د حیاء او پاک لمنۍ عجیبه کيسه
ليکوال : اقبال اوباش
رومیانو په جنګ کي ژوندی ګیر کړو د وخت باچا ته یې حاضر کړو، باچا امر وکړو چي داسي کوټه کي یې بندي کړئ چي ډیره ښایسته جوړه وي او کوټه کي یوه ښایسته پیغله له ښو خوراکونو او شراب سره ورسره بنده کړئ، چي تر څو یې بد فعلي ته مجبور کړي.
باچا ویل که دې سړي دا کار یعني زنا وکړه بیا دی زموږ هره خبره مني او زموږ مقابله نه شي کولای خو که دا کار یې ونه کړو نو دا بیا خطرناک دی، لازم به یې په دار کوو.
عسکرو همداسي وکړل، ځوان او یو ښایسته پیغله یې ځانګړي حسن داره کوټه کي له شراب او کباب سره پرېښودل.
پیغلي خپل ټول کوششونه وکړو چي تر څو دا ښایسته ځوان ځانته راجلب کړي او بد فعلي ورسره وکړي خو ځوان بالکل ورته کتل لا نه، آن درې شپې درې ورځي پیغلي خپل ټول وس او د شیطان چلونه وکارولو، ځوان بیخي نه ورته ګوري.
درې شپې وروسته دې پیغلوټي ځوان ته و ویل “یا تۀ له ډبرې جوړ یې او که له اوسپني څخه ” نه راته ګورې، نه خبرې راسره کوې آخر تۀ له څه جوړ یې او کوم شي له دې کاره منع کړی یې؟
ځوان ورته ویل تۀ څه فکر کوې دلته ما و تا تنها یو؟ نه داسي نه ده، بلکې زموږ رب خالق و مالک الله جل جلاله له موږ سره دی، نو زۀ له خپل رب جل جلاله څخه حیاء کوم هیڅکله دا کار نه کوم.
پیغله حیرانه شوه او له کوټې څخه را وو وتله د روم باچا ته یې و ویل چي بس سړی قانع کیږي لږ مهلت راکړئ.
پیغله متاثره وه هغې په یو چل سره د ځوان آزادي غوښتله نو یې دا خبرې کولې چي نن به کار وشي، سبا به کار وشي. تر څو یوه شپه پیغله راغله ځوان ته یې یو آس او څه خوراکي توکي ورکړل او لارې ته یې سیخ کړ چي دا ستاسو هیواد ته ځي زما داسې کس په مرګ نه دی پیرزو څوک چې دومره پاک زړی او د خپل رب څخه حیاء کونکی وي. ځکه باچا امر کړی چي که ځوان بدکاري ونه کړه په دار کېږي به، نو زما له سببه خو به نه په دار کېږې، که لاره کې بل مشکل دپیښ سو هغه به دي خپل قسمت وي.
ځوان هم د شپې له تیاري ګټه واخستله او د خپل هیواد او ملګرو په طرف روان شو، په خیر ملګرو ته ورسېدلو، خپله د خلاصون کيسه يې ورته کټ مټ بیان کړه.
د تاریخ زرینو پاڼو دغه مجاهد ځوان د عمیر بن حبیب رحمه الله په نوم یاد کړی.