د خپلو ماشومانو ۷ بد عادتونو څخه خلاصون لارښوونې

معمولا ماشومان د عمر تیریدو سره سره خپل پخواني عادتونه پریږدي او نوي عادتونه زده کوي. مګر ځینې ماشومان خپل ځانګړي عادتونو هیرولو کې وخت اخلي، چې له دې وجې یې ډیری وختونه مور او پلار خپلو ماشومانو باندې غوسه کیږي او ویروي یې، چې له دې سره ماشومان ځوریږي او لا ضد اخلي.

داسې والدین چې د خپلو ماشومانو عادتونه پریښودلو کې پاتې راغلي دي، د هغوئ لپاره ښه خبر دا دی چې که چیرې د دوی ماشوم خپل عادت څخه لاس په سر کیږي نه، نو هغه د ډیرو نورو ماشومانو په څیر عادي ده، مګر د ټولنیزو آدابو په اړه ماشوم باندې غوسه کیدل ماشوم رواني ناروغ کولی شي، نو د دې لپاره په ځيرکتیا او هوښیارۍ سره د څو چالونو په کارولو سره ماشوم له خپلو عادتونو لرې کړئ.

پوزه کې ګوتې وهل:
له هرو لسو څخه اته ماشومان پدې ناوړه عادت اخته دي. ځینې ماشومان دا کار د پوزې خارښت یا سوزش له امله کوي، او ځینې د چټلۍ له امله. دلته یو څو شیان دي چې په پام کې نیولو سره خپل ماشومان له دې عادت څخه خلاصولئ شئ.

1- په خونه کې ویپورایزر سپرې وشیندئ ترڅو خونه نمجنه وساتي.
2- د ماشوم نوکان باید لوی نه وي، که نه نو ممکن په پوزه کې زخم جوړ کړي.
3- د خوب کولو پرمهال په پوزه کې ورته وایسلین یا پطرولیم جیلی ووهئ.
4- د خوب دمخه ورته په ګرمو اوبو پوزه پریمنځئ.
5- په ګوتو ورته رسامي وکړئ یا پرې سټیکرونه ورته ولګوئ.

د ګوتو رودل:
د ګوتو رودل په ماشومانو کې یو عام عادت دی، څیړنې ښیي چې ماشومان هغه وخت خپله ګوته په خوله کې وهي کله چې هغه خپل ځان خوندي نه ګڼي یا هم د کومې ویرې احساس کوي. داسې ماشومان په داسې لوبو او فعالیتونو کې بوخت کړئ په کوم کې چې د ماشومانو دواړه لاسونو وکارول شي.

همدا رنګه کوم تریخ شی یا ترخه تیل په ګوتو ورته پورې کړئ، یا د زخم پټۍ او بنداژ پرې ولګوئ. که چیرې ماشوم دې عادت ته دوام ورکړي، نو ډاکټر ته رجوع وکړئ، د غاښونو ډاکټر ورته د غاښونو لاندې بیر لګوي ترڅو ماشوم لږ تر لږه په خوله کې ګوته ووهي.

د خوب پر مهال متیازې کول:

لارښوونې
د خوب کولو پر مهال متیازې کول یو عادت هم دې او ناروغي هم… د دې عادت څخه د خلاصون لپاره خپل ماشوم ته د ویده کیدو دمخه کجوره ورکړئ او د هغې نه وروسته شیدې پرې وڅښئ او یا د خوب په وخت کې یو څه شات پرې وڅکئ.

سربیره پردې دوه دانې چارمغز او شل ګرامه مميز هره ورځ تر دوه اونیو پورې ورکول په پام کې ونیسئ، له دې سره به ماشوم په خوب کې متیازې کول پریږدي.

د خولې سره د نوکانو پرې کول:
د خولې سره د نوکانو پرې کولو عادت له 3 کالو وروسته پیل کیږي. اکثراً لس کلن ماشومان د دې بد عادت قرباني کیږي. کله چې ماشومان په ستونزه کې ګیر شي یا ژور فکر کوي، نو خپل نوکان خوري.

ماشوم له دې عادت څخه د منع کولو لپاره تاسو باید یو څه زیار وباسئ، تاسې باید په پابندۍ سره د نوکانو ساتنې پروګرام په لاره ورته واچوئ، په کوم کې چې لکه د ماشومانو د لاسونو مساج کول وغيره، په دې سره به په ماشومانو کې پخپله د لاسونو د ساتنې لیوالتیا پیدا شي.

د انجونو په لاسونو کې د نیل پولش یا په نوکانو ورته رنګا رنګه رسامي وکړئ او د ماشومانو په نوکانو کې د کلیر پولش یو پرت پلي کړئ ترڅو د هغوئ نوکان پیاوړي شي.  کله چې ماشوم په نوکانو خوړلو ووينئ نو هغه ته د غوسه کیدو پرځائ هغه ته ګټورې ژاولې یا د خوراک څه شی ورکړئ، ترڅو ماشوم ورته متوجې اوسي.

د شیدو بوتل نه پرېښودل:
د درې کلنۍ څخه وروسته خپل ماشومان داسې عادت کړئ چې خپل کوچني کوچني کارونه پخپلو لاسونو سره ترسره کړي. ځینې ماشومان چې لوی هم شي د بوتل سره شيدې څښي او په ځانګړي ډول د خوب په وخت کې خو بوتل حتمي غواړي. که تاسو غواړئ د ماشوم دا عادت له مینځه یوسئ، نو له هر څه اول د ماشوم له سترګو څخه بوتل پټ وساتئ ترڅو هغه وکولی شي هغه هیر کړي.

د بوتل عادت ختمولو پر مهال د ماشومانو شور او غوغا او پام اړولو لپاره د کارتوني توکو او نور د لوبو سامانونو ورکولو څخه کار واخلئ. د ماشوم لپاره د څښاک داسې ګیلاس وکاروئ چې خوله یې د بوتل په څیر وي. ماشوم ته د ګیلاس څخه شیدو څښلو لپاره ډالۍ وټاکئ ترڅو ماشوم فعال پاتې شي.

خپل غاښونه چيچل:
پنځلس سلنه ماشومان په ویښه یا د خوب پر مهال خپل غاښونه چیچي، دا عادت د ماشومانو ذهني فشار یا فکر منعکس کوي. په غيري ارادي او لاشعوري توګه له دې عادت د خلاصون درملنه دا ده چې د ماشوم په ژوند کې سکون، اطمینان او باور لا زیات رامينځته کړو او د شپې مهال ماشوم په ډاډه او هر ډول فکر څخه ازاد ارامه سره ویده کړو.

خاورې او خټې خوړل:
کوچنيان په پټه پټه خاورې یا خټې خوري او حتی کله چې لوی هم شي دوی دا عادت نشي پریښودلی. هغه ماشومان چې په خیټه کې چینجي لري یا هغه ماشومان چې د کلسیم له کمښت سره مخ وي هغه ماشومان اکثرا خاوری او خټې خوري.

د کوچنیو ماشومانو د دې عادت څخه د خلاصون لپاره په خاوره کې مچان یا واړه واړه چینجي واچوئ او دوی ته ووایاست چې کله دوی خټه خوري نو دا حشرې هم د دوی خیټې ته ځي. دوئ ته په کیلې کې د شاتو ګډول هم د خټې خوړلو عادت څخه خلاصون کې مرسته کوي.

ژباړه: جاوید خپلواک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب