د روښنایۍ زېری
ویل کیږي چې د دې نړۍ عمر ډېر زیات دی، خو دا نړۍ ډېر ځله په اوږده خوب وېده شوې او بیا رابیداره شوې، ډېر ځله مړه شوې او بیا را ژوندۍ شوې، اخر ځل چې کله له خوبه بیداره شوه، نو د عقل او هوښ سترګې یې وغړولې، دا هغه ورځ وه کله چې د عبدالمطلب په کور کې لمسی پیدا شو، چې کله پیدا شو، نو یتیم وو، خو هغه د ټول انسانیت سرپرستي په غاړه واخېسته، او نړۍ ته یې نوی ژوند وربخښلو.
له دې څخه وړاندې ددې نړۍ عمر څه عمر وو چې په خوب تېر شو؟ په ځان وژنه کې یې چې کوم وخت تېر شو، هغه یې څه ژوند وو؟ که حقیقت ووایو نو د دې نړۍ ګټور عمر خو څوارلس سوه کاله وړاندې پیل شوی.
په شپږمه عیسوي پیړۍ کې د انسانیت کاروان مخ په ځوړ روان وو، لاره یې د کندو او ژورو په لور وه، تیاره په ډېریدوه وه، او رفتار هم په تیزېدو وو، د انسانیت په دې قافله کې د آدم (علیه السلام) ټوله اولاده شامله وه ، د انسانیت د زرګونه کلو تهذیبونه او د لکونو انسانانو زحمتونه موجود وو، د قافلې ګډونوال یا په ژور خوب وېده وو، او یا هم د غوره ځای د ترلاسه کولو لپاره یو له بل سره لاس او ګریوان وو، ځينو یې له یو بله مخونه اړولي مرور وو، ځيني د ځان په شان خلکو باندې په حکم چلولو مصروف وو، ځيني پکې د خوراک او څښاک په تر لاسه کولو مصروف وو، او ځيني په ساز او سرود، خو هیچا دې ته پام ونکړ چې قافله د کومې کندې په لور روانه ده او هغه کنده څومره نږدې ده.
د انسانیت څېره له ورایه تروتازه وه، خو زړه یې کمزوری شوی وو، ذهن یې ستړی وو، ضمیر یې مړ، او ساه یې لوېدلې وه، ډېر موده شوې وه چې انسانیت د ایمان او یقین له شتمنۍ بې برخې شوی وو، په ټول ځمکه کې له ګرځېدو وروسته هم یو د یقین څښتن نه موندل کېدو، وهمونو په ټولې نړۍ قبضه کړې وه، انسانانو غلامي قبوله کړې وه، له یوه خدای پرته یې د هر چا په وړاندې د سر ټيټول منلي وو.
پاچاهانو خپل پایښت په وینه تویولو کې او آبادي یې د نورو د کلیو په ورانولو کې لېده، د دوی سپي په خېټه ماړه خو ولس یې د یوې مړۍ ډوډۍ پسې سترګې وتلې، د ژوند معیار دومره لوړ شوی وو چې ژوند کول ستونزمن شوی وو، چا چې دا معیار نشو پوره کولای نو د ځناورو په ډله کې شمېرل کېدل، ډول ډول مالیو او ټیکسونو د کارګرانو او مزدورانو ملاوې کږې کړې وې، جنګ کول او په وړو خبرو د ملکونو له منځه وړل او د قومونو بربادول د پاچاهانو امیرانو د چپ لاس کار وو، خلک د ژوند په فکرونو کې راګېر او د ډېرو ظلمونو او زیاتیو له وجې کمزوري او بی وسه شوي وو، په ټول هېواد کې داسې کوم بنده نه وو چې د خپل پیدا کوونکې د رضا کولو په اړه فکر وکړي، او یا هم د سمې لارې د موندلې لپاره ريښتونی کوښښ وکړي.
د نړۍ اصلاح نور د انسانانو په وس کې نه وه، خبره د یوه هېواد د آزادی او د یوه قوم د پرمختګ نه وه، د انسانیت لمنه شلېدلې او بدن یې داغ داغ وو، د اصلاح لپاره چې کوم کسان وړاندې راتلل، پدې پلمه به په شا کېدل چې زړونه مو اصلاح او ترمیم ته اړتیا لري.
هېڅ فیلسوف، حکیم، شاعر او ادیب د میدان اتل نه شو، ټول په یوه مرض ککړ وو، نو یو مریض د بل مریض علاج څرنګه وکړي، څوک چې پخپله له یقین څخه بې برخې وي، څرنګه به نورو ته د ایمان لاره وښايي؟ څوک چې پخپله تږی وي، نو د نورو تنده به څرنګه ماته کړي؟ د انسانیت قسمت ته دروند قفل لګېدلی وو او کيلي یې ورکه شوې وه.
د نړۍ مالک په دې حالاتو خوښ نه وو، نو د عربو آزادو او ساده خلکو له منځه یې یو استازی راولېږه، ځکه چې د نړۍ د ناوړه حالاتو سمون له پېغمبر څخه پرته بل چا نشو کولای، ددې پېغمبر اصلي نوم محمد بن عبدالله (ﷺ) وو، د خدای لکونو درودونه دي وي پر هغه.
هغه (ﷺ) د انسانیت کاروان په کنده کې له پرېوتو وژغوره، خو خپل او د خپلې کورنی ژوند یې خطرونو سره مخ شو، په دغه لاره کې یې هر ډول قرباني ورکړه، د پاچاهی تاج یې و نه مانه او د مال دولت او عیش لوی وړاندیزونه یې رد کړل، خپل ګران وطن یې پرې ښوده، ټول عمر یې نا آرامه تېر کړ، په ګېډې پسې یې کاڼي وتړل، کله یې هم دومره خواړه و نه خوړل چې ګېډه یې ډکه شي، خپله کورنی یې په غربت او تنګسه کې شریکه کړې وه، د هرې قربانی او خطر په وخت کې له نورو وړاندې خو د ګټې او هوساینې په وخت کې تر هر چا لرې وو، خو تر هغې یې له دې نړۍ څخه تشریف یو نووړ تر څو یې دا نړۍ په سمه لاره نه وه روانه کړې او تاریخ تګلوری یې نه وو بدل کړی.
په درویشتو کلونو کې د نړۍ تګلاره بدله شوه، ضمیر ویښ شو او د نیکی لورې ته مېلان زیات شو، د ښو او بدو ترمنځ فرق کول پیل شول، د خدای د بندګی لارې خلاصې شوې، انسان ته د انسان په وړاندې ټيټېدل شرم ښکاره شو، قومي او نسلي غرور مات شو، ښځو ته حقوق ورکړل شول، د کمزورو او بې وسو ملاتړ وشو، غرض دا چې ورو ورو نړۍ بدله شوه، په هغه ځمکه چې پکې له خدایه وېرېدونکی یو شخص نه وو، هلته په لکونو داسې انسانان پیدا شول چې په تورو تیارو کې هم له خدایه وېرېدل، دولت او شتمني یې یقين او عقېده وه، داسې خلک پیدا شول چې له دښمن سره یې هم انصاف کاوه، د حق په معامله کې یې د خپل اولاد پروا هم نه کوله، د خپل ځان خلاف ګواهي ویلو ته تیار وو، د نورو د هوساینې او آرام لپاره به یې ستونزې او مصیبتونه ګالل، کمزورو ته یې د طاقتورو په وړاندې ترجیح ورکوله، د شپې لخوا عبادت کوونکي او د ورځې توریالي وو، پر خواهشاتو حاکم او غالب، یوازې د یوه خدای په وړاندې محکوم او یوازې د یوه خدای غلامان وو، دوی دا نړۍ له پوهې، یقين، تهذیب، روحانیت او د خدای (ﷻ) له ذکر څخه ډکه کړه.
د زمانې حال بدلون وموند، انسانان او نړۍ بدله شوه، ځمکه او اسمان هم بدل شو، دا ټول بدلونونه د همدې پېغمبر د کوښښ تعلیم او لارښوونې نتیجه وه، د آدم(علیه السلام) پر اولاد باندې د چا دومره احسان نشته څومره چې د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د نړۍ په انسانانو باندې ده، که له دې نړۍ څخه هغه څه واخېستل شي کوم چې محمد رسول الله (ﷺ) دې نړۍ ته وړاندې کړي، نو انساني تهذیب به زرګونه کاله شا تګ وکړي، او د ژوند له محبوبو څيزونو به محروم شي.
د رسول الله (ﷺ) د پیدایښت ورځ دې ولې مبارکه نه وي، په کومه ورځ چې د نړۍ تر ټولو مبارک انسان پیدا شو، چا چې نړۍ ته د ایمان لاره وښوده، چا چې د نړۍ ته نوی ژوند ورکړ.
لېکنه: علامه ابوالحسن علي ندوي (رح)
ژباړه: رحمت الله خاموش