کاریزما او کاریزماټیک – ذاتي جذابیت

د کاریزما کلمه د یوناني (خاریسما) څخه اخېستل شوې چې د ذاتي جذابیت په مانا ده، د خارېسما لفظ په تيرو وختونو په تېره بیا شلمه پېړۍ کې لږ خو د دوه معینو معناګانولپاره کارول کيده: لومړی د هغو کسانو ظاهري جذابیت ترې مطلب وو چې د دنیوی خصلت او منشاء لرونکي وو او جذابیت یې هم تر ډیره کسبي بلل کيده، دوهمه مانا یې د موهبتي جذابیت او جلال څخه وو چې دوی ورته د خدايی ښکلا یا آسماني جذابیت په اطلاق متفق نظر وو چې منشا‌ء یې تر ډیره فطری بلل کیده.

د شلمی پیړۍ له نیمایي را پدېخوا د (کاریزما) کلمه په ټولنیزو او سیاسي ادبیاتو کې په تېره بیا د سیاسي مطرحو څيرو په توصیف کې ډېره وکارېده، پدې موده کې د (کاریزما) کلمه په توصیفي ادبیاتو کې د هغو څېرو لپاره وکارول شوه چې جذابیت یې په خلکو کې ژورې ريښې غځولي وی پرته لدې چې د کرکټر بعد یې مثبت یا منفی وارزول شی.
آلماني حقوق پوه، سیاستوال، تاریخ پوه او ټولنپوه ښاغلي (ماکس وبر) د (کاریزماټیکي اقتدار) د طرح په جوړولو سره د دې کلمی ترویج لاپسې زیات کړ.

کاریزما تاسو ته څه ګټه رسولی شي؟

د یوې شېبې لپاره فکر وکړئ چې ستاسو ژوند به څنګه وي؟

کله چې تاسو یوې کوټې ته د ننه کیږئ، په کوټه کې ناست نور کسان بلافاصله ستاسو د خبرو د اورېدو لپاره میل پیدا کوی او غواړي تاسو د خپل ځان سره همغږي او په طبعه جوړ ومومي، دا د کاریزماټیک کسانو د ژوند سبک دی. کاریزما د دې سبب کیږي چې نور ستاسو ملګري اوسي، په تاسو باور وکړي او له تاسو وغواړي چې ستاسو تر رهبری او قیادت لاندې کار وکړي. همدا ځانګړتیاوې دي چې تاسو ته درښیي چې: آیا تاسو یو رهبر یاست که د نورو تر رهبریت لاندي؟ ستاسو هیلې حقیقت مومي که یواځې هیلې پاتې کیږي؟ یا دا چې ستاسو پروژه به په بریالیتوب سرته رسېږي که نه؟
مهمه نده چې تاسو ورسره خوښ یاست یا ناخوښ اما؛ همدا کاریزما ده چې د پرمختګ سبب کیږي، همدا کاریزما ده چې نور کسان د هغو چارو سرته رسولو ته اړ باسي چې تاسو یې تمه کوئ. په کاري چاپېریال کې هم د کاریزما درلودل ډېر مهم او حیاتي ګڼل کیږي. مثلا: که چېرې تاسو غواړئ پخپل کارنځی کې پرمختګ وکړی یا دا چې د یوې نوې دندې لپاره مو نوم لیکنه کړې وي او لاس ته راوړولو لپاره یې هڅه کوی. څیړنې او موندنې ښیي چې کاریزماټیک کسانو د خپلو دندو په درشل کې ښې نمرې او امتیازونه ګټلی او د خپلو مافوق او ماتحت مدیرانو لخوا اغیزمن کسان په ګوته شوي او ستایل شویدی.
کاریزماټیک کېدل د مطلق بریالیتوب یا شتمن توب په مانا ندی، همدارنګه کاریزماټیک د خپل مینځي اړیکو یا د چاپېریال تر پوښښ لاندې راوستلو خاص طرز هم نلري بلکه کاریزماټیک کېدل یو لړ خاص ځانګړتیاوې دي.

ځینې کسان پخپلو کړنو سره زمونږ په زړونو کې د مهم والی احساس راټوکوي.
ځینې کسان پخپلو کړنو سره زمونږ په زړونو کې د خاص والی احساس راټوکوي.
ځینې کسان چې کله یوې ناستې یا مجلس ته د ننه کیږي، د ټولو پام ځانته وراړوي
.
ځینې کسان په غیر شعوري ډول او د خپل عادت له مخې یو لړ داسې اعمال ترسره کوي، چې نورغواړي له دوی سره خپل وخت تېر کړي، د دوی د پام وړ وګرځي، له دوی سره خبرې وکړي او یا لږ تر لږه د دوی تر څنګ پاتې شي.

کاریزما څه ته وايي؟

کاریزما په اصطلاح کې هغو کسانو ته ویل کېږي چې د نورو په اند د رهبریت وړ وي، دا اصطلاح غالبا په سیاسي علومو او ټولنپوهنه کې کارول کیږي او په هغو کسانو اطلاق کیږي چې پخپلو شخصي وړتیا‌ؤ سره پخپلو پلویانو کې ژور نفوذ کولی شي او پدې ترتیب سره ځان د دوی د پام وړ وګرځوي.اما ښه خبر دا دی چې: کاریزما یوه ذاتی او اکتسابی خصیصه ده، که تاسو کاریزماټیکي ځانګړتیاوې لری؛ کولی شی هغه ځانګړتیاوې پیاوړې کړی او خپل کاریزماټیکی شخصیت ته لا ځواک ورپه برخه کړئ، خو که چېرې کاریزماټیک نه یاست؛ کولی شئ کاریزماټیک شی او هغه هم ډېر هوسا…
بریالي کسان یواځې بریالی عادتونه لري، همدارنګه کاریزماټیک کسان هم یواځې کاریزماټیکې ځانکړي عادتونه لري.

کاریزماټیک شخصیت هغو کرکټر ته ویل کېږي چې د ځینو خاصو ځانګړتیاؤ په لرلو سره د نورو لپاره بېلګې ګرځېدلي او حتی کولی شي د نورو لپاره الهام بښونکي اوسي. کاریزماټیکي کسان کولی شي پخپل قدرت سره نور جمیعت تر خپل اغېز لاندې راولي او دوی خپل ځانته ته جذب کړي.
وبر؛ کارېزما داسې تعریفوي: د یو رهبري شخصیت هغو ځانګړتیاؤ ته ویل کیږي چې په نورو کې نه تر سترګو کېږي. کاریزماټیک چې یو ډول استثنایي جاذبه بلل کېږي د رهبری یا مدیریت یو ډول دی، کاریزماټیک انسان پخپلو وړتیاؤ سره خپل پلویان ځانته رابولي، دا وړتیاوې تر ډېره فردي دی او په فرد پورې تړلې تعهد سره په نېغه اړیکه لري. پدې ډول د رهبری  دا اړیکې له هر ډول مالي پاداش او فشار پرته پالل کیږي.
که تاسو د یوې ډلې رهبری په غاړه لری یا دا چې غواړئ رهبر شئ، نو په کاریزماټیکي ځانګړتیاؤ سنبالښت درته بې ارزښته ندی. څېړنو ښودلې چې د کارېزماټیک مدیر تر مدیریت لاندې کسانو کړنې د نورو په نسبت اغېزمنې او منظمې وې، دوی د هغو کسانو په نسبت ډېر بریالي وو چې د یو پیاوړي خو غیر کاریزماټیک مدیر تر مدیریت لاندې یې کار کاوه.

د وارټو پوهنتون پروفیسور (رابرت هوس) وایی: “د یو مدیر کاریزما د دې سبب کېږې چې د ده تر لاس لاندې کارکوونکې د نوموړي موخې جدي ونیسي او د لاس ته راوړلو لپاره یې کوټلې هڅې وکړې، د موخو د لاس ته راوړلو لپاره له تمې زیات زیار وباسي”
یو پلورونکی کولی شې د خپلو همکارانو په پرتله ۵ برابره زیات جنس وپلوري، چې دا یواځې د کاریزما په مټ امکان لري، دا کاریزما ده چې په لږه موده کې سترو موخو ته لاره هواروي.

د کاریزماټیک شخصیت درلودل د بریالی مدیرکېدو سره مرسته کولی شي، خو د کارېزماټیک شخصیت درلودلو لپاره د ځینو ځانګړتیاؤ شتون ته اړتیا شته چې په لاندې شرح بیان شویدي
.
۱: غږښایي درته حیرانوونکې وي اما ستاسو غږ په تېره بیا په لومړي ځل ستاسو په مخاطب اغيز پریږدي، او تر یوې کچې ورسره مرسته کوي چې ستاسو مخاطب ستاسو د شخصیت او کرکټر په اړه مقدماتي پېژندګلوی ترلاسه کړي. قاطع او صلابت لرونکی غږ ستاسو په کاریزماټیک والي دلالت کوي. ستاسو د خبرو لحن او ستاسو په غږ کې پروت ریتم او موج په اورېدونکې اغېز کوي چې تاسو جذب یا دفع کړي. نو چې هر څومره د متکلم غږ ښایسته او جذاب وي؛ هغومره به اورېدونکي ځانته جذبوي، چې هر څومره قاطع وي؛ هغومره به په مقابل لوري د حاکمیت اغېز کوي او چې هرڅومره ملایم وي؛ هغومره به مقابل اړخ ته د متقابلې مفاهېمې لپاره هيله ورکوي، بالآخره چې هر څومره خشن او مغضب وی؛ هغومره به مخاطب ترې بېزاره کېږي

۲: تجسم د انځورګری او تصویر جوړونې وړتیا تاسو سره مرسته کوي چې پخپلو پلان شویو کارونو کې بریالی اوسئ. په نهایت کې همدا ځانګړتیا ستاسو په کاریزماټیکي شخصیت دلالت کوي. د هغو کارونو په اړه تصور او تجسم چې په راتلونکې کې یې د اجراء هوډ لری؛ تاسو سره مرسته کوي چې په بشپړ دقت او درایت سره ورته پلانګذاری وکړئ او د ممکنه ننګونو د مخنیوي لپاره یې وار له مخې لازمې تابیاوې ونیسئ.

۳: کاریزماټیکي ثباتکاریزماټیک کسان پخپلو پریکړو کې ثابت قدمی ساتي او د ستونزو په وړاندې په پوره مېړانه درېږي، دوی پخپلو بریاؤ باور لري او بریا ته د رسېدو لپاره د موانعو په وړاندې مبارزه موخو ته درسېدو یواځینۍ لاره بولي. دوی له یو ښاخ څخه بل ښاخ ته الوتل نه خوښوی بلکه پخپلو هڅو کې ثبات خوښوی او د سختو لارو مزل د یو راتلونکی هوسا سفر پیلامه بولي.

۴: خلاقیت او فن آوريکاریزماټيک کسان د پورته دری ګونو خصلتونو تر څنګ دا ځانګړتیا هم لري چې په خلاقیت باور لري او د پرمختګ لپاره هڅه کوي، کاریزماټیک کسان د نویو پرمختګونو په اړه ځان پوهوي او حتی الامکان هڅه کوي چې ترې اغيزمنه ګټه پورته کړي. کاریزماټیک کسان د نویو سهولتونو څخه د لا پرمختګ په هیله ګټه پورته کوي او پرمختګونه د انساني هڅو پایله بولي.
کاریزما کوډې او سحر ندی بلکه داسې لارې چارې دي چې زده کېږي او زده کړه یې هوسا ده.
د عمومي نظریې خلاف، هېڅوک په فطري ډول کاریزماټیک ندی پیدا شوی. فرض کړئ که چېرې کاریزما ذاتي ځانګړنه وی، نو کاریزماټیک کسانو به خپل هنر لکه د سحر او جادو پشان د نورو د اغفال او تېر ایستلو په وړاندې کاروه، خو داسې نده. ځینې کسان په ډېره ساده ګۍ سره د یوې تخیلي تڼۍ په کېکاږلو خپل کاریزماټیک خاصیت د یوې شېبې لپاره مړ کولی شي او یا یې په بشپړ ډول د باډی لنګوېچ له رادار څخه ایستلی شي. همدارنګه د بېرته روښانه کولو لپاره یې هم د خپل وجود په ژبه کې اړین بدلونونه راوړي. یعنې د وجود ژبه او په وجودي تکلم کې اړین بدلونونه د کاریزما د زېږیدو او بېرته ورکېدو بنسټیز سبب دی.
په وروستیو کلونو کې د یو لړ پراخه څېړنو موندنو ښودلې چې کاریزما د یو لړ خاص او غیر شفاهي کړنو محصول ده، نه ذاتي او د افرادو په ذاتي او انحصاري ځانګړتیاؤ پورې تړلي. په همدې سبب دي چې د کاریزما کچه په وروستیو کلونو کې د خلکو د کاریزماټیکي تشبث او لېوالتیا یا ښایي د کاریزما په اړه د عامه پوهاوي په زیاتېدو سره سم د نمو په حال کې ارزول شوېده: خو په افرادو کې یې شتون یا را برسېرن کېدل بیا پدې پورې تړلي چې آیا هغه خاص عادتونه او ځانګړتیاوې نوموړي افراد له ځانه څرګندوي او کنه؟ که هو، په کوم کیفیت او څومره وخت کې کاریزماټیکې بلوغ ته رسېدلی شي، یا لږ تر لږه څه وخت پوهېدای شي چې نوموړی کاریزماټیک کرکټر لري؟

آیا تر اوسه مو داسې شېبې آزمایلې چې په بشپړ تسلط او ډاډ داسې احساس وکړئ چې ګواکي خپل چاپېریال او په چاپېریال کې شته عناصر مو تر خپل اغېز لاندې راوستلی؟ داسې یو حالت چې ستاسو شاوخوا ملګري په بشپړ ډول حتی یوه شېبه ستاسو تر بلاکیف اغیز لاندې راغلی وی او تاسو هم دا اعجاز احساس کړی وي؟ د ځينو هغو لپاره چې دې پوښتنې ته مثبت ځواب لري، دوی الزاماً دغه شېبې د کاریزما حالت نه بولي او قطعاً ځان ورته کاریزماټیک هم نه برېښي، بلکه فکر کوي چې ښایي د مجلس وضعیت او د ده څرګندونې یا د کومې مشخصې موضوع اړوند د ده ځانکړی دریځ د دې سبب شوی وي چې په مجلس کې ناست ګډونوال یې دومره تر اغېز لاندې راغلي وي. دا چې ولې داسې کسان ځان کاریزماټیک نه ګڼي؛ تر ډېره یې علت دا دی چې مونږ یو ډول ناسم ګومان لرو هغه دا چې: “کاریزماټیک کسان پخپل ټول عمر او ټول ژوند کې د مقناطیس پشان جذبوونکي دي.”
نه، داسې نده! هیله ده هوښیار اوسئ.

یو له هغو دلایلو چې ګومان کېږي کاریزما ذاتي او فطري پدیده ونه ګڼل شي؛ دا دی چې: کاریزما هم د ګڼو نورو ټولنیزو مهارتونو پشان د عمر په لومړیو کې زده کېږي، پداسې حال کې چې زده کوونکي یې دا حالت نشي درک کولی چې ګواکي دوی په غیر شعوري ډول د کاریزماټیک کېدو پخوا روان دي بلکه فکر کوي چې یواځې: نوي لارې چارې آزمايي، پایلې یې وینې او وروسته پکې غوره والی راولي، چې بالآخره همدا کړنې یو غریزوي حالت ځانته غوره کوي او د شخص په کرکټر کې نسبتا دایمې بدلونونه راولي، چې له شک پرته همدا بدلونونه د پوخوالي وروسته لا پسې ځواکمن کېږي، تر هغو چې انساني کرکټر یې په بشپړ ډول د کرېزماټيکي ځانګړتیاؤ څخه برخمن کیږي.

ګڼې داسې کاریزماټیکې څېرې شته چې د دې مهمو او بارزو ځانګړتیاؤ لپاره یې کلونه کلونه زیار ایستلی، او مرحله په مرحله یې خپلې کاریزماټیکې وړتیاوې زیاتې کړې. اماَّ؛ لکه څرنګه چې دوی اکثراَّ د فردي جذبو په اوج کې پېژندل شوي، یا تقریبا په کریزماټيکي نبوغ کې د نورو د پام وړ ګرځېدلی، نو دا به ګرانه وي چې ومنو چې ګواکي: دا وتلې کاریزماټیکي څېرې تل دومره بریالی نه وې.

د اِپل شرکت پخوانی اجرایوي مدیر ښاغلی ( استیو جابز) د وروستۍ لسېزې تر ټولو غوره کاریزماټیکه څېره پېژندل شوې، خو دا باید ومنو چې ښاغلی اسټیو له لومړیو دومره وتلی کاریزماټیک کرکټر نه وو. که تاسو د نوموړی هغه لومړنۍ او پخوانۍ ویډیوګانې وګورئ چې د اِپل محصولات یې په رسمي ډول رسنیو ته پکې ورپېژندلي؛ دا به درته جوته شي چې ښاغلي اسټیو په بشپړ بې زړه توب، غیر مناسبو حرکاتو، د نورو تر اغېز لاندې راتلو او غیر جذاب کرکټر سره د لوژ مخ ته راځي او د ناستې ګډون کوونکي یې هم په پوره کسالت سره  یو ډول تحمیلي تشریفاتي ښه راغلاست کوی. ښايي ښاغلی اسټیو خپلې دې نیمګړتیا ته پام شوی وي یا دا چې پخپل ځان کې یې دا وړتیا موندلې وي چې لدې حالت څخه بدلون کولی شي، اسټیو د وخت په تېرېدو سره خپل کاریزماټیکې ظرفیت زیاتوي، آن تر دې چې د څو کلونو په درشل ځان له یو بشپړ غیرکاریزماټیکي کرکټر څخه د وخت مطابق د نړۍ تر ټولو نامتو کاریزماټيکي کرکټر ته بدلوی. تاسو د نوموړي دا پرمختګ او خارق العاده بدلون د یو ناظر په حیث د نوموړي له متعاقبو وروستیو ناستو څخه په اخېستل شویو ویډیوګانو کې په هوسایی موندلی شئ.

کارېزما په بشپړ څېړنیز او فني شکل د ټولنپوهانو، ارواپوهانو او د بین الفردي اړیکو د متخصصینو لخوا تر څېړنې لاندې نیول شوې او د وخت په تېرېدو سره یې په هره برخه کې جلا جلا پرمختګونه او آزمایښتونه ترسره شوي. پدې څېړنو کې  د بېلا بېلو ټولنو ولسمشران، نظامی رهبران، محصلین، زده کړیالان او په تېره بیا سوداګریز مدیران له ټیټ پوړو را نیولی تر لوړ پوړو تر څېړنو لاندې نيول شوی. د دوي په کرکټرونو او کړنو یې ژورې څيړنې ترسره کړې چې د همدې څېړنو له برکته نن پوهېږو چې: کارېزما پخپل ذات کې د یو لړ ځانګړو کسبي کړنلارو ټولګه ده.

کاریزماټیکي کړنلارې کومې دي؟

کله چې د لومړي ځل لپاره یو چا سره وینو، په غریزوي شکل د نوموړي په اړه دا څیړنه کوو چې آیا نوموړي یو ښه باالقوه ملګری کېدای شي که یو دښمن؟ او دا چې آیا نوموړی د خپلې ملګرتیا یا دښمنۍ د څرګندولو وړتیا او نیت لري کنه؟ وړتیا او نیت، هغه دوه فکټورونه دي چې مونږ یې په غیر شعوري شکل په نورو کې لټوو: “آیا زما مقابل کس زما لپاره هغه دنګ غر له خپله ځایه بېځایه کولی شي؟ آیا اصلاً دا کار ورته ارزښت لري کنه؟” 

که ژور فکر وکړو اساساً د لومړی پوښتنې ځواب مونږ دېته اړ باسي چې پوه شو دا چې نوموړی څومره مونږ سره مینه لري او څومره مونږ ته په ارزښت قایل دی. کټ مټ کله چې تاسو یو کاریزماټیک کرکټر سره ملاقات کوی، په طبیعی شکل په تاسو کې داسې حس نشآت کوي چې نوموړی کس دير پیاوړی او قدرتمند دی، مونږ ورته ګران یو او مونږ ته ارزښت راکوي.
هغه معادله چې په پایله کې تاسو ته کاریزمايي ثبوت درکوي، ډېره هوسا او ساده ده. ترهر څه مهم پکې دا دی چې خپل هر کار په پوره اشتیاق او لېوالتیا ترسره کړئ. ځکه چې کارېزماټیکې کړنې له دوه مبحثونو مجزا ندی. (مبارزه یا تېښته)؟ چې دا مبحث په اقتدار پورې تړلي. (دوست یا دښمن)؟ چې دا مبحث په اشتیاق او لېوالتيا پورې تړلې.

اما په سیسټماټیک ډول یو بل داسې بُعد هم شتون لري چې پورتنیو دوه ګونو مباحثو لپاره په کیفي شکل لاره هواروي: فردي حضور (شتون). کله چې خلک د یو کاریزماټیک کرکټر د کړنو او ځانګړتیاؤ د لیدلو تجربه ستایي او له نورو سره یې شریکوي، که هغه کس کالین پاول وي یا دا لایی لاما، خو یو وصف به پکې  تر نورو زیات بارز وي، هغه دا چې: د نوموړي فوق العاده حضور (شتون) په ګوته کړي.

د اجرائیه مدیرانو په تربیتي بحث کې (فردي شتون) د فردي کاریزما تر ټولو مهم اړخ ښودل شوی. ځکه دوی غواړي چې خپل اجرائیوي شتون او مدیریتي اړخ پیاوړی کړي او دا کاملاً پرځای غوښتنه هم ده. ستاسو (شتون) ستاسو د کاریزماتوب بنسټ جوړوي، دقیقاً هغه بنسټ چې د نورو کاریزماټیکي ځانګړتیاؤ لپاره لاینفک پیل کېدای شي. کله چې تاسو د نړۍ په کچه له نامتو کریزماټیک کرکټر سره ناست یاست؛ نه یواځې دا چې د نوموړي قدرت او له لېوالتیا ډکه ژمنتیا به احساس کړی بلکه دا به هم ومنئ چې نوموړی په حقیقي مانا ستاسو سره په یوه کوټه کې ناست دی او حضور (شتون) یې کاملاً تاسو ته محسوس دی.

په کړنلاره کې اعجاز:

هو، کاریزما کومه جادویي پدیده نده اما په نورو د جادو پشان اغېز کوي. د فردي کاریزمايي وړتیاؤ د نبوغ او بلوغ لپاره یو لړ هڅو او زیارونو ته اړتیا شته چې ښایي کله کله دا هڅې ستاسو د میل مطابق نه وي، یا هم ښایي ډیرې ځوروونکې وي، اماّ پایلې یې له دواړو اړخونو فوق العاده دي؛ هم له هغه پېژندګلوي چې تاسو یې د ځان په اړه لرئ او هم له هغو پېژندګلوي چې نور یې ستاسو په اړه لري. دا هڅې ستاسو د ذهني ایکوسیسټم، د خپلو اړتیاؤ د سم درک او پر وخت مراقبت او هغو کړنلارو په اړه د پوهاوي څخه عبارت دي چې بالآخره به تاسو نورو ته یو اغېزمن شخصیت (کاریزماټیک) ورپېژني. 

په راتلونکې برخه کې به دا هم ولولئ چې: د کارېزما روزنه، په حقیقت کې کاریزماټیکي اعجاز دی.
د کاریزماټیکي خصلتونو روزل کاریزماټیکي اعجاز یا کاریزماټیکي سحر بلل کیږي، هغه سحر چې په عملي ډګر کې ستاسو کاریزماټیک کېدل تثبیتوي. د کاریزماټیک په اړه پوهای او د کاریزماټیک کېدو په لور لېوالتیا به تاسو ته دا فرصت درکړي چې: نړۍ ته د خپل شخصیت د لا تثبیت په موخه د یو آزمایښتی لابراتوار په سترګه وګورئ. کله چې له نویو څېرو سره لیدنه کتنه کوئ، بلافاصله به د خپلو منحصر په فرد مهارتونو د آزمایلو هڅه کوئ. تاسو به دا زده کړئ چې څنګه کولی شی، مقابل لوري ته یو اغېزمن، زړه راښکونکی او هیله من کرکټر ثابت شئ؟

تاسو به دا هم زده کړئ چې څرنګه کولی شی خپل کاریزماټیکي ظرفیت تر دې کچې لوړ کړی چې یو مجلس ته په ننوتلو سره هلته ناست کسان تر خپل بلاکیف اغېز لاندې راولئ او بالمقابل دوی ستاسو په وړاندې خارق العاده تمایل پیدا کړي.
آیا لا هم فکر کوئ چې کاریزما ته اړ نه یاست یا د خپلو شته کاریزماتیکي وړتیاؤ د روزلو وړتیا نلرئ؟
آیا کاریزماټیکې څېرې مثبت فکر کوي؟

ډېری کاریزماټیکې څېرې او د نړۍ په کچه تر ټولو بریالي کاریزماټیک مدیران د خپلو بریاؤ اساسي لاملونه د راتلونکو او روانو چارو په اړه د دوي مثبت اند په ګوته کوي. که چېرې مثبت اند او هیله مند لیدلوری ونلرئ؛ څنګه کولی شئ، د نورو لپاره الهام بښونکي اوسئ او پخپل دې خصلت د دوی د زړه راښکون سبب شئ؟

څېړنو موندلې چې مثبت اند لرونکي کسان پخپل اکاډمیک یا کاري چاپېریال کې تر ټولو بریالی کسان دي او نسبتاَّ اوږد عمرهم لري. له بلې خوا منفی اند لرونکي کسان په رواني مالیخولیا اخته کسان دي او په ډېره هوسایئ سره ځانونه ور پېښو ستونزو ته تسلیموي. مثبت اند او راتلونکي ته هیله مندي د دې سبب کېږي چې ستاسو ذهنیت د نورو په وړاندې خوښوونکی او معقول وبريښي. مثبت لید او مثبت اند پدې مانا چې تاسو پدې باورمند شئ چې: ټولې چارې نهایتاَّ ښې پایلې لرلی شي، پدې شرط چې مونږ یې د مثبت اړخ لپاره هڅې وکړو، آن تر دې که له ورایه ناهیلې کوونکې او له ناکامیو سره مل هم برېښي. که په رښتیا مثبت اند لرونکي یاست؛ کولی شئ خپل اند و نورو ته هم ولېږدوئ او د دوی د خوښۍ سبب هم شئ. مثبت اند یا مثبت لید دا چې هڅه وکړئ په هر حال د مثبتو ټکو په لټه کې اوسئ، او خپل کرکټر مو د مثبتو ټکو په تمایل آموخته کړئ! طبیعتاً خلک د هغو خلکو په وړاندې تمایل ښیي چې مثبت اند لري، د ستونزو د حل لپاره حل لارې لټوي او د ناخوالو غروب یواځې او یواځې د خپلو مدبرانه هڅو په پایله کې د حل لارو په طلوع کې ویني.

د کاریزماټیکو څېرو لس هغه ځانګړنې

اوس چې د کاریزماټیک په مبادیو او متشکله عناصرو پوه شوو، راځئ د کاریزماټیکو څېرو لس هغه ځانګړنې وڅېړو چې د دوی د کاریزماټیک کېدو سبب شوې.

۱: کاریزماټیک کسان د ډېرو خبرو کولو پرځای چوپتیا او اورېدو ته ارزښت ورکويپوښتنه وکړئ، سترګې په سترګو شئ، موسکي شئ، خپله ناراحتي مو په څېره کې وښیئ، خپل سر وښوروئ او دېته ورته داسې کړنې ترسره کړئ چې د خبرو کولو او ژبې ښورولو پرته خپل نظر مقابل اړخ ته ولېږدوئ! دا ټول هغه کارونه دي چې تاسو اړ یاست ترسره یې کړئ تر څو خپل شخصیت نورو ته مهم تثبیت کړئ. پخپلو خبرو کې هېڅکله د ناصح دریځ مه خپلوئ! مګر دا چې تاسو د یو مشر یا رهبر په حیث نصېحت کولو ته وبلل شئ. کله چې: تاسو نصېحت کول پیل کړئ، ستاسو ډیرې خبرې بېرته تاسو ته در ګرځي. نو دا قاعده په یاد ولرئ: یواځې هغه وخت خبرې وکړئ چې د خبرو کولو لپاره اړتیا وینئ او یواځې هغه وخت خپلې خبرې بل ته ورسوئ؛ چې پوهېږئ ستاسو خبرې هغه کس ته مهمې دي او خپلې خبرې پداسې طرز ولېږدوئ چې: د مقابل لوري لخوا په لېوالتیا واورېدل شي.

۲: کاریزماټیک کسان اورېدونکې دي دوی هره خبره او د هرې خولې اوريیقین لرم چې دا ډول خلک مو پخپل چاپېر کې لرئ یا ورسره مخامخ شوي یاست: کله چې تاسو خبرې کوئ؛ دوی درته په پوره ذهني تمرکز او پاملرنه غوږ نیسې او ستاسو خبرې تر وروستي توري اوري… تر څو چې تاسو ترې بیا ونه پوښتئ یا عملاً د خبرو کولو بلنه ورنکړئ؛ دوی درته غوږ نیسي، خو په بشپړ چوپتیا، او آرامتیا. کله چې د دوی په مخ کې خبرې کوئ، داسې احساس در پېښېږي چې ګواکي دوی ستاسو د خبرو کولو په درشل کې پخپلو خیالونو کې ډوب تللي… حتی چې یو توری هم له خپلې خولې نه وباسي او نه هم داسې کوم خوځښت ترسره کوي چې خپل ذهني تمرکز څو ځایه وویشي. یواځې یې خپله ټوله پاملرنه او د حواسو تمرکز ستاسو خبرو اورېدو ته ځانکړي کړي. کاریزماټیک کسان عادت لري چې حتی د متکلم ډېرو بې اهمیته خبرو ته هم غوږ ونیسي، آن تر دې که خبرې یې ډېرې اوږدې او مفصلې هم وي. کاریزماټیک کرکټر ته یې خپله کاریزما اجازه نه ورکوي چې د خبرې کوونکې کس خبرو ته د هغو د مقام، تعلیم، نسب، شتمنۍ او یا کومې بلې مشخصې په نظر کې نیولو سره اهمیت ورکړي یا یې په وړاندې توپیري چلند غوره کړي. د کاریزماټیک کرکټر پر وړاندې متکلم (خبرې کوونکی) کس داسې فکر کوي چې ښایي زما د خبرو اورېدونکی کس د موضوع په اړه علاقمندي لري، یا زما سره د نظر ورته والی لری او یا داسې نور… خو داسې نده! بلکه دوی هر چاته همدا احساس ورکول او د احساس له مخې د همدې فکر کولو انګېزه وربښي.

۳: کاریزماټیک کسان خپل حواس راټول ساتيدوی پدې پوهېږي چې که چېرې خپل حواس په ارتباطي وسایلو یا بل کس ته په همزمان غوږ نیولو بوخت کړي، هېڅکله له خپل مخامخ کس سره خپله اړیکه ټینګه نشی ساتلی، او د هغو له خبرو سم او مسلسل اخذ نشي کولی. کله چې تاسو خپل مخامخ کس سره په خبرو بوخت یاست، یا د نوموړی خبرو ته غوږ یاست؛ هېڅکله خپل ټلېفون کې ځان مه بوختوئ، یا مو خپلې سترګې د لپ تاپ ښېښې ته مه راګرځوئ، د لارې په سر تېرېدونکو کسانو یا موټرانو ته هم مه ورګورئ!…. بلکه هڅه وکړئ! یواځې او یواځې خپل مقابل خبرې کوونکی کس ته غوږ شئ، چې دا په حقیقت کې تر ټولو غوره ډالۍ ده چې تاسو یې خپل ملګري ته ورکوئ.
په تېره بیا نن سبا چې د حواسو د ویشلو لپاره تر بل هر وخت وسایل ډیر دي، نو که تاسو د خپل مقابل متکلم په خبرو کې ډوب ولاړ شي؛ د نوموړي په حق کې مو ستر د اجر او ثواب کار کړئ… که تاسو خپل مقابل ملګري ته د پوره پاملرنې او تمرکز ډالۍ ورکړی؛ دا به ومومئ چې نوموړی څومره ستاسو سره د کښېناستلو او خبرو کولو لپاره لېوالتیا ښکاره کوي، هغه څه چې ستاسو د کاریزماټیک کېدو په لور خورا اغیزمن سبب ګرځي.

۴: کارېزماټیک کسان له راکړې مخکې ورکړه کويکه چېرې غواړی اوږد مهاله او پایېدونکې اړیکې ولري؛ تل پدې فکر اوسئ چې څرنګه کولی شي له نورو سره مرسته وکړي، د دې پرځای چې له نورو څخه مرسته ترلاسه کړئ. پدې فکر اوسئ چې څنګه نورو ته خوښي ورکولی شي، د دې پرځای چې نور د خپلو خوښیو لپاره وکاروئ. که چېرې تاسو د نورو څخه د لاس ته راوړنو یا یو څه ترلاسه کولو تمه ولرئ، پدې یقین ولرئ چې: له یو یا دوه ځل مخامخ کېدو وروسته مقابل لوری له تاسو څخه لېرې والی او تفرق غوره کوي آن تر دې چې ستاسو سره په تصادفي مخامخ کېدو به هم ناخوښ برېښي او په پلمو سره به له تاسو څخه د تېښتې لار لټوي، تر دې چې ډېر ژر به د نوموړي لخوا د اړیکو د مطلق پرېکون شاهد اوسئ.

۵: کاریزماټیک کسان هېڅکله ځان تر نورو مهم نه ګڼيیواځې ځان خوښوونکي، او پخپل نفس د کاذب اعتماد لرونکي کسان دي چې له نورو کرکه کوي. لدوی سره ځان ناخوښ احساسوي او یواځې خپل ځان ورته تر ټولو مهم ښکاري. پخپل ځان اعتماد لرونکي کسان نباید د نورو په وړاندې د بې تفاوتی پرېکړه وکړي. خو ډېر ځان خوښوونکي کسان غالباً په مجلس کې په نورو غمېږي ځکه چې دوی له نورو سره ناسته پاسته نه خوښوي او خپل ځان ورته تر نورو غوره ښکاري. کاشکی دوی رښتیا هم د نورو په نظر همدومره معزز وی چې داسې نده بلکه د دوی خپل ځان خوښوونه دوی نورو ته د دوی تر فکر هم ورهاخوا کرکجن ورپېژندلي.

۶: کاریزماټیک کسان پوهېږي چې باید نورو ته ارزښت ورکړيتاسو په هغو څېزونو پوه یاست چې باید پوه شوي وی. له خپل فکري طرز څخه خبر یاست، خپل باور او عقاید مو درته معلوم دي، د نورو په اړه مو نظر او فکر درته څرګند دی. په ټولو هغو څیزونو چې پوهېږئ؛ په تاسو پورې تړاو لري او ښایي په همدې خاطر درته مهم ندي ځکه چې په تاسو پورې تړاو لري. تاسو له خپل ځان څخه هېڅ نشی زده کولی. اماَّ آیا پوهېږئ چې نور په کومو څېزونو پوهېږي؟ کومې تجربې لري؟ کومې اېډیولوژي لري؟ د نړۍ په هکله څه فکر لري؟ د خبرو کولو مخکې پدې فکر کې اوسئ چې د نورو خبرو ته تر خپلو خبرو ارزښت ورکړئ، ځکه چې تاسو باید له نورو یو څه زده کړئ! لدې وروسته د خبرو په وخت د خپل مقابل لوري په خبرو کې د نویو موندنو لپاره غوږ ونیسئ، د دوی څخه د یو څه تر لاسه کولو په تمه دوی ته په پوره ځیرکتیا او فکري تمرکز غوږ ونیسئ آن تر دې چې د دوی څخه د دوی د نظریاتو، اندونو او اعتقاداتو په اړه وپوښتئ!

۷: کاریزماټيک کسان څراغ د نورو په مخ ور اچويهېڅوک پدې نړۍ څومره چې ښایی ندي ستایل شوي، نه زه تاسو او نه هغه چې تاسو ورسره خبرې کوی. خو د یو کاریزماټیک فرد په حیث دا ستاسو دنده ده چې نورو ته ووایئ چې: دوی څومره ښه اجراآت لري، کړنې یې ستاسو خوښې دي او راتلونکې یې روښانه وینئ، کومې ښې ځانګړتیاوې لري او ولې تاسو ته ارزښت لري؟؟؟
آیا تاسو نه پوهېږئ چې موصوف څومره ښه اوصاف لري، کومې فردې ځانګړتیاوې لري، ولې تاسو ته اهمیت لري…؟ که هو، دا د افسوس خبره ده! تاسو باید د هغو اوصاف ومومئ او ځان پرې خبر کړئ.
که چېرې تاسو پخپل ځان کې دا خصلت را ژوندی کړئ؛ نه یواځې دا چې نور به ستاسو کړنې وستایي بلکه ستاسو د کاریزماټیک کېدو په لور به مو تر ټولو اغېزمن ګام پورته کړي وي. پدې ترتیب سرکولی شئ نورو ته ارزښت وکړئ، لا نورې لاس ته راوړنې ولري او ستاسو دا نیکي به دوی هېڅکله هېره نکړي.

۸: کاریزماټیک کسان خپلې وینې (کلمې) او جملې له مخکې جوړويد تورو او الفاظو ځواک له شک پرته بارز دی اما دا په تاسو پورې تړلې چې څومره خپل دې ځواک څخه سمه ګټه پورته کولی شئ؟ کاریزماټیک کسان د الفاظو په ټاکنه کې خورا دقت کوي، دوی د الفاظو ځواک په سمه او منطقي لاره لګوي. کاریزماټیک کسان الفاظ او د الفاظو ټاکنې ته د تورې په سترګه ګوري. توره هم دوې څنډې لري چې یوه څنډه یې تېزه او غوڅوونکې ده خو بله څنډه یې پڅه او پلنه ده. د بېلګې په ډول: تاسو نباید پيرودونکو ته ښه وړاندیز ولری بلکه د پیرودونکو د لا جذب او علاقې لپاره تر ټولو غوره وړاندیزونه ولرئ. تاسو نباید یو کاروکوونکی وګمارئ بلکه تاسو باید تر ټولو وړ د دندې متقاضي کس خپل کاري ټیم کې د ننه کړئ. د یو کاریزماټیک فرد په حیث ستاسو وینې (کلمې) باید له انرژي، قوت او خوښۍ ډکې وي. ښه به دا وي چې: ناهیلې کوونکې، ناراحت کوونکې او هغه کلمې چې احساس وژونکې دي له خپلې ډېکشنرۍ حذف کړو.

۹: کاریزماټیک کسان د نورو د ماتې په اړه خبرې نه کويکه چېرې د نورو د ماتې او یا نورو پسې خبرو کول درته خوښوونکې وي؛ باید پوه شئ چې ښایي درته خوښوونکې او جذاب وي…اما لازمه نده. ستونزه دا ده چې: د نورو ماته او د نورو د ماتې په اړه خبرې کول واقعا مهم ندي. کاریزماټیک کسان حتی د هغو کسانو خبرو ته غوږ نه اېږدي چې تل د نور د ناکامیو په اړه خبرې کوي. دوی پوهېږي چې د نورو په اړه تر خبرو کولو غوره دا ده چې د نویو لارو چارو او نوښتونو په اړه خبرې وکړي او د شته ستونزو د حل لارو په اړه فکر وکړي. دوی د وخت ارزښت پدې کې بولي چې یواځې د هغو مسایلو په اړه خبرې وکړي چې د وخت په لګښت ارزي. دوی حتی د خبرو اورېدو کې هم د وخت ارزښت له پامه نه غورځوي.

۱۰: اما کاریزماټیک کسان خپلې ماتې منيمعمولا کله چې د عادي خلکو څخه د کاریزماټیک کسانو په وړاندې د دوی د تمایل په اړه پوښتل کیږي دوی په ځواب کې وایی چې: کاریزماټیک کسان خپلې تېروتنې او د تېروتنو له امله په چارو کې پاتې راتلل په بشپړ اخلاقی جرائت مني.
هو، کاریزماټیک کسان له تيروتنو نه ویریږی بلکه دوی پدې عقیده لري چې انسان په هر حال له تېروتنو مبری ندی. دوی خپلې تېروتنې منی او د هغو د پټولو یا نه منلو لپاره دلایل هم نه جوړوي.
د دې لپاره چې کاریزماټیک اوسئ؛ هېڅ اړتیا نشته چې نابغه اوسئ او پخپلو کړنو کې هېڅ خطا او تېروتنه ونلرئ. د دې لپاره چې کاریزماټيک اوسئ؛ یواځینۍ لاره همدا ده چې خپلې تيروتنې ومنئ او د بیا ځلې ارتکاب څخه یې په پوره تدبیر ډډه وکړئ!
مهم ټکی: تاسو هېڅکله د نورو په تېروتنو مه خاندئ، بلکه پکار ده چې پخپلو تېروتنو وخاندئ او پدې ترتیب به نور په تاسو نه خاندي بلکه ستاسو سره به ګډ وخاندي. یقین لرم چې تاسو هر یو داسې کسان پېژنئ چې: د مهم والی او اعتماد خصلت پکې نغښتی. دوی کاریزماټیک کسان دي خو له بده مرغه کومه کاریزما چې یو فرد په فطري ډول له ځان سره لري؛ د وخت په تېرېدو یې له لاسه ورکولي شي او که چېرې یې د بیا پیاوړتیا لپاره خاص مهارتونه ونه کاروئ؛ له شک پرته چې د وخت په تېرېدو به یی آثار هم پاتې نشي.

ژباړه او تحلیل: قاسم امیری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب