د خبرو کولو آداب
موخه : د خبرو کولو د ځينو آدابو پېژندنه
۱- زموږ پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) وایي : رښتیا ووایئ ځکه رښتیا ویل د ښیګڼې لورته لارښوونه کوي اوښیګڼه بیا د جنت خواته لارښوونه کوي
۲- نرمې اوپه زړه پورې خبرې باید وکړو بې خونده اوبې ځایه اود ضرر رسوونکو خبروڅخه تل ځانونه وساتو
۳- که چیرې دوه کسان خبرې سره کوي نوپرته له اجازې د هغوی په خبروکې باید ورونه لویږو اونه باید د هغوی خبرې پرې کړو
۴- که څوک دکوم شي په اړه پوښتنه درځنې وکړي لومړی باید د هغه خبره ښه په غور واورو او فکر پرې وکړو وروسته بیا جواب ورکړو۰
پوښتنې :
۱- زموږ ګران پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) درښتیا وینا په اړه څه فرمايلي دي؟
۲- څنګه اوپه څه ډول خبرې باید وکړو؟
۳- که څوک د یوشي په اړه پوښتنه وکړي موږباید څه ډول ځواب ورکړو؟