د رسول الله ص د سینې څیرې کېدل | شق الصدر

شق الصدر:

 د محمد (صلى الله عليه وسلم) دشق صدر پېښه په څلورم يا پنځم کال کې پېښه شوېده . ددې واقعې د پېښېدو څخه وروسته بي بي حليمه وويرېده رسول الله (صلى الله عليه وسلم)يې بيرته خپلې مور ته وروګرځولو . د خپل عمر په شپږ کلنۍ کې يې خپله مور په ابواء سيمه کې له لاسه ورکړه وروسته لدې نه د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پالنه نيکه يې عبدالمطلب په غاړه واخيسته خو محمد (صلى الله عليه وسلم) دا پالونکى هم د خپل عمر په اته کلنۍ کې له لاسه ورکړ. د عبدالمطلب له مړينې څخه وروسته د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پالنه ابوطالب ته وروسپارل شوه . په ١٢ کلنۍ کې ابوطالب هغـــه له ځان سره د شام په لوري په تجارتي کاروان کې ملګــرى کړ کله چې (بصرى)ته ورسېد بحيرا راهب چې نوم يې ((حبرجيس )) و د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په ليدو سره هغه يې وپېژندلو چې دا هماغه خاتم النبيين دى چې زيرى يې په انجيل او تورات کې ورکړل شوى دى . له ابوطالب څخه يې وغوښتل چې هغه بايد بيرته وګرځوي تر څو يهوديان هغه ته کوم ضرر ونه رسوي (1). په (١٥) کلنۍ کې يې په حرب الفجار کې ګډون وکړ او خپلو ترونو ته يې غيشي د ويشتلو لپاره چمتوکول دا جګړه ځکه په حرب فجار باندې نومول شوېده چې په هغو کې د حرم او د حرام مياشتو حرمت تر پښو لاندې شو .

[irp][irp][irp]

پدې جګړې پسې د ذي القعدې په مياشت کې حلف الفضول ( د ځوانمردانو تړون ) سرته ورسېد رسول الله (صلى الله عليه وسلم)ددې تړون په تړلو کې شرکت درلود. دا تړړون د مظلومانو د ملاتړ لپاره منځته راغلى و .

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د ځوانۍ په منګ کې کوم مشخص او ځانګړى مصروفيت نه درلود په متعددو رواياتو کې راغلي دي چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په بني سعد او مکه کې شپني کړېده خو کله چې  (٢٥) کلن شو د خديجة الکبرى (رضي الله عنه)د تجارتي مال د پلورلو لپاره شام ته لاړ (داخبره په بشپړه توګه ضعيفه ده رسول الله (صلى الله عليه وسلم) هېڅکله شام ته سفرندى کړى دهغه سوداګريزکارباردمکې په شاوخواکې و)کله چې خديجې (رضي الله عنها) د محمد (صلى الله عليه وسلم) د ريښتينتوب ، امانتدارى او لوړو اخلاقو اطلاع ومونده او همدارنګه پخپل تجارتي مال کې يې چې برکت وليد نو دېته لېواله شوه چې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره واده وکړي خپل حال يې نفيسې ته وويل : هغې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته ددې خبرې اطلاع ورکړه رسول الله (صلى الله عليه وسلم)موافقه ورسره وښوده او د کار له جريان نه يې خپل ترونه خبر کړل . لنډه دا چې ددواړو نکاح وتړل شوه پدې وخت کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم)عمر ٢٥ کاله او د بي بي خديجې (رضي الله عنها ) عمر ٤٠ کاله ؤ .

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د خپل عمر په ٣٥ کلنۍ کې د کعبې شريفې د تعمير په بيا جوړولو کې ګډون درلود پدې وخت کې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ډېر ستر کړکېچ پخپل عبقريت سره له منځه يوړ ( 2 ).

 په (٤٠) کلنۍ کې په رسول الله (صلى الله عليه وسلم) باندې په غار حرا‌ء کې وحيې نازله شوه چې دا الهي رسالت يې (١٣) کاله په مکه مکرمه کې د ډېرو سختو ستونزو او کړاونو په ګاللو سره مخ ته بوتللو او لس کاله يې په مدينه منوره کې د (١٧) غزاګانو په ګډون مخ ته بوتللو او د (١١) هجري کال د ربيع الاول په دولسمه نېټه ددوشنبې د ورځې د غرمې په سخته ګرمۍ کې يې رحلت وکړ . د رحلت په وخت کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) عمر ٦٣ کاله او څلور ورځې و .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب