د روژې ډولونه کوم دي؟

د روژې اته ډولونه دي:

۱- معين فرض.
۲- غير معين فرض.
۳- معين واجب.
۴- غير معين واجب.
۵- سنت.
۶- نفل او مستحب.
۷- مکروه تحريمي.
۸- مکروه تنزيهي.

معين فرض روژه: معين يا ټاکلي فرض د رمضان روژې دي چې په خپل ټاکل شوي وخت کې يې ادا کول فرض دي.

غير معين فرض روژه: غير معين فرض د رمضان قضايي او د کفارو روژې دي، دا روژې فرض دي خو ټاکلی وخت نه لري، او دا فرض عملا فرض خو اعتقادا فرض نه دی؛ ځکه يې منکر کافر نه بلل کيږي.

معين واجب روژه: د معين نذر روژې په خپل ټاکلي وخت کې نيول واجب دي.

غيرمعين واجب روژه: د مطلق نذر روژې واجب دي؛ خو ټاکلی وخت نه لري.

سنت روژه: لکه د محرم نهمې او لسمې ورځې روژې.

نفل او مستحب روژه: لکه د هرې مياشتې ديارلسمه، څوارلسمه او پنځلسمې ورځې روژې نيول مستحب دي.

مکروه تحريمي روژه: د اختر په ورځ روژه نيول مکروه تحريمي ده.

مکروه تنزيهي روژه: لکه د محرم يوازې لسمه ورځ روژه نيول مکروه تنزيهي دي، او يوازې د شنبې ورځې روژه نيول هم مکروه ده، دغه راز د نوروز او مهرجان په ورځ هم روژه نيول مکروه دي، مګر که د عادت له ورځو سره يې برابره شي، بيا پروا نه کوي. ([1])


[1] : الفقه الاسلامي و ادلته ۲/۵۱۰-۵۲۱.

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب