د خپلواکۍ ورځ ولې ولمانځو؟

د خپلواکۍ ورځ د يوه ملت لپاره د بيرغ، سرود او نورو غوندې سېمبوليک ارزښت، بلکې تقدس لري. موږ چې سرود ته درېږو، موخه مو له وطن سره د مينه اظهار وي. بيرغ ته چې سلامي کوو، وطن تر ځان لوړ ګڼو، چې موږ ته يې په خپله غېږ کې ځای راکړی.

د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې موخه دا ده، چې له وطن سره د مينې د بېدرېغه اظهار لپاره يوه بېله ورځ ولرو. هر ملت د خپل ملي تشخص لپاره ځينې ټولمنلي سېمبولونه لري، چې له نقده ماورا وي. موږ چې لانجمن خلک يو، په منليو شيانو کې هم خبرې پيدا کوو او د يووالي پر ځای انتشار ته تمايل ښيو.

هر څيز چې سېمبوليک خول ولري، د ماضي او مستقبل ترمنځ غځېدلی وي. د خپلواکۍ د ورځې ريښه په ماضي کې ده خو مانا يې په مستقبل کې پرته ده. د دې ورځې په لمانځنه کې د هر ملت څو موخې وي، يوه دا چې خپلو راروانو نسلونو ته خپل تاريخي وياړونه ورياد کړي او د خپلواکۍ په احساس يې سرشار کړي. 


بله موخه له وطن سره د راروانو نسلونو مينه پيدا کول وي. دا د خوند ورځ وي، مېلې وي، بېشمېره بيرغونه وي، ملي سندرې وي، رنګونه وي، چې دا په يوه داسې يادګاره ورځ واړوي، چې تر راروان کاله پورې يې خوند زموږ په خوله کې وي؛ نو که د خوشحالۍ يوه ورځ ولرو، هم زموږ نفسياتو ته ښه ده او هم مو پر وطن او خپلواکۍ غوندې کلمو غور کولو ته رابولي، چې وطن څه دی؟ له موږه څه غواړي؟ خپلواکي څه ده؟ څه ارزښت لري؟ څنګه اخيستل کېږي او څنګه ساتل کېږي؟ 


که غواړو، چې خپل راروان نسلونه د وطن پر مينه پوه کړو؛ نو دا ورځ بايد په اشتياق ولمانځو.


وايي، چې د انسان په ژوند کې چې زراعي انقلاب راغی او ځمکه د اقتصادي منبع په توګه د انسان په اړتيا واوښته؛ نو مينه يې ورسره پيدا شوه. همدا مهال انسان ټولنيز ژوند پيدا کړ او د مدنيت اساس کېښودل شو. له وطن سره د مينې نوغی په همدې وخت کې راشين شوی، چې اوس هم د يوه رواني او فزيکي اړتيا په توګه مطرح دی. په هر ځای کې چې اوسو، انس مو ورسره پيدا کېږي، چې د اظهار لپاره يې يا سندرې وايو يا ورته يوه ورځ بېلوو. دا زموږ رواني اړتيا ده.


موږ په کډوالۍ کې وليدل، چې ځايي خلکو له هر ډول سياسي ايډيالوژۍ او ديني اعتقاد سره سره د وطن مينه هېره کړې نه وه. نېژدې پاکستان يې يوه بېلګه ده، چې بېشمېره مذهبي ډلي دي پکې؛ خو چې د اګست څوارلسمه راشي، ټول ملک شنه بيرغونه او سرودونه ونيسي.


دا زموږ اړتيا ده، چې د دې ورځې په اړه اختلاف يوې خوا ته کېږدو او ښه په خوند يې ولمانځو او ملي سندرې واورو، ځان، کور او وطن په بيرغونو او د خپلو غازيانو په عکسونو رنګين کړو، چې بچي مو د سوکالۍ، امن او وطن په مينه پوه شي اودا يې د يوې يادګارې ورځې په توګه په ذهن کې پاتې شي.

لیکنه: اجمل ښکلی
۲۰۱۹ م

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب