د دعوتګر ثقافت (طحان)

مسلمان دعوتګر بايد پوه او بادرايته وي

ايا دا ممكنه ده چې دعوتګر دې جاهل سړى وي؟ هغه به څنګه دعوت كوي، څه به وايي، او د نورو سره به څه ډول چلند كوي؟
ايا يو قاضي چې د احكامو د قانون څخه خبر نه وي، كولى شي چې په ورپيښو قضاياوو كې پريكړه وكړي؟
ايا ښوونكى چې په موضوع نه پوهيږي، كولى شي چې په يوه مسئله كې شاګردانو ته قناعت وركړي؟
دعوتګر هم همدا ډول دى، هغه داسې كس دى چې د اسلام لور ته خلك په پوهې، حكمت، تجربې او هوښيارتيا سره رابلي.
اما هغه څوګ چې له دې ټولو اسبابو څخه بې برخې وي څنګه كولى شي چې دا دنده ترسره كړي؟
علم په يقين باندې وړاندې دى ان تردې چې د قول او عمل د قبليدو لپاره علم اساسي شرط دى، قول اوعمل پرته له علم څخه معتبر نه دي، په همدې اساس علم په قول او عمل باندې وړاندې دى

اسلام او علم

علماوو د علم د ارزښت په هكله ډير كتابونه يا د كتابونو ډيرې برخې ليكلي او په ضمن كې يې د علم او علماءو درجې هم بيان كړې دي او دا يې هم جوته كړي چې علماء د انبياءو وارثان دي، او پرښتې د علم زده كوونكي لپاره خپلې وزرې خپروي ځكه د ده په كار خوښې دي، او چا ته چې الله تعالى د خير رسولو اراده وكړي نو په دين كې ورته پوهه وركوي، او حقيقي علم د ايمان لور ته د انسان لارښوونه كوي او ريښتونى ايمان هماغه دى چې د علم ډګر پراخوي.
دوى د علم زده كړه په عبادت او ان په (فرض كفايي) جهاد غوره ګڼلې. او دا يې هم په ډاګه كړې چې اسلام ټول هغه علوم غواړي چې د انسان د دنيا او اخرت د سمون وسيله جوړيږي.
اسلامي امت ته چې الله تعالى اراده كړې چې بايد غوره امت وي يقينا چې غوره والى يې پدې كې دى چې په زده كړه به بوخت وي، ټولنې ته به علمي ابتكارات وړاندې كوي ترڅو د فرد د ژوند مستوى په ټولو اړخونو كې لوړه كړي كه هغه مادي وي، كه صحي او كه انساني او په همدې توګه د ټول اسلامي امت د ژوند مستوى لوړه كړي.
بيا ناشونې ده چې اسلامي امت دې يو شاته پاتې او جاهل امت وي او بايد پوه شو چې يو پوه امت د يو پوه سړي په واسطه رامنځ ته كيږي او دعوتګر چې د كاروان سرلښكر او داسلامي ټولنې رهبر دى بايد  پوه او مثقف شخصيت وي.

د مسلمان دعوتګر لپاره اړين علوم:

كه څه هم د دعوت د كاروان هر غړى پدې مكلف نه دى چې په ټولو علومو كې پوره رسيدلى وي ځكه دا ډول غوښتنه سخته، بلكې ناشونې ښكاريږي. خو هر دعوتګر بايد لازما:
–     د قران كريم په تلاوت، تجويد او تفسير باندې پوه وي.
–     د حديثو علومو ته بايد لاس رسى ولري.
–     له نبوي سيرت، د صحابوو د ژوند او د اسلام د سترو شخصياتو په اړه بايد كافي معلومات ولري، ځكه د همدوى كړنلاره په حقيقت كې هغه عملي درسونه او تجربې دي چې د همدې له منځ نه دعوتګر خپل بيلګتوب لاس ته راوړى شي تر څو بيا پسې خلك ولاړشي او پيروي يې وكړي.
–    په فقهي مسائلوكې هم بايد دومره معلومات ولري چې د هغو پربنسټ عبادات او معاملات تنظيميږي.
كيداى شي دومره يې په وس كې نه وي چې د قران، سنتو، سيرت او فقهې د علومو په ټولو برخو كې تبحر او تخصص ترلاسه كړي، خو بايد پوه شي چې دا علوم د هرمسلمان لپاره د اسلامي احكامو مرجع ده او دا هم ضروري ده چې په هغو قضاياوو پوره پوه وي چې د دين د ضروري برخو څخه شميرل كيږي.
داعي بايد اسلام د خپلو اصلي سرچينو څخه راواخلي او بيا لومړى دا پخپله تمثيل كړي بيا يې نورو ته ورسوي يعني بايدپوه شي چې:
–    اسلام يو كامل او شامل دين دى چې د ژوند ټولو اړخونو ته شامل دى، اسلام هم عقيده ده او هم صحيح عبادت، هم دولت دى او هم وطن، هم حكومت دى او هم امت، هم اخلاق دي هم قوت، هم رحمت دى هم عدالت، هم فرهنګ دى اوهم قانون هم علم دى هم قضاء، اسلام هيڅ ډول تجزيه نه قبلوي او دعوتګر د اسلام د اجزاءو ترمنځ جدايي نه پيژني.
–    اسلام سترګو، غوږونو او زړونو ته سخته پاملرنه كوي، غواړي چې له خرافاتو څخه يوه لرې ټولنه رامنځ ته كړي. داسې ټولنه چې د هر ډول وهمونو او ګمانونو څخه پاكه وي، د بيهودګيو او سادتوبونو څخه لوړه وي، د الله تعالى كتاب او د رسول الله سنت پرې حاكم وي، نه بې معنى او بې مفهومه رسمونه او رواجونه چې د الله تعالى له پلوه پرې كوم دليل موجود نه وي.
وَمَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنَّ الظَّنَّ لا يُغْنِي مِنْ الْحَقِّ شَيْئا (النجم /28)
“نشته د دوى سره پدې (خپله خبره) باندې هيڅ علم، يوازې د ګومان پيروي كوي، او يقينا چې ګمان د يو شي د حقيقت پيژاندلو ته هيڅ فائده نه رسوي”

د اسلامي فهم اساسي اصول

–    د اسلامي شريعت احكام د قران او سنتو څخه اخيستل كيږي په كوم ځاى كې چې نص موجود وي هلته اجتهاد روانه دى.
–    همدا ډول (مصالح معمول بها) چې د شريعت د قواعدو سره ټكر نه خوري عمل به پرې كيږي، او دا مصالح او احكام  د ظروفو، عرف اوعادت په بدلون سره بدليږي.
–    پرته د رسول اكرم صلى الله عليه وسلم څخه، د هر چا اجتهاد د منلو او ردولو وړ دى، كوم اقوال او اجتهادات چې د سلف صالحينو څخه را نقل دي كه د كتاب الله او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو سره موافق وو، قبلوو به يې او كه موافق نه وو نو د الله تعالى كتاب او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت ډيرغوره دي چې عمل پرې وشي.
–    هر مسلمان چې د شرعي احكامو په دلائلو كې د نظر او ترجيح درجې ته نه وي رسيدلى، كولى شي چې د دين د امامانو څخه د يوه امام پيروي وكړي. اوغوره دا ده چې له پيروۍ سره سره د خپل وس مطابق كوښښ وكړي چې د خپل امام دلائل وپيژني.
–    د هغه چا لاښوونه چې صداقت اوكفايت يې ورته ثابت وي پدې شرط چې دليل پرې ولري بايد قبوله كړي. پدې طريقې سره بايد خپلې نيمګړتياوې مكمل كړي كه عالم وي ترڅوخپل ځان د ترجيح او تحقيق درجې ته ورسوي.
–    فقهي او فروعي اختلافات به هيڅكله په دين كې د تفرقې لامل نه جوړيږي او په هيڅ صورت كې بايد په جګړو، دښمنيو او كينو سره بدل نشي.
–    په هغه مسئله كې چې عمل كول پرې بنا نه وي بحث كول او پكې مصروف كيدل هغه تكلف او جدل دى چې شرعاترې منع شوي يو تر څو زمونږ د صف يووالى خوندي پاتې شي عقلونه مو په ضرري اختلافي مسائلو كې د مشغول كيدونه په امان كې پاتې شي.
–    د الله تعالى پيژندنه او توحيد او د هغه پاك ګڼل د هر ډول نقص او تشبيه څخه، په اسلام كې د لوړو عقائدو څخه دي د متشابه صفاتو په ايتونو او پدې اړه چې كوم درست احاديث راغلي پرته د تاويل، تعطيل او تمثيل څخه ايمان لرو او پدې اړه چې د علماءو ترمنځ كوم اختلافات راغلي په هغوكې لاس نه وهو.
–    عقيده د عمل اساس او بنسټ دى، د زړه عمل د جوارحو د عمل څخه غوره دى او په دواړو (عقيده او عمل) كې د كمال درجه ترلاسه كول شرعا مطلوب دي.
–    اسلام عقل ازاد پريښى او په كائناتو كې دقت او فكر كولو ته هڅولى او هيڅكله به درست او علمي حقائق د شرعي ثابتو قواعدو سره ټكر نه شي.
–    هغه مسلمان چې په شهادتينو يې اقرار كړى او په غوښتنو يې عمل كړى نه تكفيروو، ځكه مونږ دعوتګر يو، نه قاضيان.
دا هغه اصول دي چې امام شهيد حسن البنا رحمه الله د باب “الفهم” لاندې پخپله رساله “رسالة التعاليم” كې ذكركړي.دعوتګر بايد پوه شي چې اسلامي كار او فعاليت په يوه غړي يا يوه تنظيم او ډله پورې خاص نه دى بلكې دا د هر يوه مسلمان ځانګړتيا او دنده ده كه تر هر نوم لاندې وي كه په هر هيواد كې ژوند كوي او كه د هر توكم سره تړلى وي.
هر دعوتګر بايد دا زده كړي، تطبيق يې كړي او نوروته يې ورسوي. دعوتګر بايد پوه شي چې اسلامي كار او فعاليت په يوه غړي يا يوه تنظيم او ډله پورې خاص نه دى بلكې دا د هر يوه مسلمان ځانګړتيا او دنده ده كه تر هر نوم لاندې وي كه په هر هيواد كې ژوند كوي او كه د هر توكم سره تړلى وي.

د دعوتګر ثقافت او فرهنګ:

لدې عنوان نه هدف دا دى چې دعوتګر بايد:
–    د نورو خلكو نه متمايز وي.
–     پخپل مظهر كې، پخپل چلند كې او پخپله پوهه كې متمايز وي.
–    د بيان په كړنلاره دعوت كې متمايز وي او د الله تعالى دا وينا بايد پرې تطبيق شي چې:
{وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَقَالَ إِنَّنِي مِنْ الْمُسْلِمِينَ} (فصلت /33)
“او څوك په خبره كې د هغه چا نه ډيرغوره دى چې د الله تعالى لور ته يې بلنه وكړه او ښه عمل يې وكړ او وېې ويل پرته له شك نه زه د الله تعالى حكم ته دغاړه كيښودونكوڅخه يم”
موفق دعوتګرد ټولوامتونو د اميد سترګه ده تر څو يې په نرمۍ سره ښوونه وكړي له لاسونو يې راونيسي او د خير په لور يې راكاږي. پدې لاره كې چې له كومو ستونزو سره لاس او ګريوان كيږي بايد په هغو صبر وكړي او ځان ورسره عادت كړي، خپل سعادت دې د نورو د نيكمرغۍ په لار كې قربان كړي.
كله چې دا د دعوتګر دنده ده نو بايد خپل شخصيت داسې جوړ كړي چې د هرې زمانې سره په بشپړه توګه برابروي تر څو د اسلامي امت وجدان، ژبه او لارښود ترې جوړشي.
كه څه هم اسلامي دعوت چې له كومو چلنجونو سره مخامخ دى هغه ډير زيات دي او مصادر يې هم ډير زيات دي خو بيا هم بايد دعوتګر دا ټول په نظر كې ونيسي او د مقابلې لپاره يې ځان چمتو كړي. پخپله خوښه او پخپلو پراخو اخلاقو بايد د هغو مقابله وكړي او څرګنده ده چې دعوتګر دا صفات او قدرت يوازې د ايمان، علم او ثقافت له لارې لاس ته راوړى شي.

استاد يوسف قرضاوي پخپل كتاب “ثقافة الداعية”كې فرمايي:
“نننى دعوتګر علم  او د ثقافتونو يوې مجموعې ته سخته اړتيا لري چې تاريخي اسلامي ثقافت، ادبي، انساني، علمي او د واقعيت پيژندونو ثقافتونه پكې شامل دي. بريالى دعوتګر بايد پدې ټولو ثقافتونو كې ځان يوه نمونه جوړ كړي او په مكمل ډول سره يې پخپل شخصيت كې هضم كړي يو نوى خوندور مركب ترې جوړ كړي چې فائده يې ټولو خلكو ته وي ځان لكه د شهدو د مچۍ په څير كړي چې ميوې خوري او د خپل رب د هدايت په پيروۍ سره عمل كوي تر څو له هغو ټولو ميوو څخه د مختلفو رنګونو والا شهد راوباسي چې په هغو كې د انسانانو لپاره شفا كيښودل شوې ده “
بريالى دعوتګر بايد پدې ټولو ثقافتونو كې ځان يوه نمونه جوړ كړي او په مكمل ډول سره يې پخپل شخصيت كې هضم كړي يو نوى خوندور مركب ترې جوړ كړي چې فائده يې ټولو خلكو ته وي ځان لكه د شهدو د مچۍ په څير كړي چې ميوې خوري او د خپل رب د هدايت په پيروۍ سره عمل كوي تر څو له هغو ټولو ميوو څخه د مختلفو رنګونو والا شهد راوباسي چې په هغو كې د انسانانو لپاره شفا كيښودل شوې ده ”
د يوسف قرضاوي په كتاب باندې د باوركولو سره سره كوښښ كوو تر څو په دې ثقافتونو باندې څه اضافه والى وكړو او ځينې مهمې نكتې يې په ګوته كړو.

اسلامي ثقافت:

لومړنى څيز چې په فكري چمتووالي كې د دعوتګر لپاره لازم دى، هغه دا چې دعوتګر بايد په هغه اسلامي ثقافت باندې ځان مسلح كړي چې ثابت اصول او له بار نه ډك فروع لري.
د اسلامي ثقافت نه زمونږ مراد هغه پوهه ده چې محور يې اسلام وي او دا يوه طبيعي او منطقي خبره ده، ځكه يو دعوتګر چې د اسلام لور ته بلنه كوي بايد پدې پوه شي چې د هغه اسلام لور ته چې بلنه كوي هغه څه شى دى؟ تر څو”على بينة من ربه ” دعوتګر وي او دعوت يې پر بصيرت باندې بناوي.

قران كريم او د هغه تفسير:

قران کريم د اسلام لومړى مصدر دى. نو دعوتګر چې څومره په وس كې لري بايد يوه برخه ترې حفظ كړي او په تلاوت يې بايد مداومت وكړي. د تجويد بايد دومره احكام زده كړي چې خپل تلاوت پرې درست كړي او په علوم القران كې بايد يو لنډ كتاب مطالعه كړي. دا كتاب د قران كريم زده كړې ته د ورننوتو يوه مهمه لاره ده، او د علوم القران د مهمو برخو څخه يوه هم د قران په تفسير پوهيدل دي چې د الهي كلام په مراد او مقصد كې سړي سره كومك كوي او دلته بيا مختلف تفاسير دي لكه تفسير بالماثور چې پدې اړه د ابن كثير رحمه الله تفسير مهم تفسير دى او همداډول تفسير بالراى… او په اوسنيو تفاسيرو كې د ټولونه ډير مهم تفسير فى ظلال القران د سيدقطب دى.

نبوي سنت او د حديثو علوم:

د دعوتګر لپاره د اسلامي ثقافت دوهم مصدر نبوي سنت دى همدا د قران شارح او واضح كوونكى دى د قران د مجملو مسائلو تفصيل كوي او په همدې سنت كې تفسير نظري او تطبيق علمي د كتاب الله تمثيليږي نبوي سنت كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم اقوال، افعال، تقريرات، اوصاف اوسيرت شامليږي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه هدايت اوعلم چې دى پرې راليږل شوى او پدې اړه د خلكو موقف د استفادې او افادې داسې ښكلى انځور ايستلى دى:
له ابو موسى رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
“مثال د هغه علم او هدايت چې الله تعالى زه د هغه سره راليږلى يم د هغه ډير باران په څير دى چې ځمكې ته ورسيده بيا ځينې هغه ځمكه چې پاكې وې دا اوبه يې كش كړې ډيرې ګياګانې او واښه يې را زرغون كړه او ځينې برخې د ځمكې سختې وې اوبه پكې اودريدې پدې سره الله تعالى خلكو ته گټه ورسوله خلكو ترې وڅښلې خپلو څارويو ته يې وركړې او خپلې ځمكې يې پرې خړوبې كړې او ځينې نورې برخې ځمكې وې چې هموارې دشتې وې نه يې اوبه وساتلې او نه يې ګياه رازرغونه كړه، نو دا مثال د هغه كس دى چې د الله تعالى په دين كې يې فقاهت حاصل كړ او له كوم علم سره چې زه راليږلى شوى يم هغه ورته ګټه ور ورسوله هغه يې زده كړ او نورو ته يې ور وښود. او بل مثال د هغه كس دى چې پدې سره يې هيڅ خپل سر پورته نه كړ (يعنى علم يې زده كړ خو پخپله يې ترې استفاده ونه كړه خو نورو ته يې گټه ور ورسوله) او بل مثال د هغه كس دى چې د الله تعالى راليږلى هدايت يې بيخي قبول نه كړ ”
د حديثو كتابونه زښت ډير دي، ځينې ورڅخه په دې ډول دي صحيح بخاري، صحيح مسلم، سنن اربعه، مسند دارمي، د امام مالك موطا او د امام احمد مسند. ځينې بيا په دې كې لنډ كړى شوي لكه “التجريد الصريح” د زبيدي چې بخاري پكې را لنډ كړى شوى او د مسلم مختصر چې منذري ليكلى. نور خاص كتابونه هم شته چې په هغو كې يوه معينه نوعه د احاديثو راجمع شوې لكه ادعيه او اذكار د امام نووي رحمه الله، شعب الايمان د بيهقي، رياض الصالحين د نووي، دا كتابونه شرحه شوي هم دي لكه اربعين نووي چې ابن رجب حنبلي د “جامع العلوم والحكم في شرح خمسين حديثامن جوامع الكلم ” په نوم شرح شوى.

نبوي سيرت:

ځينې كتابونه په ځانګړې توګه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په سيرت كې ليكل شوي دي او په مختلفو چارو كې يې د هغه موقفونه، لارښوونې او كړنلارې يې د دنياوي او اخروي چارو په اړه پكې درج كړي.مسلمان دعوتګر چې كله سيرت مطالعه كوي، بايد پوه شي او ښه ورته ځير شي چې ټول مبادي، مفاهيم او ارزښتونه چې اسلام په ګوته كړي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په سيرت كې په ډاگيزه توګه پراته دي، پر همدې اساس به سيرت لولي ترڅو يې زده كړي او بيا پرې اقتداء وكړي او پخپل ژوند كې يې پلى كړي.
د رسول اكرم صلٰى الله عليه وسلم په سيرت كې اسلام په مجسم ډول سره د انسان په ژوند كې وينو او قران په ژوندۍ او متحركه بڼه په خپل مخكې ګورو.
د نبوي سيرت په اړه ډير كتابونه ليكل شوي لكه: سيرت ابن هشام. رحيق المختوم د مباركپوري، فقه السيرة د محمد الغزالي او همداسې نور.
مسلمان دعوتګر چې كله سيرت مطالعه كوي، بايد پوه شي او ښه ورته ځير شي چې ټول مبادي، مفاهيم او ارزښتونه چې اسلام په ګوته كړي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په سيرت كې په ډاگيزه توګه پراته دي، پر همدې اساس به سيرت لولي ترڅو يې زده كړي او بيا پرې اقتداء وكړي او پخپل ژوند كې يې پلى كړي.

فقه

هر دعوتګر بايد د يوې مناسبې برخې د فقهي ثقافت نه هم برخمن وي او د شريعت مهم احكام په عباداتو، معاملاتو، او ادابو كې زده كړي تر څو له كومو غلطيو سره مخامخ كيږي هغه اصلاح كړي او دكومو انحرافاتو سره چې مخامخ كيږي هغه د شرعي احكامو په رڼا كې برابر كړي. پر همدې اساس بايد داعي تر ممكنه حده لاندينيو مواردو ته لاسرسى ولري:
* هڅه وكړي چې تر څو فقهي احكام د خپلو دلائلو سره د قران او سنت سره وتړي.
* كه دعوتګر له كوم يوه فقهي مذهب سره تړلى وي پرې لازمه ده چې بايد د خپل مذهب دلايل زده كړي تر څو ډاډه شي او پخپله د نظر او بصيرت څښتن شي.

اصول فقه

دعوتګر بايد اصول فقه سره هم اشنايي ولري تر څو هغه دلايل چې ټول فقهاء داسلام پرې اتفاق لري وپيژني، چې له قران او حديث څخه عبارت دي او هغه دلايل وپيژني چې جمهور امت يې په صحت قايل دى چې له اجماع او قياس څخه عبارت دي.
په دې برسيره بايد هغه دلايل هم وپيژني چې دعلماءو ترمنځ پكې اختلاف دى ځينې يې مني او ځينې نه مني او دا هغه دلايل دي چې په اړه يې نص نشته، لكه استحسان، استصلاح، استصحاب، شرع من قبلنا، قول صحابي او همداډول نور چې په اړه يې نظرونه مختلف دي.
پدې هم بايد پوه وي چې قران اوسنت دوه اصلي او اساسي مصدرونه دي نو بايد په څه ډول ترې احكام راوويستل شي، او څوك بايد دا كار وكړي؟
د كومو كسانو لپاره تقليد روا دى او د كومو لپاره ناروا دى؟
د يو غير متخصص دعوتګر لپاره دا بسنه كوي چې پدې اړه يو لنډ كتاب مطالعه كړي لكه اصول فقه د خضري بك يا علم اصول فقه د خلاف.

اسلامي نظام

د هغو ټولو مهمو شيانو څخه چې د د عوتګر لپاره لازم دي دادى چې دعوتګر بايد اسلام په مكمل فهم سره مطالعه كړي او په بشپړه توګه يې د زړه په كرښه وليكي.
او مقصد مو له دې عنوان څخه دادى چې د خالص، ناخلط شوى او مكمل اسلام مطالعه وكړي.
په دې معنى چې اسلام د ژوند يو بشپړ نظام دى د فردي او ټولنيز ژوند لپاره، د مادي او معنوي وغيره ژوند لپاره. په بل تعبير سره اعتقادي نظام، اخلاقي نظام، اقتصادي نظام، ټولنيز نظام، د حكومت دارۍ نظام او همدا ډول نور نظامونه چې د اسلام د بشپړ تيا او شاملتيا بيلګې دي.
په دې اړه ډير كتابونه شته چې په ټولو كې مهم “د دعوت اصول ” د عبد الكريم زيدان دى.

تاريخي ثقافت

تاريخي ثقافت د هغو مهمو ثقافتونو څخه ګڼل كيږي چې دعوتګر بايد ترې خبر وي. ځكه تاريخ د بشريت يادګار او حافظه وي او پيښو او عبرتونو د ثبتولو ديوان وي، يا د انسان په ګټه غوره شاهد وي او يا يې پر ضد او د دې پيښو په رامنځ ته كيدو كې الهي سنتونه په ګوته كوي او مونږ ته دا امكان را په برخه كوي چې راتلونكى د تيرو او اوسنيو تجربو په رڼاكې ورغوو دا قانون پر تاريخ حاكم دى او كتاب الله د بشري تاريخ سره په تعامل كې مكمل اصول او بنسټونه وړاندې كوي او له دې وروسته بيا د تعامل د انتقال طريقې د تاريخي پيښو د وړاندې كولو د مرحلې نه د هغو قوانينو د پلټنې او لاسته راوړنې مرحلې ته چې په ټولو ټولنيزو او تاريخي پيښو باندې برلاسى وي. او دا منهج د قران كريم په دوامدارو تاكيداتو كې په ډاګه كيږي كله چې د انبياءو په كيسو او د مخكينيو امتونو په تاريخونو تيريږي. او په دې كې چې داسې سنن او قوانين شته چې تاريخي حركت پخپل پرمختګ او د يو حالت نه بل ته په انتقاليدلو كې هغو ته تابع وي.
بشري تاريخ ګډوډ او پرته د هدف نه نه خوځيږي بلكې هميشه د يو ډول قوانينو او سننو له پلوه محكوم وي لكه څنګه چې پر كائناتو، عالم حيات او ټولو موجوداتو باندې يو ډول قوانين او سنن حاكم وي تاريخي پيښې په تصادفي ډول نه رامنځ ته كيږي بلكې د ځينې ځانګړو شرطونو نه رامنځ را پيدا كيږي چې هغوي ته ځانګړى صفت وربښي او يوه مصير ته يې برابروي.
دا قانون پر تاريخ حاكم دى او كتاب الله د بشري تاريخ سره په تعامل كې مكمل اصول او بنسټونه وړاندې كوي او له دې وروسته بيا د تعامل د انتقال طريقې د تاريخي پيښو د وړاندې كولو د مرحلې نه د هغو قوانينو د پلټنې او لاسته راوړنې مرحلې ته چې په ټولو ټولنيزو او تاريخي پيښو باندې برلاسى وي. او دا منهج د قران كريم په دوامدارو تاكيداتو كې په ډاګه كيږي كله چې د انبياءو په كيسو او د مخكينيو امتونو په تاريخونو تيريږي. او په دې كې چې داسې سنن او قوانين شته چې تاريخي حركت پخپل پرمختګ او د يو حالت نه بل ته په انتقاليدلو كې هغو ته تابع وي.
تاريخ خپل اهميت يوازې هغه مهال لاسته راوړي كله چې د درس اخيستنې او ازموينې يو پراخ ډګر وګرځول شي او داسې ارزښتونه او قوانين ترې راوويستل شي چې د نن او سبا پرګرامونه د همدې پر اساس ولاړ وي.
كله مو چې دا الهي سنن وپيژندل، او په سياسي پيښو، ټولنيزو پيښو او اقتصادي پيښو باندې مو د پوهيدو لپاره په كار واچولې هغه مهال كولى شو واقعيت ليدونكي او څرګند د بصيرت په سترګو پلانونه جوړ كړو.
تاريخ د تل لپاره تكراريږي او هر كله چې ظروف او شرائط تكراريږي مشابه اسباب رامنځ ته كيږي، پايلې مشابه شي او عين هماغه پيښې رامنځ ته شي
{ كَذَلِكَ مَا أَتَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلاَّ قَالُوا سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ (52) أَتَوَاصَوْا بِهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ } (الذاريات/52 ۵۳)
” هو! په همدې توګه له دوى نه وړاندې هيڅ قوم ته استازى نه دى راغلى مګر هغوى ويلي دي چې دا جادوګر يا ليونى دى. ايا هغوى په دې خبره يو بل ته وصيت كړى دى؟ نه: بلكې هغوى سرغړوونكي خلك دي ”
نو له همدې كبله بايد دعوتګر دمخكنيو امتونو او ملتونو تاريخ او وړاندني تمدنونه او اوسني تمدنونه په دقت سره ولولي او دجاهليتونو تاريخ بايد ارو مرو ولولي، ځكه څوك چې د جاهليت سپكوالى ونه پيژني د اسلام عظمت نشي پيژندلى. همدا ډول بايد د فكري مكتبونو او اديانو تاريخ هم ولولي هغه مهم شخصيات وپيژني چې په انساني تاريخ باندې يې اغيز كړى او د مهمو تاريخي ډلو ټپلو سره بايد اشنا وي.
همدا ډول بايد دعوتګر په اسلامي تاريخ كې اصلاحي او تجديدي خوځښتونه وپيژني او هغه مجددين وپيژني چې الله تعالى يې په دې امت كې په يو او بل وخت كې را ليږ ي ترڅو د دې امت دين ورته ورنوى كړي.
دعوتګر بايد دا هرڅه په پوره دقت سره مطالعه كړي او هڅه وكړي ترڅو هغه قوانين او الهي سنن درك كړي چې د پيښو پر جريان باندې حاكم وي نه يوازې د خوند مطالعه او په تاريخي كيسو او پيښو د تيريدلو مطالعه.

ادب او د ژبې ثقافت

نن اكثره دعوتګران د ادبي او لغوي كتابونو د لوستلو نه ځانونه بې احتياجه بولي او يوازې په پخوانيو كتابونو اكتفا كوي. اګر چې دا تريوې اندازې پورې اهميت لري د قيمتي علومو خزانې پكې شته. مګر د دې كتابونو ژبه اكثره باريكه اوسخته وي نابلده لوستونكى يې عبارتونو او معناگانو باندې پوهيدلو كې مشكل سره مخامخ كيږي او كله كله دا حالت د لوستونكي په ذوق بده اغيزه كوكي د ده توان كمزورى كوي ترڅو په مناسبو او ادبي اسلوبو باندې د عصر د روحيې سره ليكل وكړي. دعوتګر ډير ځلې ديته اړكيږي چې د بل سره د خپلې خبرې دا فكر په يوه لنډه كيسه او يا يوې ظريفې نكتې پيل كړي يايو څو شعري بيتونه يا يوه نثري ټوټه د خپلې موضوع په اړه وړاندې كړي بيا پخپلو ماهرانه اسلوبو باندې خبره وكړي او اسلامي دعوت وړاندې كړي.كه چيرې له دې اسلوبو او دكلام د تزيين نه محروم شو، بيا به يې دا نيمګړتياوې په خبرو، عبارتونو او ليكلو كې راڅرګنديږي رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايي:
«ان من البيان لسحرا»
“يقينا چې ځينې بيانونه د جادو په څير اثر كوي ”
تر 1955 ميلادی کال اسلامي كتابتونونه عموما د هغو كتابونو څخه ډك وه چې ځينې مستشرقينو ژباړلي وه دوى ډير كوښښ كاوه ترڅو لاهوتي معنا په اسلام كې څرګنده او ثابته كړي او دا ثابته كړي چې اوسني خوځښتونه له ديني ارزښتونو سره په ټكر كې دي كه اسلامي ختيځ غواړي پرمخيون وكړي نو ضروري ده چې د هغې اروپايي كړنلارې پيروي به كوي چې له دين نه لرې په سيكولاريزم ولاړه ده.
دې كتابونو د پنځوسو او شپيتو كلونو پر نسلونو ناوړه اغيزه وكړه په ځوانانو كې يې فكري كوږوالى او ادبي كمزورتيا رامنځ ته كړه…
خو ولې كله چې د اسلامي خوځښتونو كتابونه او ليكنې د ژورو معناګانو، ښكلو اسلوبو او ښائسته بيان سره ډګر ته راكوز شول مسلمانو ځوانانو داسې جذب كړل لكه تږې ځمكه چې باران ته يې شوق شوى وي په نتيجه كې دا فكري انقلاب رامنځ ته شو چې نن يې مونږ د نړۍ په ګوټ ګوټ كې ګورو.
ډير تفاوت دى په اسلوبو كې په منځ د حسن البنا، سيدقطب، محمدالغزالي، يوسف قرضاوي او د دوى په څير نورو ليكوالانو او په منځ د هغو ژباړل شوو كتابونو كې چې معاني يې بې مفهومه دي او اسلوب يې كمزوري دي.

انساني ثقافت

انساني علوم په نوې اصطلاح كې د ارواپوهنې، جامعه شناسۍ اقتصاد، فلسفه، اخلاق، تاريخ او د ماشومانو د روزنې په علومو كې داخليږي چې داټول د يوه امت د ثقافت، ارزښتونو او فرهنګي ميراث سره قوي تړاو لري، او دا علوم يوازينۍ وسيله ده چې لويديځ وال او سيكولريستان له دې لارې نه د مسلمانانو او په ځانګړې توګه د ځوانانو او محصلينو فكرونو ته ور ننوځي كله چې زده كوونكي په مكتب يا پوهنتون كې دا علوم د غربي مفاهيمو د زاويې نه زده كوي، كتابونه او مراجع چې ګوري هغه هم غربيانو ليكلي وي، دې وروستيو كې غرب په دې حقيقت پوه شو نو په دې ډګر كې يې ډير تركيز پيل كړ د هغه كوښښ او تركيز په مقابل كې چې مخكې به يې په لښكرو او اشغالولو باندې كولو.مسلمان كولى شي چې محض علوم لكه كيميا، فزيك، بيالوژي، طب، د تخنيك انواع، زراعت، د ادارې اصول او همدا ډول نور علوم چې له دې سره تړلي وي له مسلمان او له نامسلمان څخه زده كړي خو ولې عقيدوي او د جهان پينۍ مسائل يا هغه امور چې له عبادت، اخلاقو، سلوكو او ارزښتونو سره تړلي يا هغه مسايل چې د سياسي، اقتصادي اجتماعي نظامونو له بنسټونو سره تړلي او يا د تاريخ د حركت او انساني نشاط سره خاص دي هغه بايد يوازې او يوازې د داسې مسلمان نه زده كړي چې دهغه د دين او تقوا په اړه پوره ډاډمن وي
شهيد سيد قطب رحمه الله په دې اړه پخپل كتاب “معالم فى الطريق” كې ډيره زړه راښكونكې خبره كوي لكه چې فرمايي:
مسلمان كولى شي چې محض علوم لكه كيميا، فزيك، بيالوژي، طب، د تخنيك انواع، زراعت، د ادارې اصول او همدا ډول نور علوم چې له دې سره تړلي وي له مسلمان او له نامسلمان څخه زده كړي خو ولې عقيدوي او د جهان پينۍ مسائل يا هغه امور چې له عبادت، اخلاقو، سلوكو او ارزښتونو سره تړلي يا هغه مسايل چې د سياسي، اقتصادي اجتماعي نظامونو له بنسټونو سره تړلي او يا د تاريخ د حركت او انساني نشاط سره خاص دي هغه بايد يوازې او يوازې د داسې مسلمان نه زده كړي چې دهغه د دين او تقوا په اړه پوره ډاډمن وي او په دې پوهيږي چې هغه خپل دين او عقيدې ته پابند دى.
نو له همدې كبله بايد مسلمان دعوتګر غربي او شرقي فكر ولولي او بيا يې پخپل هغه اسلامي فكر باندې وړاندې كړي چې د اسلام د اصولو او عقائدو نه راويستلى كوم چې ورسره موافق وه هغه دې قبول كړي او كوم چې ورسره مخالف وه رد دې كړي.
او دا كار يوازې هغه مهال ممكن دى چې مسلمان ځوان دا علوم ولولي او يوه لويه برخه ترې ترلاسه كړي.
او كه چيرې يوازې په غرب جوړكړي علومو كې بوخت وي او جامعه شناسۍ كې پرته د “اگوست کونت” او ” دورکايم ” نه بل څوك ونه پيژني، په اقتصادي مسائلو كې پرته د پانګه وال او كميونستي نظام نه بل نه پيژني، په سياست كې يوازې د صهيونستانو حاكمان پيژني او په فلسفه كې يوازې د يونان فلسفه پيژني، بيابه يې مثال داسې وي لكه “پروفيسور نجم الدين اربكان” چې بيان كړى هغه فرمايي:”مونږ هغه نيواكګر يونانيان وويستل چې زمونږ هيوادونه يې نيولي وه خو كله چې مونږ د هغوي فكرونه د غوره والي له كبله په خپلو پوهنتونونو كې لو ستل پيل كړل نو بيرته يې زمونږ عقلونه او فكرونه اشغال كړل!”.
كه دعوتګر ورور لږ كوښښ وكړي ډيرې داسې څيړنې به بيامومي چې دا موضوعات به يې راخيستي وي.

علمي ثقافت

دا موضوع زښته زياته ارزښتناكه ده. ځكه نن ورځ خلك دوه ډلو ته ويشل شوي.
يوه ډله هغه علماء او فقهاء دي چې اسلامي علوم يې لوستلي دي پوره ژورتيا يې پكې ترلاسه كړې او ډير كتابونه يې پكې ليكلي.
دويمه هغه ډله ده چې عصري علوم يې په مدرسو او پوهنتونونوكې لوستلي او اكتفا يې پرې كړيې. د دې دواړو ډلو ترمنځ لويه خاليګا او يوغټ واټن رامنځ ته شوى.
دې وضعيت په اسلامي خوځښت ډير ناوړه اغيزه كړې. ستر ستر علماء د اسلامي خوځښت هغو ځوانانو غړو ته په كم نظر ګوري چې هغوى يوازې عصري لوستلي او ځوانان بيا سترو علماءو ته د بې احترامۍ په نظر ګوري ځكه هغوى پخواني خلك دي له عصري علومو او اسلوبو خبر نه دي.
دې ناوړه فاصلې په اسلامي خوځښت ان د عوامو خلكو په وړاندې سخته اغيزه كړې او په هغو پروګرامونو كې يې ستونزې را پيدا كړي چې اكثره د سترو علماءو له پلوه برابريږي چې له ډيري عصري علومو څخه بې برخې دي.
ددې لپاره چې فضاء بدله شي او سم حالت ته راشي بايد ځوانان د شيوخو احترام وكړي او شيوخ بايد د ځوانانو سره د خپل اولاد په څير چلند وكړي او بايد داسې علمي پروګرامونه برابر كړل شي چې د دواړو ډلو نيمګړتياوې بشپړې كړي.
مفسرين د دې ايت (إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ) په تفسير كې فرمايي: مقصد له دې نه د شريعت علماء دي. زما په نظر كې د دنياوي علومو علماء هم ترې مراد دي.ځكه د شريعت عالم د مثال په توګه د دې ايت (و جعلنا من الماٰء كل شئ حى) ابعاد نشي درك كولى تر څو پورې د نور د دوراني سيستم نه او د مادې په جوړولو كې د اوبو د رول نه خبر نه وي.
نو كله چې شرعي فهم د سائنسي علومو سره يو ځاى شي، په نتيجه كې به يې هغه ابتكارات او اكتشافات رامنځ ته شي چې سابقه مسلمانو علماءو په طب، كيميا، الجبر او هندسه كې ترلاسه كړي وه او د دې په څنګ كې په تفسير، فقه او ژبپوهنې په علومو كې هم ابتكارات ترلاسه كړي وه.

د واقعيتونو پيژاندل او سياسي ثقافت

دا موضوع هم د مخكې په څير خورا ارزښت لري، دعوتګر بايد يوازې په دې اكتفا ونه كړي چې په شرعي او عصري علومو كې تخصص ترلاسه كړي او پوره پكې ژور لاړشي، بلكې د دې سره سره بايد د خپل هيواد سياسي واقعيتونه درك كړي او د منطقيې او نړۍ والو سياستونو نه هم بايد خبر وي.
بايد د خپل هيواد او د ټولې نړۍ د اقليتونو ستونزې درك كړي او په ځانګړې توګه بايد د ټولې نړۍ د لږكيو مسلمانانو د ستونزو نه خبر وي.
رنګارنګ سياسي افكار، سياسي مكاتب او نړيوال جاري سياستونه بايد په بشپړه توګه و پيژني او په اسلامي خوځښت باندې د هغوى مثبت او منفي اغيزې بايد وپيژني.
دا ډول سياسي او واقعي سياست ته بيدار دعوتګر سخته اړتيا لري ترڅو په بحر كې فصل ونه كري يا په داسې ځمكه كې تخم ونه كري چې فصل نه كوي.
په ډيرو مهمو پيښو كې چې په اسلامي خوځښت باندې ډير مثبت يا منفي تاثير لري مونږ وينو چې رنګارنګا بلكې كله ناكله متعارضې فتواګانې د پوهانو له پلوه صادريږ ي چې د همدې فتواګانو په متابعت كې خلك هم ويشل شوي اويو له بل سره په جګړو كې ښكيل دي او هره ډله د خپلې خوښې فتوا باندې دليل نيسي كه چيرې په ښه نظر سره د دې فتواګانو مراجعو ته وګورو او ترې لاندې پټو نيتونو ته په بده ونه ګورو، نو د دې اختلاف لامل به يوازې په سياسي فهم او دواقعيت په پيژندلو كې نيمګړتياوې وي چې يوه ډله ورته لاس رسى لري او بله ډله ترې بې برخې ده نو په داسې حالت كې چې يو شمير علماء د شرعي مصالحو په څرنګوالي نه پوهيږي، د شرعي سياست فهم به څنګه ممكن وي؟
نو له همدې كبله پر دعوتګر انو لازم ده چې په دې موضوعاتو كې ژوره مطالعه وكړي هر هغه شى ولولي چې په سياسي فهم كې له ده سره كمك كو ي، كتابونه، د سياستمدارانو ياداشتونه، د سياست پوهان بايد مطالعه كړي اخبار او سياسي تحليلونو ته بايد ډير اهميت وركړي او خپل ځان داسې مرحلې ته ورسوي چې په اړه يې عمر رضى الله عنه فرمايي:
“لست بالخب ء و لا الخب ء يخدعنى ”
” زه نه فريبكاريم او نه فريبكاران راته فريب راكولى شي ”
ْ او كه نه اسلامي نړۍ به د هغه چا په ګرو كې پاتې شي چې په دسيسو او توطئو كې مهارت ترلاسه كړى د شپې او ورځې به په شرق او غرب كې داسلام او مسلمانانو په خلاف تدبيرونه جوړوي او مونږ به ترې ناخبر يو.

اصلاح انلاین

ليكنه: مصطفي طحان
ژباړه: حزب الله ناصح

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب