د رښتیا ویلو پایله

یو پاچا اعلان وکړ چې که چا درواغ وویل د دولت له لورې (۵) دیناره جرمانه کیږي ددې اعلان په اوریدو د ښار خلکو د جرمانې د ویرې له امله خپل مینځونو کې هم د درواغو ویلو څخه ډډه کوله.
همدارنګه پاچا او وزیر هم د څیړنې لپاره په بدله بڼه ښار کې ګرځیدل په ښار کې یې له يو زیات شمیر وګړو څخه پوښتنې وکړې خو هیچا درواغ ونه ویل چې بیا وروسته له یو تاجر سره مخامخ شول او د هغه څخه یې د هغه د ژوندانه په اړوند لا ندې پوښتنې وکړې.

پاچا: ستا عمر څو کاله دی؟
تاجر: زما عمر (۲۰) کاله دی.
پاچا: ستا سره څومره دولت دی؟
تاجر: زما ټول دولت (۷۰۰۰۰) دیناره دی .
پاچا: ځو بچي لرې؟
تاجر: یو.
دد پوښتنو څخه وروسته پاچا او وزیر د دربار په لور روان شول او پاچا خپلو چارواکو ته لارښونه وکړه څو د هیواد د وګړو د کوایفو دفتر ورته راوړې هغه مهال چې دفتر یې ولید نو بیا یې تاجر خپل دربار ته راوغوښت او هم هغه درې پوښتنې بې بیا ترې وپوښتې.

تاجر بیا هم هغه ځوابونه ورکړل، ددې ځوابونو په اوریدو سره پاچا وزیر ته امر وکړ چې پر تاجر باندې (۱۵) دیناره جرمانه ولیکه او په دولتي خزانه کې یې داخله کړه ځکه دې تاجر درې واړه ځوابونه د درواغو ویلي دولتي پاڼو کې ددې تاجر عمر (۳۵) کاله، دولت یې تر (۷۰۰۰۰) دیناره زیات او (۵) بچي یې لرل.
پاچا له تاجر څخه د درواغو ویلو سبب وپوښته.

تاجر وویل: زما د ژوند (۲۰) کاله په نیکي او ایمانداري تیر شوي او همدغه زه خپل اصلي عمر بولم او په خپل ژوند کې مې (۷۰۰۰۰) دیناره د جومات په ودانولو کې خرڅ کړي همدغه زه خپل دولت بولم او زما په (۵) بچو کې (۴) بچي بې لا ري او بدعمله دي یوازي یو بچی صالح دی چې هدغه زه خپل بچی بولم.
ددي خبرو په اوریدلو پاچا د تاجر (۱۵) دیناره بیرته ورکړې او ورته یې وویل: مونږ ستا د ځوابونو څخه خوښ یو.
رښتیا هم عمر هغه دی چې په ښو او نیکو کارونو تیر شي، دولت هغه دی چې دالله تعالی په لاره کې مصرف شي او اولاد هغه دي چې صالح او ښو اخلاقو څښتن وي.\

ژباړه : انیسه «غزنوی»

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب