د رسول الله ص اولادونه
نبي كريم ص درې ځامن درلودل: ١: قاسم. ٢: عبدالله. ٣: ابراهيم.
1. قاسم: مكه مكرمه كې د نبوت څخه وړاندې پېدا او د دوه نيم كلنۍ او يا د اوؤۀ مياشتو په عمر كې وفات او په مكه مكرمه كې دفن شو.
2. عبدالله: چې په طيب او طاهر هم يادېده، په مكه مكرمه كې د نبوت څخه وروسته پېدا او د څه كم دوه كلو په عمر وفات او په مكه مكرمه كې دفن شو.
3. ابراهيم: د هجرت په اتم كال په مدينه منوره كې پېدا شو، د هجرت په لسم كال د شپاړس يا اتلسو مياشتو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات او د مدينې منورې جنة البقيع كې دفن شو.
نبي كريم ص څلور لورګانې درلودې
١: زينب. ٢: رقيه. ٣: ام كلثوم. ٤: فاطمة الزهراء.
زنيب: د رسول الله ص مشره لور وه، د نبي كريم د دېرش كلنۍ په عمر زېږېدلې وه، د ابو العاص بن ربيع سره يې نكاح وشوه چې له هغه څخه يې دوه بچيان: علي او ابو امامه پېدا شو، د هجرت په اتم كال د دېرش كلنۍ په عمر وفات شوه.
رقيه: نبي كريم درې دېرش كلن وو چې نوموړې پېدا شوه، لومړۍ نكاح يې د ابو لهب له ځوې عتبه سره وشوه، د تبت يدا سورة له نزول څخه وروسته د خپل پلار په وينا يې نوموړې له طلاق وركړ، بيا يې دويم واده له حضرت عثمان بن عفان سره وشو، د هغه څخه يې يو ځوې د عبدالله په نوم پېدا خو په بيا په ماشوموالي كې وفات شو، نوموړې د هجرت په دويم كال د شل كلنۍ په عمر وفات شوه.
ام كلثوم: د نبي كريم دريمه لور ده، د اسلام نه وړاندې د ابولهب د دويم ځوې عتيبه ته واده شوه، عتيبه هم د خپل پلار ابولهب په وينا نوموړې ته طلاق وركړ، د حضرت رقيې له مرګ څخه وروسته نوموړې حضرت عثمان بن عفان په نكاح كړه، له همدې امله به دريم خليفه عثمان بن عفان په ذوالنورين ياديده، نوموړې د هجرت په نهم كال د پينځه ويشت كلنۍ په عمر وفات شوه.
فاطمة الزهراء: هغه وخت نبي كريم پينځه ديرش يا يو څلوېښت كلن وو چې نوموړې پېدا شوه، په مدينه منوره كې حضرت علي ته واده شوه چې په نتيجه كې ورته خداې پاك دوه ځامن: حضرت حسن او حُسين او دوه لورګانې: زينب او ام كلثوم وركړل، فاطمه د درويشت يا نهه ويشت كلنۍ په عمر له دې فاني دنيا څخه خداې په اماني واخيسته.