د رښتینې صدقې برکت
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ،عَنْ النَّبيٍّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , قَالَ : ” قَالَ رَجُلٌ : لَأَتَصَدَّقَنَّ بِصَدَقَةٍ ،فَخَرَجَ بِصَدَقَتِهِ فَوَضَعَهَا فِي يَدِ سَارِقٍ ، فَأَصْبَحُوا يَتَحَدَّثُونَ : تُصُدِّقَ عَلَى سَارِقٍ ،فقَالَ : اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ ، لَأَتَصَدَّقَنَّ بِصَدَقَةٍ ،فَخَرَجَ بِصَدَقَتِهِ فَوَضَعَهَا في يَدِ زَانِيَةٍ ،فَأَصْبَحُوا يَتَحَدَّثُونَ : تُصُدِّقَ اللَّیْلَةَ عَلَى زَانِيَةٍ ،فَقَالَ : اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ، عَلَى زَانِيَةٍ ،لَأَتَصَدَّقَنَّ بِصَدَقَةٍ ،فَخَرَجَ بِصَدَقَتِهِ ،فَوَضَعَهَا فِي یدِ غَنِيٍّ ،فَأَصْبَحُوا يَتَحَدَّثُونَ : تُصُدِّقَ عَلَى غَنِيٍّ ،فَقَالَ : اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ عَلَى زَانِيَةٍ ، وَ عَلَى غَنِيٍّ ،وَعَلَى سَارِقٍ ،فَأُتِيَ فَقِيلَ لَهُ : أَمَّا صَدَقَتُكَ عَلَى سَارِقٍ فَلَعَلَّهُ أَنْ يَسْتَعِفَّ عَنْ سَرِقَتِهِ و أمَّا الزَّانِيَةُ فَلَعَلَّهَا أَنْ تَسْتَعِفَّ عَنْ زِنَاهَا ، وَ أَمَّا الْغَنِيُّ فَلَعَلَّهُ يَعْتَبِرُ فَيُنْفِقُ مِمَّا أَعْطَاهُ اللَّهُ .
د ابو هریرة رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل:
یوه سړي دا اراده وکړه چې نن شپه به زه صدقه ورکوم. هغه د خپلې صدقې د ور کولو په خاطر ووته. هغه(په ناپوهي كې) خپله صدقه یوه غل ته په لاس كې كېښوده. خلکو داسې خبرې کولې چې غل ته يې صدقه ورکړه.
صدقه وركوونكي وویل: ای زما ربه! یواځې ته د ثنا او صفت لايق يې. زه به (نن) بیا صدقه ورکوم. هغه د خپلې صدقې په خاطر ووته او خپله صدقه يې( په نا خبری كې) یوې بد کارې (زناکارې) ښځې ته ورکړه.
خلکو داسې خبرې کولې چې زنا کارې ته يې صدقه ورکړه. صدقه کوونكي وویل: ای زما ربه! یواځې ته د ثنا او صفت لايق يې. زه به نن بیا صدقه ورکوم. هغه د خپلې صدقې د د ورکولو په خاطر ووته او خپله صدقه يې (په نا پوهي كې) یو مالداره ته ورکړه.
خلکو خبرې کولې چې نن يې صدقه یو مالداره ته ورکړه. صدقه کوونكي وویل: ای زما ربه! د ثنا او صفت لايق یواځې ته يې. یاالله ستا شکر دی چې زما صدقه مالدار، غله او زناکارې په لاس ورغله.
هغه سړي ته یو کس (په خوب كې) راغى او ورته يې وویل: ستا صدقه قبوله شوه. تا چې هغه بد کارې ښځې ته کومه صدقه ورکړې وه كېدای شي هغې ستا په دغه صدقه د بد کارۍ څخه ځان ساتلی وي. تا چې غل ته کومه صدقه ورکړې وه كېدای شي د هغه له امله هغه غلا پریښي وي او تا چې مالداره ته کومه صدقه ورکړه كېدای شي هغه ووايي چې خلک صدقه وركوي زه يې ولې ور نه کړم او هغه څه چې الله ورکړي په هغې كې صدقه ورکړي.
دحدیث تخریج :
بخاري واللفظ له: کتاب الزکاة، باب اذا تصدق علی غنئ و هو لا یعلم. حديث (۱۴۲۱)
مسلم: کتاب الزکاة، باب ثبوت أجر المتصدق، وان وقت الصدقة فی ید فاسق ونحوه،حدیث (۱۰۲۲)
نسايي: کتاب الزکاة، باب اذا أعطاها غنیا و هو لایشعر، حدیث: (۲۶۲۴)
د حدیث فائدې:
۱: په حدیث كې د زناکارې او غل نوم نه دی ذکر شوی ځکه اسلام د پردې دین دی.
۲: مؤمن هر وخت د ښو کارونو کولو په لټه كې وي.
۳: عملونه د نیت پورې تړلی دی.
۴: که څه هم په دغه كېسه كې راغلي چې هغه سړي خپله صدقه، غل، زناکارې او مالدار ته ورکړه خو بیا يې هم د الله عزوجل حمد او ثنا ویله یعنې په هر حال باید انسان د الله عزوجل حمد بیان کړي.
۵: الله عزوجل فرمایلی:
(وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ) ، د بقرې سورت ۲۱۶ آیت.
ژباړه: او ښايی چې تاسو یو شی بد وګڼى او هغه ستاسو لپاره ښه وي.
هغه سړي دا کار بد وګڼه چې غل، بد لمني او مالدار ته يې صدقه ورکړه، خو په خوب كې يې ولیدل چې څوک ورته وايي، چې كېدای شي ستا صدقه چې دوی ته دې ورکړې ده زناکاره له زنا، غل له غلا او مالدار زکات ورکړى.
۶: كېدای شي یو مالدار بخیل او کبرجن هم و اوسی.
۷: د یو انسان کار په بل اثر كوي.