د زده کړیالانو نظر پوښتنه

د انګلستان په پوهنتونو کې، هر کال د یوې خپلواکه دولتي ادارې له خوا، د هر پوهنتون د آخري کال، د محصلینو څخه نظر پوښتنه تر سره کیږي.
د یادونې وړ ده، چې محصلین دغه نظر پوښتنې ته، آنلاین، ځواب ورکوي، او پوهنتون پدغه نظر پوښتنه کې، هېڅ کوم لاس نلري.
دغه نظر پوښتنه، بیا د همدغې خپلواکې دولتي ادارې پذریعه تر غور لاندې نیول کیږي، او د هغو لنډیز بیا د دوی په رسمي وېب پاڼه کې نشر کیږي.
هېره د نه وي، چې د پوهنتونو لیګ ټېبل (League Table) له همدغه نظر پوښتنې څخه تیارېږي. دغه لیګ ټېبل، ټول وګړي، شاګردان، او محصلین، کتلی او لوستلی شي، او دغه نظر پوښتنې ته په انګلستان کې، NSS، یعني (National Student Survey)، وایي، او دغه نظر پوښتنه، ټولو پوهنتونو ته ډېر د اهمیت وړ ده.
په دغه نظر پوښتنه کې، محصلین خپل نظرونه د لاندې ټکو په هکله، په آزاده فضاء کې، په لیکلي ډول سره وړاندې کوي:
۱- آیا استادانو، د مضمونو درسي مواد په سمه توګه تشریح کړي دي، او کنه؟
۲- آیا استادانو، د محصلینو په نزد، خپل مضامین په زړه پورې کړي دي، او کنه؟
۳- آیا دغه مضامین، چې دوی ته تدریس شوي، کولای شي، چې د دوی علمي سویه او ذکاوت زیات کړي، او کنه؟
۴- آیا دغه مضامین محصلینو ته کوم علمي چلنج ورکولای شي، او کنه؟
۵- آیا د استادانو د نمرو د ورکولو طرحه ښه واضح او رڼه وه، او کنه؟
۶- آیا استادانو د مضمونو په نمرو ورکولو کې، انصاف مراعات کړی و، او کنه؟
۷- آیا استادانو، د مضمونو د کورنۍ وظیفې په هکله، ښه واضح او په وخت نظر، محصلینو ته وړاندي کړی و، او کنه؟
۸- آیا د استادانو سره لیدنه او کتنه، د مضمونو د ستونزو په هکله، آسانه وه، او کنه؟
۹- آیا استادانو، د مضمون په هکله، بشپړه مشوره او لارښونه، محصلینو ته ورکړې وه، او کنه؟
۱۰- آیا د مضمونو لکچر، لابراتوار، او نور لازم وسایل او مواد، په ښه توګه ترتیب شوي و، او کنه؟
۱۱- آیا د مضمونو د هر ډول بدلون په هکله، محصلینو ته خبر ورکړ شوی و، او کنه؟
۱۲- آیا د استوګنې ځای، میزونه، چوکۍ، د لیکنې تخته، او کمپیوتر په سمه توګه ورته برابر شوي و، او کنه؟
۱۳- آیا د ګټورو کتابونو لست، چې محصلین یې باید، د مضمونو د ښې زده کړې په خاطر ولولي، ورکړل شوی و، او کنه؟
۱۴- آیا تاسې ویلای شی، چې د مضمونو د کامیابۍ راز په څه کې و؟
۱۵- آیا تاسې دغه مضامین، څرنګه ارزیابي کولی شئ؟
۱۶- د مضمونو د ښه والي په خاطر، نور څه لازم کارونه باید تر سره شي؟
۱۷- آیا د مضمونو درسي مواد، ګټور و، او کنه؟
۱۸- آیا په دغه مضمونو کې، نوي شیان او مهارتونه، په نظر کې نیول شوي و، او کنه؟
۱۹- آیا د استادانو، رویه د قدر او منلو وړ وه، او کنه؟
۲۰- محصلین کولای شي، چې د پورتنیو پوښتنو څخه علاوه، نور اضافه نظرونه هم وړاندې کړي.

د پام وړ ټکي:
د محصلینو نظر پوښتنه، د یوه پوهنتون په ښه والي، او بدوالي کې ډېر اغیزمن وي. دا پدې معنا، چې محصلین، تر بل هرچا څخه خپلې ستونزې، سمې په ګوته کولای شي.
پدغه نظر پوښتنه کې د پوهنتونو رىٔیسانو ته، د خپل پوهنتون په هکله هم ښه معلومات، لاسته ورځي. ښه رىٔیسان، بیا دغه د محصلینو نظرونه، تر غور لاندې نیسي، او معقول نظرونه یې بیا په عمل کې پیاده کوي.
د یادولو وړ ده، چې د پوهنتونو رىٔیسان، د محصلینو معقولو غوښتنو ته ښه اړخیز ځوابونه پیداکوي، او هغه عملي کوي.
کله چې زه نیږدې ۳۵ کاله مخکې، د کابل پوهنتون، د انجینرۍ په پوهنځۍ کې معلم‌ وم، هلته محصلینو ته دا حق نه ورکول کېده، چې دوی د پوهنتونو په برخه کې، خپل نظرونه وړاندې کړي.
اوس خبر نه یم، چې دغه طرزالعمل به د افغانستان په پوهنتونو کې رواج ولري، او کنه؟ که چېرې رواج ونلري، نو د محصلینو نظر پوښتنه، یو لازمي او ګټور کار دی، چې باید تر سره شي.
د یادولو وړ ده، چې په اوسني وخت کې محصلین، یوه پوهنتون ته، د مشتریانو حیثیت لري. نو پوهنتونو ته لازمه ده، چې د خپلو محصلینو ستونزو ته، په خلاصه ټنډه زمینه برابره، او ښه په غور سره غوږ ونیسي، او د امکان په صورت کې، هغه په عمل کې پیاده کړي.

عبدالله وردک -انګلستان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب