د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوندور ژوند

يوه ورځ يو صحراميشتی رسول الله ته راغی او د سفر له پاره يې د هغه اوښ ترې وغوښت. رسول الله وفرمايل: زه غواړم تا د اوښ بر بچي سپور کړم. صحرايي وويل: د اوښ په بچي څه وکړم، هغه کله زما بار وړی شي؟ هغه ور ته وويل: آيا غټ اوښ هم د بل اوښ بچی نه دی؟

د اُم ايمن په نوم يوه ښځه د خپل ميړه د څه اړتيا له پاره رسول الله ته راغله. هغه صلی الله علیه وسلم پوښتنه ترې وکړه چې مېړه دې څوک دی؟ هغې وويل: فلانی. رسول الله وفرمايل: هماغه چې په سترګو کې يې سپينوالی دی؟ هغې وويل: اې رسول الله! په سترګو کې يې سپينوالی نشته. رسول الله وفرمايل: چې شته. ښځه په منډه لاړه او د خپل ميړه سترګو ته ځېره شوه. ميړه يې ترې وپوښتل څه شی ګورې؟ ويې ويل: رسول الله ستا په هکله وويل چې په سترګو کې دې سپينوالی دی. ميړه يې وويل: نه ګورې چې د سترګو سپين مې له تورو څخه زيات دي؟

جابر بن عبدالله وايي: يوه ورځ رسول الله ته ورغلم ومې ليدل چې حسن او حسين يې پر شا سپاره دي او هغه په دواړو لاسونو او پښو روان دی او وايي چې ستاسې اوښ څومره ښه اوښ دی!

د رسول الله له ملګرو څخه يو کس د نعيمان په نوم ؤ چې ډېر شوخ او خوږ ژبی ؤ. له رسول الله سره يې شوخي کوله. يوه شوخي يې دا وه چې هر کله به مدينې ته راته څه شی به يې له ځان سره رسول الله ته راوړل او ور ته ويل به يې چې دا مې ستا له پاره ډالۍ راوړې.

ناڅاپه به د هغه مال څښتن راغی او له نعيمان څخه به يې د هغه پيسې غوښتې. نعيمان به هغه رسول الله ته راووست او ور ته وبه يې ويل چې د نوموړي جنس پيسې ورکړي. رسول الله به ويل چې دا دې زما له پاره ډالۍ نه وه راوړې؟

هغه به ور ته ويل چې ارمان مې ؤ چې ته يې وخورې مګر پيسې مې نه درلودې. رسول الله به وخندل او امر به يې وکړ چې پيسې يې ورکړئ.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب