د خدايي او نبوت دعوې مه کوئ
مشهور صوفي عبد القادر الجيلاني (470 هـ – 561 هـ) رحمه الله ته د هغه یوه مرید وویل : وصیت راته وکړه ، هغه ورته وویل: زما دوه وصیتونه ومنه یو دا چې د خدايي دعوه مه کوه اوبله د نبوت دعوه مه کوه . مرید یې حیران شو او ورته ویې ویل: ما ستا سره ډېر وخت تیرکړی ده زما په اړه مو دا وېره څنګه احساس کړه چې زه به دا ډول دعوې وکړم ؟!
هغه ورته وویل : په خبره ځان پوه کړه . د خدای جل جلاله هره خبره کره او پخه ده او په خبره کې یې څوک اختلاف نه شي کولی ، کوم انسان چې خپل نظر او خبره په داسي توګه وړاندي کړي چې فکر کوي د ده خبره کره اوپخه ده او هیڅوک یې باید مخالفت ونه کړي نودا ګوا کي د خدايي دعوه شوه . داراز د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره هم رښتینې وي، څوک یې مخالفت نه شي کولی او که یو انسان خپله خبره دومره کره وبولي چې بل ته یې د مخالفت اجازه نه ورکوي نو ګواکي ده د نبوت دعوه وکړه .
یو عرب ځوان مې ملګری و یوه ورځ مې له هغه نه د هغه د نظر په خلاف یوه خبره واوریدله، په ډېر تعجب مې ورته وویل: تا سو مخکي په دې اړه داسي نظر لاره اوس مو ولي نظر بدل شوی دی؟! هغه راته کړه: بس نو غلط شوی وم اوس مې خپل نظر اصلاح کړ، دریم ملګري مو په غوسه ورته وویل: ولي غلطېدلې؟؟!! هغه ورته وویل: هل أنا الله؟! یعني ولي زه خدای یم چې نه به خطاکیږم.
په دې حساب خو زموږ په ټولنه کې د خدايي او نبوت دعوه کوونکي بې شمیره دي ، او زموږ ډیری اختلافات چې د شخړو او بدمرغیو ترپولو رسیږي لامل یې دا دی چې زموږ ځیني یارانو دا سترې دعوې کړې وي او له هغې نه د سر په بیه هم نه تیریږي. عجیبه خودا ده چې موږ خپلو سرونو ته دومره اهمیت نه ورکوو لکه په سرونو کې پرتو نظریاتو او افکارو ته ، اوریدلي مو دي چې پښتانه وايي: زه له خپله سره تیربږم خو له خپلي خبري نه شم تیریدلی. د ګروهي او عقیدي ترکچې لاندي نظریات او افکار له خپل سره غوره بلل د اهم او غیراهم نه پیژندلو معنا لري .