د رسول الله ﷺ ټولنيز اخلاق

دويمه برخه: د سول الله ﷺ له ملګرو سره چلند

که څه هم رسول الله ﷺ د الله جل جلاله پیغمبر او تر نورو انسانانو د رتبې له اړخه ډېر لوړ وو خو هغه بې مثاله ټولنيز او ښه اخلاق درلودل.

رسول الله ﷺ به تل د ملګرو خوشالي او خوښۍ غوښتله هغه به له ملګرو سره د يو عادي ملګري په څېر ژوند کول د هغه د ښو اخلاقو له امله به هغوی هم د رسول الله ﷺ په مجلس کې نه تنګېدل بلکې دا به د دوی د خوښي مجلس و.

هغه به کوښښ کول د دې پرځای چې خلک له ده سره په مجلس کې پټه خوله کښېني ، تکليف شي یا یوازې د ده خبرې واورل شي د خلکو طبيعت او خوشالي به يې په پام کې نيوله د هغوی خبرې به یې اورولې د هغوی خبرو، کيسو، پوښتنو، او غوښتنو ته به یې پاملرنه کوله ، پوښتنې به يې په ډېره نيکه، حکيمانه توګه او ښايسته لهجه ورته ځوابولي.

هغه به له ملګرو سره د يوو عادي او خواږه ملګري په توګه ژوند کول تر ملګرو به يې ځان لوړ نه بلل؛ د نورو ملګرو په څېر په هر کار او خدمت کې به يې ونډه اخستله.

د خپلو ملګرو (صحابه وو) مشورې ته به يې پاملرنه کوله او د هغوی نظر چې به ورته سم مالوم شول ورباندې عمل به يې کول سلمان فارسي رضي الله عنه د خندق غزوه کې د خندق کيندلو مشوره ورکړه، وه یې ویل: چې په خلاص میدان کې مقابله کول مناسبه نه ده. د سلمان فارسي رضي الله عنه، مشوره يې ومنله او عملا يې د خندق په کیندلو کار پیل کړل.

سماك بن حرب وايي: جابر بن سمرة ته مې وويل: آيا تا له رسول الله ﷺ  سره مجلس کول؟ هغه وويل: هو هغه ﷺ به ډېر وخت پټه خوله و، ملګرو به يې له ده سره مجلس کې شعرونه ويل، د جاهليت د وخت کيسې به يې کولي، خندل به يې؛ خو هغه ﷺ به مسکی کېدل د هغوی د خندا وخت کې رسول الله ﷺ مسکا کوله.

مشهور صحابي زيد بن ثابت رضي الله عنه وايي: موږ چې له رسول الله ﷺ سره د دنيوي موضوعاتو په اړه خبرې کولي هغه به په هغې موضوع کې راسره خبرې کولي؛ که به مو د آخرت په اړه ورسره خبرې کولي د آخرت په اړه به يې خبرې راسره کولي؛ که به مو د خوړو په اړه خبرې ورسره کولي په همآغه اړه به يې راسره خبرې کولي.

انس ابن مالک رضی الله عنه وایي: ما لس کاله د رسول الله ﷺ خدمت وکړ، خو هېڅکله یې راته ونه ویل: ‘تا دا ولې وکړل؟’ یا ‘ولې دې داسې ونه کړل؟’.”

دا ښيي چې د رسول الله ﷺ اخلاق څومره نرم او ښه وو او هغه څومره د ښایسته اخلاقو څښتن وو، هیڅکله یې سخت غبرګون نه ښودل، هیڅ وخت یې داسې څه نه ویل چې د ده د کشر خدمت کونکي انس رضي الله عنه د خپګان او زړه بدي لامل شوی وای.

حدثني الوليد بن أبي الوليد أن سليمان بن خارجة حدثه عن أبيه أن نفرا من أهل العراق دخلوا علی زيد بن ثابت فقال: کنا مع رسول الله ﷺ  فاذا ذكرنا الدنيا ذکرها معنا و إذا ذكرنا الآخرة ذكرها معنا و إذا ذكرنا الطعام ذكره معنا. رواه الترمذي في الشمائل

حدثنا سماك عن جابر بن سمرة قال: قلت له: أكنت تجالس رسول الله  ؟ قال: نعم كان طويل الصمت و كان أصحابه يتناشدون الشعر عنده و يذكرون أشياء من أمر الجاهلية و يضحكون فيبتسم معهم إذا ضحكوا.رواه البيهقي في دلائل النبوة

« عن أنس بن مالك. قال: ‌خدمت ‌رسول ‌الله صلى الله عليه وسلم عشر سنين. والله! ما قال لي: أفا قط. ولا قال لي لشيء: لم فعلت كذا؟ وهلا فعلت كذا؟»«صحيح مسلم» (4/ 1804 )

ليکوال: نقيب احمد حميدي

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ