د حمل په دوران كې جماع روا ده؟

که یوه ښځه حامله وي تر کومه وخته ورسره خاوند جماع کولی شي. یعنې د حامله توب په ورستیو وختونو کې ورسره جماع کول رواه دي او که نه؟ وسلام
ستاسې د جواب په انتظار

قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته
ستاسې نه ډېره مننه کوو چې غواړئ ، ځان د اسلام نه خبر کړئ او په دې اړه پوښتنې کوئ
ستاسې د پوښتنې په اړه بايد ووايم
چې د اسلام له نظره د حمل په وخت کې جماع کول جواز لري او په دې کې هېڅ کوم ممانعت نشته، انسان کولاى شي چې د حمل په اول، منځ او اخر کې له خپلې ښځې سره يو ځاى شي، البته ډاکتران په دې اړه مختلف نظريات لري، ځينې وايي چې د حمل په آخره مياشت کې د له ښځې سره يوځاى کېدل سم کار نه دى، ځکه چې دا ښځې ته ضرر لري او ځينې نور ډاکتران وايي چې په دې کې کوم مشکل نشته، خو ټول ډاکتران په دې متفق دي چې سړى کولاى شي د حمل په هر وخت کې له خپلې ښځې سره يو ځاى شي، که چېرې ښځې د تکليف احساس کاوه او يا ورته مشکل پيدا کېده نو بيا دې په دې اړه احتياط وکړي
او اسلامي شريعت په دې اړه کوم ممانعت نه دى کړئ
والسلام

ځواب وركونكى: مولوي مجيب الرحمن منصور

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب