د دانو مخنیوی!

 نن سبا ډیر ځوانان له دانو څخه د خلاصون په لټه کې دي، د دانو پیدا کیدل پر بدن باندې ډیر علتونه لري او د دانو د ورکولو لپاره ډول ډول دواګانې، کرېمونه او ټیوبونه په بازار کې شته چې ډیر اغیزمن نه دي، د انسان په پوست کې یو ډول غُدې شته چې د سېبم په نامه یو ډول مواد راباسې، کله چې سېبم ډیر زیات شي، نو بیا د دانو سبب ګرځي.
د دانو یا ځوانکو د مخنیوې لپاره څلور اسانې او اغیزمنې لارې دا دي: (د شپې تر خوب د مخه):

د هګۍ سپین:
دا د دانو د مخنیوې لپاره تر ټولو اسانه لار ده، دوې یا درې هګۍ واخلئ او سپین یې د زیړ څخه جلا کړئ او بیا د هګۍ سپین ښه سره ولړئ (و خوځوئ)، درې یا څلور ځلې یې د پنبې په مرسته پر هغه ځای ووهئ، چې دانې لري، د هګۍ سپین امېنو اسیډ لري چې دانې له مینځه وړي.

د غاښو کرېم:
د غاښو کرېم بیکینګ پوډر یا سوډا، هایډروجن پراوکسایډ–، الکول او مینتول لري چي دانې وچوي، سوروالی او خارښت یې له مینځه وړي، د غاښو کرېم د شپي د خوب د مخه د پنبې په مرسته پر هغه ځای ووهئ چې دانې لري او سهار یې پاک کړئ.

لیمو:
لیمو ویټامین سي لري، چې دانې ژر په اسانې سره وچوي، د تازه او طبیعي لیمو اوبه پر هغه ځای ووهئ، چې دانې لري. که چیرې دا طریقه تاسو منظمه وکاروئ، نو نوې دانې به مو هم پر بدن را ونه خیژۍ.

هوږه یا سرکه:
سرکه او هوږه د بکټریا ضد خاصیتونه لري، دواړه کولای شي، چې دانې له مینځه یوسي.
(پای)

رحمت الله مومن

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ