د دعوت اړتيا

پوښتنه: اوسمهال ددې څومره اړتيا ده، چې يوه نړيواله اداره جوړه شي، ترڅو هر وخت د قران کريم د تعبير او تفسير څارنه وکړي؟ پداسي حال کې چې اوسمهال اسلام د ميډيا پواسطه ډير غلط او بد تعبيريږي، ستا په نظر مسلمانان بايد څه ډول دعوت وکړي. ځيني عالمان بعضي اسلامي موضوعات په يوه وخت کې په بېلا بېل ډول تعبير او تفسيروي.

راځئ چې ټول اختلافات يو مناسب ځای او وخت ته پريږدو. اوس چې د څه اړتيا او ضرورت دی هغه ترسره کړو…

ځواب:

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

ستا له پوښتنې مننه.

اسلام ضد تبليغات

که موږ تير وخت ته نظر وکړو، داسی هيڅ وخت نه ليدل کيږي، چې د اسلام په ضد دې تبليغات نه وي شوي، په اسلام باندې دې ګذارونه نه وي شوي، تاسو ته د پيغمبرانو کيسې معلومې دي، په هغوي باندې ظالمانه حملې شوي او ناوړه تورونه پرې لګيدلي، ډير وخت ګواښل شوي دي. خو هيڅ کوم ګواښ، حملې او يا تورنو دوي له خپلې هغې دندې او موخې څخه نه دي په شا کړي، چې د لوي خداي له لوري ورته سپارل شوي وې.

لکه څرنګه چې دوي (ص) زموږ سر لاري او لارښوونکي دي، موږ بايد د اسلام ضد تبليغات او پروپاګنډاوې بې زړه او مايوسه نه کړي، موږ بايد په ډير جرائت سره د خدای تعالی راسپارل شوې مقدسه وظيفه سرته ورسوو او د هغه نوم لوړ کړو يانې موږ بايد د اسلام د دعوت لپاره هره هغه وسيله وکاروو چې په لاس کې يې لرو.

مسلمانان د دعوت په ارزښت نه دی پوی شوي

خو له بده مرغه د نننۍ زمانې مسلمانان تر اوسه د دعوت، چې اوسمهال تر ټولو اړينه دنده ده، په اهميت نه دي پوهيدلي

شايد دا خبره تر يوې اندازې ريښتيا وي، چې ځيني عالمان په عين وخت کې د يوې موضوع بېلا بېل تعبيرونه کوي، خو هوښيار او ځيرک مسلمانان بايد له خپلې پوهې څخه کار واخلي او د ښو او بدو ترمنځ توپير وکړي. دغه موضوعات په حقيقت کې بې اهميته او سطحي موضوعات دي او د نظر اختلاف بايد موږ سره بېل او بې اتفاقه نه کړي، ځکه زموږ په وړاندې ډيرې مهمې او اړينې دندې شته چې بايد تر سره يې کړو.

مسلمانانو ته اوس څه پکار دي؟

د قرانکريم په اړه بايد ووايم، چې هغه په خپله خدای تعالی اسان جوړ کړی، ترڅو موږ د هغې د لارښوونې سره سم ښه او غوره ژوند وکړو. د نظرونو اختلاف په اړه خدای تعالی پخپله د قيامت په ورځ پريکړه کوي. راځئ چې ټول اختلافات يو مناسب ځای او وخت ته پريږدو. اوس چې د څه اړتيا او ضرورت دی هغه ترسره کړو. اوسمهال د مسلمانانو لپاره تر ټولو مهم او اړين اتحاد او يووالی دی، راځئ چې سره متحد او يو موټی شو، ترڅو د خدای راسپارل شوی مقدسه وظيفه په ښه ډول تر سره کړو.

خدايه موږ ته هدايت او له موږ سره مرسته وکړه!

 ژباړه: حضرت بهار

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ