د ذولحجې ۷ تر ۱۲ ورځې اعمال

بغير دطواف اوسعې نه نور ټول اعمال او مراسم دحج په منٰى او عرفات او مزدلفه كې اداء كيږي او دا اعمال له اوومې دذوالحجې شروع كيږي په دولسم اويا دريالسم دذوالحجې ختميږي .

د اوومې ورځې د ذوالحجې اعمال:

سنت طريقه ده چې بعد له ماسپښين لمانځه نه خليفه يا نائب دخليفه دمسلمانانو حُجاجوته كيفيت دمناسكو دحج بيان كړى چې هغه منٰى ته تلل ، عرفات ، مزدلفة ، ته تلل دي روسته له ځان پوهولو نه بعد بايد حُجاج لوازم دمنٰى او عرفا او مزدلفې تيار اماده كړي مثلاً وگورى چې احرام پاك اوسوتره وي همدارنگه كمر بند ، وړوكى بكس دعاړې چترې كه هوا گرمه وي دضرورت لپاره دوائي او داسې نور ضروريات بايد ځان سره برابر كړي.

د اتمې ورځې  اعمال:

لكه څرنگه چې مخكې مې وويل چې كومو كسانو چې دحج مفرد اويا حج قران احرام تړلى وي بعد له طواف اوسعې نه دې خپل احرام نه خلاصوي همدغه احرام كې دې منٰى ته لاړشي : او حاجې تمتع دى روسته له اداٴ كولو دعمرې نه ځان حلال كړي اوساكن دمكې مكرمې گرځيدل غواړي چې حج وكړي له همدغه ځاى نه يعنى له خپل د اوسيدو له ځايه دې دحج احرام وتړي او په اتم دذالحجې دې منٰى ته لاړشي .

(مسئلې):

(۱) مستحب ده چې احرام روسته له طلوع  دلمرنه وتړي اوله داخل دمسجد الحرام نه وي .

(۲) كه حاجې غواړي چې سعې دحج مخكې دمنى او وقوف دعرفې نه وكړي بايد طواف وكړي اوبيا دې سعې دصفا او مروه هم وكړي خو په احرام كې بيا كوم وخت چې فرضي طواف كوي بيا پرې سعې نشته

your ads

(۳) حاجې بايد داحرام تړلونه روسته مخكې دماسپښين څخه بايد منٰى ته ځان ورسوي.

(۴) سنت طريقه ده چې حاجي بايد دماسپښين ماذديگر ماښام ماسختن لمونځونه په اتم دذولحجې په منٰى كې وكړي او په نهم دذو الحجې بايد دسحر لمونځ په منٰى كې په جماعت سره اداء كي .

(۵) بايد دامكان په صورت كې كچيرته ممكن وي دمنٰى دروځو لمنځونه بايد په مسجد خيف كې وكړي .

دنهمې دذوالحجې دورځې اعمال:

په نهمه ورځ د ذى الحجې اداء كول د(ركن) اعظم دحج دى چې وقوف دعرفات دى چې بغير ددينه حج نه اداء كيږي ثبوت دوقوف په عرفات په كتاب الله سره .

(۱) له دې ايت څخه فرضيت دعرفات ثابتيږي : وَلِلہِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ اِلَیْھِ سَبِیْلًاﺚ الايه     .

(۲) دويم – په حديث سره نبى كريم 0نه چاپوښتنه وكړه : مَاالْحَجُّ يَارَسُوْل َ الله قَالَ اَلْحَجُّ عَرَفَة الحديث او دا حديث تُفصل اومبين  دى لپاره د ايت مذكوره .

د لسمې ورځ دذى الحجې (مناسك او اعمال )

لسمه ورځ دذى الحجې ډيره د تكليف او مشقت نه ډكه ورځ ده او دا اوله ورځ داختر هم ده اكثره مناسك او اعمال دحج په دې ورځ كې اداء كيږي تفصيل ددغو مناسكو او اعمالو په لاندې ډول سره بيا نيږي  اول وقوف په مشعر الحرام كې چونكې وقوف دمشعر الحرام روسته دصبح صادق نه كيږي نو دا داعمالو دلسمې ورځې نه حسابيږي وقوف دمشعر الحرام واجب ده وجوب يي په دې اية سره ثابت ده : َاِذَآ اَفَضْتُمْ مِّنْ عَرَفٰتٍ فَاذْکُرُوا اللہَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِﺕ وَاذْکُرُوْھُ کَمَا ھَدٰٿکُمْﺆ وَاِنْ کُنْتُمْ مِّنْ قَبْلِھ۪ لَمِنَ الضَّا۬لِّیْنَﰕ.

وروسته له دې چې حاجي شپه په مزدلفه كې تيره كړه هوښيار او بيدار اوسي چې مخكې له صبح صادق نه له خوبه رابيدارشي او اودس وكړي ځكه په دې وخت كې په تشنا بونو باندې نوبت هم وي روسته بيا ازدحام كيږي اول خو با يد كوشش وكړي چې ځان مشعر الحرام ته ورسوي چې په جنوب طرف دمزدلفې كې قرار لري اوكه ازدحام كې تلل مسير نه  شو باك نشته چې هرځاى دمزدلفې يو څو دقيقې ځان په دعا او ذكر تكبير اوتهليل سره ځان مشغول كړي ځكه چې مزدلفه داخل په مشعر الحرام كې ده.

 تنبيه :

(۱)   وقوف په مشعر الحرام كې معينه اندازه نلري ځكه ايت مطلق ذكر شوى دى

(۲)   وقوف په مشعر الحرام كې روسته له صبح صادق نه واجب ده كه چا بغير دعددنه مخكې له صبح صادق نه دمزدلفې نه خارج شو (دم ) پرې لازميږي اوكه مريض وو يا سپين ږيرى وو بيا كه مخكې لاړشي دم پرې نه لازميږي خواحتياط به ډيرښه وي چې دا معذوركسان لږ انتظار وكړي چې له صبح صادق نه بعد لږ وخت وقوف وكړي دابه ډير ښه وي بيا دخيرده دطلوع دشمس نه دښه ډير مخكې لاړشي دا صرف لپاره دمعذوروكسانو او روغ او جوړ به انتظار كوي چې لمر ختلو نه لږ مخكې حركت په طرف دمنٰى وكړي

(۳) وقوف په مزدلفى كې هرځاى جائز دى بغير د وادي (وادى محسرنه) چې غرب دمزدلفې په طرف دمنٰى واقع ده روسته دوقوف كولو دمزدلفې نه به حاجي له مزدلفې نه په طرف دمنٰى حركت وكړي خو ډير په وقار اونرمئ سره به ځي په لاره كې به تلبيه او تكبير او نور ذكرونه كوي كه پياده وي او كه په سوارلئ كې وي.

(۴)   چې كله حاجي منٰى ته ورسيدو خپل ځان به جمرى عقبٰى ته ورسوي جمر عقبه اخري جمره ده له درې جمرو څخه په دى اوله ورځ به فقط داخير جمره عقبه به په كاڼو ولي په اوو شگو سره مسنونه طريقه دويشتلو درمې جمراتو داده چې حاجي بايد منٰى په ښه طرف او كعبه شريفه په چپ طرف كې ونيسي.

(۵)  حاجي بايد جمره ويشتل ديو  گز نه نزدې او دلسو گزونه لري فاصله كې ونه كړي اوبايد دويشتو په وخت كې تكبير يعنى بسم الله  الله اكبر ووائي.

(۶) ويشتل دجمروبايد په هره شگه جدا جدا وي اوكه په يو ځل يي ويشتى دابه يو ه شگه سره حسابيږي .

(۷) بيا به دجمرې نه روسته يعنى دجمرى عقبى دويشتلو نه روسته به قربانى وكړى په حاجي تمتع اوحاجي قارن باندې واجب ده  اوله قرباني نه بعد به دخپل سر حلق وكړي يعنى دسرويښتان به لري كړي يا د ساتې دا خبره جې دسر ويښتان بايد له قربانې نه مخكې لرى نه كړي كه چا مخكې لرې كړو بيا پرې دم لازميږي اول به قرباني وكړي بيا ورسته دسرويښتان لري كوي روسته دقربانى او دحلق نه به بيا طواف زيارت ته ولاړشي په هم دغه ورځ كه طاقت كې وو ځكه اوله ورځ طواف كول ډير افضل دى طواف به وكړي بيا چې كله دطواف زيارت چې هم دا فرضى طواف ده فارغ شي نوبيا شپه بيرته منٰى ته ورسوي خپل كيمپ اويا حدودو دمنٰى ته.

د ذى الحجې د يولسمې او دولسمې ورځې اعمال

په يولسم يا دولسم دذوالحجې چې دويمه او دريمه ورځى داختر دى په حاجې باندې بغير دويشتلو دجمرو اوشپه تيرول په حدودو دمنى كې بل عمل نشته او جمرې به په دغو دوو ورځو كې په لاندې ډول سره وكړى .

(۱) وړه جمره

(۲) ميانه جمره

(۳) غټه جمره چې جمره عقبه ورته وائي يا جمره اولى او ديمى ته جمره الوسطه اودريمې ته جمره عقبه وائي دا جمرى به دمسجد خيف له طرفه شروع كوي بيا به په دغه ترتيب سره راځي  روسته له جمرو ويشتلو نه بغير دطواف وداع يعنى درخصتې طواف نور ټول مراسم دحج ختميږي .

طواف وداع : ديته طواف صدر هم وائي ځكه چې صدر په معنى درجوع سره راځي نو ديته طواف صدر وائي چې حاجيان خپل وطن ته رجوع كوي نو حاجي په دى طواف سره دكعبې شريفې نه خداى پاماني يارخصت اخلي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب