه
د زنا د حد د پاره لاندې لس شرطونه دي :
۱- دا چې زاني به بالغ وي نابالغ به نه وي .
۲- دا چې زاني به عاقل وي ليونی به نه وي، که يو طرف عاقل او بل ليونی وي نو په عاقل باندې حد جاري کيږی او په ليوني باندې حد نه جاري کيږي .
۳- د جمهورو په نزد په کافر باندې هم حد جاري کيږي مګر د احنافو په نزد په محصن رجم نه تر سره کيږي بلکي هغه به په درو وهل کيږي او د مالکيه په نزد که کافر له کافرې سره زنا وکړي حد نشته مګر که کافر له مسلمانې سره زنا وکړي هغه به قتل کيږي او د شافعيه او حنابله په نزد په مستأمن کافر باندې د زنا او شرابو حد نشته ځکه دا د الله حق دی او په دوی باندې د الله د حقوقو الزام نشته .
۴- د زور او اکراه په صورت کې حد نشته ، که کوم کس په زور سره له کومې ښځې سره زنا وکړي په سړي باندې حد جاري کيږي مګر په ښځه باندې حد نشته ځکه د حد د قيام د پاره اختيار شرط دی .
۵- زنا به د آدمي سره وي نه له کوم حيوان سره ، کچېرې څوک له حيوان سره زنا وکړي نو د څلورو مذاهبو په اتفاق په هغه باندې حد نشته مګر په هغه باندې تعزير دی .
۶- کچېرې د ښځې سره غير بالغ کس زنا وکړي د احنافو په نزد په ښځه باندې حد نشته ،د جمهورو قول دا دی چې که صغير د وطی وړ وي په هغه باندې حد شته مګر دا چې هغه ويده يا ليونی نه وي .
۷- که د شبهه په صورت کې څوک له بيګانه ښځې سره زنا وکړي داسې چې په ښځه د خپلې ښځې يا ويځې ګمان وکړي د امام ابوحنيفه او امام ابو يوسف او امام احمد په نزد په هغه باندې د حد قيام واجب دی مګر د امام شافعي او امام مالک په نزد په هغه باندې حد نشته .
همدارنګه په اتفاق د فقهاؤ د فاسدې او مختلف فيه نکاح وروسته حد نشته لکه : د ولي د اجازې پرته نکاح ، د شاهدانو پرته نکاح . مګر که نکاح په اتفاق فاسده وي لکه د دوو خويندو جمع کول ، پنځمه نکاح ، د محارمو سره نکاح ، د رضاعي خپلوانو سره نکاح نو په هغه باندې حد جاري کيږي .
۸- دا چې زاني به د زنا د تحريم څخه خبر وي .
۹- دا چې ښځه به په دار الحرب او دار البغی کې نه وي دا قول د امام ابوحنيفه دی مګر د نورو مذاهبو قول دا دی چې کچېرې چا په دارالحرب کې زنا وکړه او بيا زمونږ دار ته په امن داخل شو په هغه باندې به حد جاري کيږي .
۱۰ – د جمهورو فقهاؤ په نزد دا چې ښځه به ژوندی وي د مړې سره په زنا کولو باندې حد نشته ، مګر د امام مالک په نزد په هغه باندې حد شته ځکه زنا هم کړې او د مړي بې عزتي هم کړې ده ، او د زنا د تحقق د پاره شرط دا دی چې د نر د شرمګا سر به د ښځې په فرج کې پټ وي مګر که څوک د ښځې يا نارينه سره د شا په طرف کې جماع وکړي لواطت دی د لواطت د پاره د امام ابوحنيفه په نزد تعزير دی مګر د صاحبانو او نورو مذاهبو په نزد د لواطت حد داسې دی لکه د زنا حد که بې واده وي په درو وهل کيږي او که واده واله وي هغه به رجم کيږي .
د بيګانه ښځې سره د فرج او شا بغير بل ځای جماع کول حرام دي (العياذ بالله ) .
حد ورباندي نشته مګر په داسې کس باندې په اتفاق د مذاهبو تعزير دی .
الفقه الاسلامي و ادله / دوکتور وهبة الزحيلي – الحد الزنا
د زنا د حد د ثبوت شرطونه
د علماؤ په اتفاق د زنا د حد د ثبوت لپاره دوه شرطونه دي ، اقرار او شاهدان .
د شاهدانو شرطونه :
۱- دا چې د زنا د حد د ثبوت لپاره څلور شاهدان شرط دي ، لقوله سبحانه وتعالی:وَاللاَّتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمْ فَاسْتَشْهِدُواْ عَلَيْهِنَّ أَرْبَعةً مِّنكُمْ ( النسآء 15 )
۲- التکليف : يعنې شاهدان به بالغ او عاقل وي د ماشوم او ليوني شهادت د قبول وړ نه دی .
۳- الذکور : دا چې شاهدان به نارينه وي د ښځو شهادت د قبول وړ نه دی په سبب د اکرام او عزت ځکه دا ډير فاحش عمل دی .
مګر د محصن د پاره د امام ابوحنيفه په نزد د نارينه او ښځو شهادت د قبول وړ دی .
۴- العدالة : دا چې شاهدان به عادل وي د فاسق او بې حاله شهادت د قبول وړ نه دی .
۵- الحرية : دا چې شاهدان به آزاد وي د غلام شهادت د قبول وړ نه دی .
۶- الاسلام : دا چې شاهدان به مسلمان وي د مستأمن او ذمي شهادت د قبول وړ نه دی .
۷- الأصالة : د شاهدانو اتصال او يو ځايوالی شرط دی د شهادت په شهادت او قاضي لينکه بل قاضي ته د قبول وړ نه ده .
۸- اتحاد المشهود به : څلورو واړه شاهدان به په فعل ، ځای او وخت باندې سره متفق وي .
۹- اتحاد المجلس : د شهادت د ادا کولو پر مهال به څلور واړه شاهدان موجود وي .
۱۰- دا چې شاهدانو به پخپلو سترګو هغوی په زنا ليدلې وي که زنا يقيني نه وي پر هغوی به د بهتان حد جاري کيږی .
۱۱- تقدم الشهادة : د شهادت مخکې والی د امام ابوحنيفه په نزد د شهادت په ادا کې به د مودې تېرول او ځنډ نه وي .
۱۲- دا چې شاهد به د شبهې په ادا کولو قادر وي ، ګونګی به نه وي .
۱۳- دا چې شاهدان به په خپل اهليت باقي وي کچېرې کوم يو غايب ، ړوند ، مرتد شي نو حد ساقط دی .
د اقرار شرطونه :
۱- البلوغ : د نابالغ اقرار په هيڅ کوم حد کې نه صحي کيږي .
۲- النطق : په خبره او عبارت سره اقرار کول ، د ليکلو او اشارې اقرار نه صحي کيږي .
۳- اختيار : د زور او جبر او وهلو او سګنجې اقرار نه صحي کيږي او د زور اقرار هيڅ اعتبار نه لري .
۴- تعدد الاقرار : اقرار به څلور ځله وي په خپله خوښه چې بالغ او عاقل به وي .
۵- تعدد مجالس : د امام ابوحنيفه په نزد د زنا اقرار به په څلورو جلا مجالسو کې تر سره کيږي او د نورو مذاهبو په نزد يوازې يو مجلس صحي دی .
۶- اقرار به د امام او قاضي په لاس او چارنه کې وي ځکه د ماعز اقرار د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاس کې وو .
۷- د اقرار په وخت به اقرار کوونکي روغ وي د بې هوشه اقرار نه صحي کيږي .
۸- د زنا اقرار د هغه چا صحي کيږي چې د زنا تصور ورباندې کيږي هغه کس چې ليونی يا آله تناسلي ونه لري د هغه اقرار په زنا کولو نه صحي کيږي .
۹- زاني به د شبهه په ادعا کولو قادر وي ، ګونګ به نه وي ځکه چې اقرار يې نه صحيح کيږي د نکاح د وجود لرلو او يا د زنا څخه انکار کولو ادعا نشي کولای .
الفقه الاسلامي وادله
د زنا حد به څنګه تر سره کيږي ؟
د زنا حد به د خلکو په عام محضر کې تر سره کيږي لقوله سبحانه وتعالی :
[وليشهد عذابَهما طائفة من المؤمنين] (النور: ۲)
په جومات کې د حد جاري کول منع دي لقول رسول الله صلی الله عليه وسلم : «لا تقام الحدود في المساجد( رواه الترمذي و ابن ماجه ) .
يعنې : په جوماتونو کې حدود مه قايموئ .
د زنا حد د الله تعالی حق دی :
د زنا حد خاص د الله تعالی حد دی کله چې د زنا حد ثبوت شي ، په عفوه ، صلح و غيره سره نه ساقطيږي بلکي عملي کول يې واجب دي (بدائع الصنائع ۷/۵۵ ) .
د حد څرنګوالی :
که واده شوي نه وي هغوی هر يو سل درې وهل کيږي او که واده شوي وي يعنې : محصن سړی او محصنه ښځه وي هغوی به رجم کيږي .
د الاحصان (محصنوالی ) شرط :
الاحصان په لغت کې منع ته وايی او په اصطلاح کې په چا کې چې اوو شرطونه جمع شي هغه محصن بلل کيږي لکه :عقل ، بلوغ ، حريت ، اسلام ، صحيح نکاح ، په صحيح نکاح کې دخول او جماع چې غسل ورباندې واجب شي ولو که انزال ونه شي نو په چا کې چې دغه صفات وي په هغه باندې رجم دی .
(البدائع: ۳۷/۴، حاشية ابن عابدين: ۱۶۳/۳، فتح القدير: ۱۳۰/۴، المبسوط: ۳۹/۹ )
رجم :
رجم د زاني او يا زانيه ويشل په کاڼو باندې څو مړه شي .
د رجم کاڼې به متوسط وي ډير به کوچني نه وي ځکه چې عذاب اوږدېږي او کاڼې به ډير لوی هم نه وي ځکه په هغه کې سرعت او تيزي وي چې د حد مقصد له مينځه وړي .
کاڼې به پر ټولو اندامونو ويشل کيږي نه داسې چې يوازې پر يو اندام وي .
يجب عند الحنفية ألا يجمع الضرب في عضو واحد؛ لأنه يؤدي إلى إتلاف العضو أو إلى تمزيق جلده (البدائع: ۶۰/۷، فتح القدير: ۱۲۶/۴) .
د رجم شوی کس مړی :
د رجم شوی کس مړي ته به غسل ورکول کيږي ، کفن به ور اغوستل کيږي او د جنازې لمونځ به يې ادا کيږي .
قال الجمهور: إذا مات المرجوم يغسل ويكفن ويصلى عليه ويدفن (فقه الاسلامي وادله ) .
الغياذ بالله – الغياذ بالله – العياذ بالله
و الله سبحانه وتعالی اعلم