د هدیرو پر قبرونو مې ولوستل چې … | خلیل جبران

خلیل جبران وایي: د هدېرې پر بېلا بېلو قبرونو مي دا لیکنې تر سترګو شوې:

د یؤه غریب پر قبر لیکل شوي وو:
لوڅ نړۍ ته راغلم، لوڅي پښې مي ژؤند وکړ او لوڅي پښې اخيرت ته لاړم.

د یؤه دولتمند پر قبر مي دا کرښي ولیدې:
ټول کسان مي پر پیسو راضي کړل،خو یوازي د مرګ پرېښته وه چي پر پیسو راضي نۀ شوه.

د یؤه لېؤني پر قبر مي ولؤستل:
روغ رمټ او هوښیار نړۍ ته راغلم او روغ رمټ ژؤند مي وکړ، خو ستاسو د کړنو لۀ امله مي ځان لېؤنی اچؤلی و.

د ډاکټر پر قبر دا لیکنه وه:
د هري ناروغۍ درمل شته،خو د مرګ نۀ.

د يؤه زړۀ ماتي کس پر قبر داسي لیکلي وو:
ما یؤ ځل قیامت لېدلی بیا قیامت ته نۀ یم خفه.

د یؤ ځوان پر قبر دا لیکل وو:
یؤ بل مۀ ازارؤئ!
پر خدای قسم چي پښیمانه کېږئ به!

د یؤ بې کوره پر قبر لیکل شوي وو:
شکر الحمد لله بالاخره د کور مالک شؤم.

د یؤ ماشوم پر قبر دا لیکنه وه:
شکر چي لوی نۀ شؤم او پۀ وحشت کي شریک نۀ شؤم.

د یوې مور پر قبر دا کرښه لیکل شوي وه:
هیله لرم چي زما پر بچیانو پاملرنه وکړئ!

د یوه یتیم پر قبر داسې لیکنه وه:
خوشال یم چي مور او پلار ته ورځم.

او د یوې تازه کونډي شوي ناوي پر قبر د هغې ټیکری ځؤړند ؤ او دا خبره پرې لیکل شوې وه:
زۀ به یؤ ځل بیا د مېړۀ میرمن شم او کونډه به نۀ یم.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب