د روژې ډولونه او د ماتېدو سببونه
د روژې ډولونه:
۱ـ فرض روژه: لکه د روژې مبارکه مياشت او د هغې قرض، نذر او کفاره روژه چې د نذر روژې ته واجب روژه هم ويلی شو.
۲ـ سنت روژه: لکه د محرم د مياشتې د نهمې او لسمې ورځ.
۳ـ مستحب او نفلي روژه:
الف: د هرې مياشتې د ۱۳، ۱۴ او ۱۵ ورځې روژه نيول.
ب: د عرفې په ورځ روژه نيول.
ج: د دوشنبې او پنجشنبې د ورځو روژه نيول.
د: د شوال د مياشتې شپږ ورځې روژه نيول پرله پسې يا بېلابېل.
هـ: که چېرې څوک يې توان ولري نو دا به ښه وي چې یوه ورځ روژه ونيسي او يوه ورځ روژه ماته کړي.
د نفل د روژې حکم:
کله چې يو کس په نفلي روژه پیل کوي، په هغه فرض ده چې روژه بشپړه کړي، که چېرې هغه روژه ماته کړه، نو بايد قضايي يې حتما ونيسي.
۴ـ حرامه روژه:
د کوچني او لوی اختر د ورځو او له هغې څخه درې ورځې وروسته روژه نيول چې هغه ته د تشريق ورځې هم ويل کېږي.
۵ـ مکروه روژه:
په جلا توګه د جمعې د ورځې روژه نيول، د نوي کال په لومړۍ ورځ روژه نيول او یا هم د روژې له مياشتې څخه يوه يا څو ورځې مخکې روژه نيول.
د روژې د مياشتې په ليدو سره په ټولو مسلمانانو په دې مياشت کې روژه نيول فرض کېږي.
د روژې د ماتېدو سببونه:
د روژې د ماتېدو سببونه په دوه ډوله دي:
الف: هغه د ماتېدو سببونه چې کفاره او قضاء، داوړو ته اړتیا لري.
ب: هغه د ماتېدو سببونه چې يوازې قضاء ته اړتيا لري.
لومړی: هغه ماتوونکي څيزونه چې کفاره او قضاء واړو ته اړتیا لري:
هغه مهال چې يو کس پرته له شرعي عذر څخه ډوډۍ وخوري، څه شی وچښي او يا د خپل شهوت لپاره د خپلې ميرمنې سره جنسي اړيکه ونيسي.
په پورتنيو حالاتو کې د لاندو شرايطو په بربنسټ دواړه قضاء او کفاره بايد وکړل شي:
۱ـ کلکه چې روژه د روژې په مبارکه مياشت کې وي نه قضايي او نور …
۲ـ معقول عذر موجود نه وي لکه سفر، بيماري او نور …
۳ـ د روژې په ماتولو کې خپلواک وي، يعنې څوک يې د روژې ماتولو ته اړ نه باسي.
۴ـ روژه قصدا ماته کړي، نه په سهوه، خطا او يا هيره.
دويم: هغه د روژې د ماتېدو سببونه چې يوازې قضاء ته اړتيا لري:
۱ـ کوم کس چې داسې شی وخوري چې هغه نه ډوډۍ وي او نه د ډوډۍ په حکم کې راشي.
۲ـ هغه شی چې ډوډۍ نه ده، مګر د ډوډۍ په حکم کې راځي، لکه درمل او نور.
۳ـ د شهوت د ناستې لپاره په ناقص توګه جنسي اړيکه.
کله چې څوک روژه له هيره باسي او روژه ماتوي، هر کله يې چې روژه ياد ته راشي، روژه يې سمه ده، هغه قضا او کفارې دواړو ته اړتيا نه لري.
په روژه کې د مسواکو او رنجو کارول هم جايز دي.
د روژې ځينې نورې ځانګيړنې:
-
په روژه ماتي کې بيړه او په پشلمي کې لټي یا تاخیر ثواب لري.
-
د امکان په صورت کې روژه بايد په خرما، اوبو يا شيدو ماته شي.
-
د روژه ماتي په وخت کې الله ﷻ د خپل بنده هره مشروع دعاء مني.
-
د روژې د مبارکې مياشتې په وخت کې عبادات ډېرې لوړې مرتبې ته رسېږي، نو ځکه بايد ترې ډېره ګټه واخلو. لکه نفل، تهجد، د قرآن پاک تلاوت، ذکر، صدقات، زکات ورکول، معروف (ښيګڼې) ته امر او منکر (بديو) ته نهې (ډډه) او داسې نور …
-
د روژې د مياشتې په وروستيو لسو ورځو کې اعتکاف ته کېناستل سنت دی، نارينه په جومات کې او ښځينه د خپل کور په جومات يا په تشه خونه کې اعتکاف ته کېني، د اعتکاف وخت د روژې د شلمې ورځې د لمر له لوېدو (غروب) څخه پیل کېږي او د آخرې روژې د لمر تر لوېدو (غروب) پای ته رسېږي.
-
د روژې د مياشتې په وروستيو لسو ورځو کې د قدر د شپې لټون چې د ۸۳ کالو له عبادت څخه ډېر لوړ مقام لري، يو با ارزښت او مهم کار دی، مونږ بايد دغه آسانتيا له لاسه ورنه کړو.
-
روژه لرونکی کس بايد خپل ټول اقوال، اعمال له بدو، زشتو او نه خوښېدونکو کړنو څخه وساتي، که نه نو د هغو روژه هېڅ ثواب او اجر نه لري.