د حق او باطل په جګړه كې زموږ دنده څه ده؟

د حق او باطل د پلويانو جګړه

د حق او باطل، نېک عملو او بد عملو، د شکونو او شهوتونو د څښتنانو او د استقامت او صلاح د خاوندانو ترمنځ يو له بله تدافع او مخنيوى د لوى څښتن جل جلاله له پخوانيو سننو، په کايناتو كې د پلي شوې ارادې او مشيت او مبرمې قضا څخه باله شي.
لوى څښتن خپل دغه سنت او عادت او په هغه كې نغښتى حکمت په خپل سپېڅلي کلام؛ قرآن کريم كې روښانه کړى او فرمايي:
{وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَـكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ} البقرة251
ژباړه: که الله د ځينو وګړو مخنيوى په ځينو نورو نه کولاى، نو د ځمكې پرمخ به ګډوډي خپره شوې واى. خو الله په انسانانو باندې د لوى فضل دى څښتن دى (چي هغه په دغه ډول د فساد مخنيوى کوي).
دغه راز لوى څښتن فرمايي:
{وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيراً وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ}الحج٤٠ آيت
ژباړه: که الله خلک يو په بل دفع نه کړي، نو خانقاوې، کليساوې، عبادتځايونه او هغه جوماتونه چې د الله نوم ډېر زيات پکښې اخيستل کيږي، ټول به ونړول شي. الله به هرو مرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د هغه مرسته وکړي، الله ډېر ځواکمن او لاسبرى دى.

د باطل د لښكرو وسايل

د حق او باطل د خاوندانو تر منځ د مخنيوي له مظاهرو څخه هغه وسايل دي چې هره ډله پرې تمسک کوي او کار ځنې اخلي او هغه څه ته د بلنې په لار كې يې د ښندلو کوښښ کوي چې دوى ايمان او عقيده پرې لري. لکه چې د باطل خاوندان د وګړو ډلې پر باطلو راټولوي او د دې لپاره هلې ځلې کوي او د باطل په لار كې خپل سرونه او مالونه ښندي. البته دا ډېره مهمه نقطه ده چې د حق خاوندان يې بايد په پام كې ونيسي.
دغه راز د باطل څښتنان، باطل ته د بلنې لپاره کومه ځانګړې او څرګنده طريقه نه لري. ځکه نو ډېرو خلکو ته د هغو موخې څرګندي نه وي.
همدا شان د باطل څښتنان د حق جامې اغوندي پر حقيقت باندې د پردې اچولو او د خپلو مکرونو او عيبونو د پټولو او د خلکو د غولولو او ګمراه کولو په موخه د حق د خاوندانو په خبرو او دلايلو تمسک کوي.
لوى څښتن د دوى او د دوى د دغو چلونو په هکله داسې يادونه کوي:
{وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللّهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ * وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ} البقره ٢٠٤،٢٠٥
ژباړه: په انسانانو كې ځيني داسې دي چې د هغه خبرې د دنيا په ژوند كې تا ته ډېرې ښې ښکاري او هغه پر خپل نېک نيت په وارو وارو الله شاهد نيسي، خو په حقيقت كې هغه د حق ډېر سخت دښمن وي. او کله چې هغه ته قدرت په لاس ورځي، نو په مځکه كې يې ټولې هلې ځلې د دې لپاره وي چې فساد خپور کړي. کښتونه لوټ کړي او انساني توکم له منځه يوسي. په داسې حال كې چې الله هيڅکله فساد نه خوښوي.
امام بخاري او امام مسلم (رح) روايت کوي چې حذيفه بن اليمان وويل:
(كَانَ النَّاسُ يَسْأَلُونَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الْخَيْرِ، و َكُنْتُ أَسْأَلُهُ عَنِ الشَّرِّ مَخَافَةَ أَنْ يُدْرِكَنِي. فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ! إِنَّا كُنَّا فِي جَاهِلِيَّةٍ وَشَرٍّ، فَجَاءَنَا اللَّهُ بِهَذَا الْخَيْرِ، فَهَلْ بَعْدَ هَذَا الْخَيْرِ مِنْ شَرٍّ قَالَ: « نَعَمْ ». قُلْتُ: وَهَلْ بَعْدَ ذَلِكَ الشَّرِّ مِنْ خَيْرٍ قَالَ:« نَعَمْ،وَفِيهِ دَخَنٌ » قُلْتُ: وَمَا دَخَنُهُ قَالَ: « قَوْمٌ يَهْدُونَ بِغَيْرِ هَدْيِى تَعْرِفُ مِنْهُمْ وَتُنْكِرُ » قُلْتُ: فَهَلْ بَعْدَ ذَلِكَ الْخَيْرِ مِنْ شَرٍّ قَالَ: « نَعَمْ دُعَاةٌ إِلَى أَبْوَابِ جَهَنَّمَ، مَنْ أَجَابَهُمْ إِلَيْهَا قَذَفُوهُ فِيهَا ». قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! صِفْهُمْ لَنَا فَقَالَ: « هُمْ مِنْ جِلْدَتِنَا، وَيَتَكَلَّمُونَ بِأَلْسِنَتِنَا » قُلْتُ: فَمَا تَأْمُرُنِي إِنْ أَدْرَكَنِي ذَلِكَ قَالَ: « تَلْزَمُ جَمَاعَةَ الْمُسْلِمِينَ وَإِمَامَهُمْ ». قُلْتُ: فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُمْ جَمَاعَةٌ وَلاَ إِمَامٌ قَالَ: « فَاعْتَزِلْ تِلْكَ الْفِرَقَ كُلَّهَا، وَلَوْ أَنْ تَعَضَّ بِأَصْلِ شَجَرَةٍ حَتَّى يُدْرِكَكَ الْمَوْتُ وَأَنْتَ عَلَى ذَلِكَ »)). ( بخاري، کتاب المناقب، باب علامات النبوة في الاسلام، ٣٦٠٦ حديث او مسلم، کتاب الامارة، باب الامر بلزوم الجماعة، ٤٦٧٧ حديث. ژباړن).
ژباړه:
خلکو له رسول صلى الله عليه وسلم څخه د خير او نېکيو په هکله پوښتني کولې، خو ما له هغه څخه د شر په هکله سوالونه کول، ځکه زه وېرېدم چې ما ته را پېښ نه شي. او زه خبر اوسم او ډډه ځني وکړم. نو مي وويل: اى د لوى څښتن استازيه! موږ په جاهليت او شر او شرارت كې اوسېدلو، کفر مو غوره کړى وو او يو د بل په وژلو او لوټولو اخته وو او ډول ډول بدکارۍ مو کولې. خو بيا لوى څښتنن دغه خير چې اسلام امن، سمون او له فواحشو ډډه کول دى، راپه برخه کړ. نو آيا تر دې خير وروسته کومه بدي او شر شته؟ هغه وفرمايل: « هو». ما ور ته وويل: او آيا تر دې شر وروسته بل خير شته؟ هغه وويل: « هو، خو په هغه كې به لوګۍ خپور وي».(يعني د دغه مهال د خلکو په زړونو كې به يو د بل په نسبت خيره وي)، ما وويل: لوګى به يې څه وي؟ ويې فرمايل: «داسې خلک به وي چې زما له لاري پرته به د نوروپر لار درومي، ته چې له دې نښو څخه هغوى وپېژنې، نو به بد ځني وړې او انکار به ځني کوې». ما وويل: آيا تر دې خير وروسته کوم بل شر شته؟ ويې ويل:« هو، د دوږخ پر دروازو باندي هغه ته بلونکي کسان به وي، يعني باطل ته به بلنه کوي. څوک چې د دوى بلنه ومني هغوى به يې دوږخ ته ور اچوي». ما وويل: اى د لوى څښتن استازيه! موږ ته دغه کسان راوپېژنه. هغه وفرمايل:« دوى زموږ له قوم څخه دي او زموږ په ژبه خبري کوي». ما وويل: که زه دغه مهال واوسم نو ته څه امر راته کوې. هغه وفرمايل: « د مسلمانانو د ډلي ملګرتيا او د هغو د مشر مطابعت کوه». ما وويل: که هغو ډله او مشر نه درلود بيا څه وکړم؟ هغه وويل: «له دغو ټولو ډلو څخه ګوښه اوسه. که څه هم تر مرګه تر کومه ونه لاندې اوسېده غوره کړې».
ته به ووينې چې باطل ته بلونکى به قرآن کريم تلاوتوي، د رسول صلى الله عليه وسلم حديثونه به يې په ياد وي، ډېر طاعت او عبادت به کوي، خو سره د دې به دى د باطل له پلويانو څخه وي.
په دې هکله ستاسي پام هغه حديث ته را اړوم چې امام بخاري او امام مسلم (رح) روايت کړى دى:
عن أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضى الله عنه انه قال: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: « يَخْرُجُ فِيكُمْ قَوْمٌ تَحْقِرُونَ صَلاَتَكُمْ مَعَ صَلاَتِهِمْ، وَصِيَامَكُمْ مَعَ صِيَامِهِمْ، وَعَمَلَكُمْ مَعَ عَمَلِهِمْ، وَيَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لاَ يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينَ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ ».(بخاري، کتاب فضائل القرآن، باب اثم من رايا بقراءة القرآن، ٥٠٥٧ حديث او مسلم، کتاب الزکاة، باب ذکرالخوارج، ٢٣٤٤ حديث)
ژباړه: ابو سعيد خدري رضى الله عنه وايي: له رسول صلى الله عليه وسلم څخه مي واورېدل چې ويل يې: « په تاسي كې به داسې ډله رامنځ ته شي چې تاسي به خپل لمونځونه، روژې او نورنېک عملونه د هغو لمونځونو، روژو او نورو نېکوعملونو ته هيڅ نه ګڼئ، دوى به قرآن وايي، خو تر ستونو به يې نه تېريږي. (يعني ايمان به يې په زړونو كې ځاى نه وي نيولى او قرآن به يې پر زړونو اغېز نه ښندي) له دين څخه به په داسې چټکۍ وزي، لکه غشى له لېندۍ څخه».

د باطل د لارې د پلويانو صفات

د حق له لاري څخه د اوښتو او ګمراهانو له نښو څخه دا دي چې افعال يې د ويناوو سره سر نه خوري، په ژبه حق خبري کوي، خو په عمل كې په مځکه كې وراني کوي، لکه چې په مخکنيو آيتونو او حديثونو كې يې په هکله څرکندوني وشوې. دغه راز بخاري او مسلم (رح) له أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضى الله عنه څخه روايت کړى دى، هغه وويل:
(َعَثَ عَلِىٌّ وَهُوَ بِالْيَمَنِ بِذَهَبَةٍ فِي تُرْبَتِهَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ فَقَسَمَهَا رَسُولُ اللَّهِ بَيْنَ أَرْبَعَةِ نَفَرٍ: الأَقْرَعُ بْنُ حَابِسٍ الْحَنْظَلِيُّ، وَعُيَيْنَةُ بْنُ بَدْرٍ الْفَزَارِىُّ، وَعَلْقَمَةُ بْنُ عُلاَثَةَ الْعَامِرِىُّ ثُمَّ أَحَدُ بَنِى كِلاَبٍ، وَزَيْدُ الْخَيْرِ الطَّائِيُّ ثُمَّ أَحَدُ بَنِى نَبْهَانَ – قَالَ – فَغَضِبَتْ قُرَيْشٌ، فَقَالُوا: أَتُعْطِى صَنَادِيدَ نَجْدٍ وَتَدَعُنَا. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ:
« إِنِّى إِنَّمَا فَعَلْتُ ذَلِكَ لأَتَأَلَّفَهُمْ » فَجَاءَ رَجُلٌ كَثُّ اللِّحْيَةِ، مُشْرِفُ الْوَجْنَتَيْنِ، غَائِرُ الْعَيْنَيْنِ، نَاتِئُ الْجَبِينِ، مَحْلُوقُ الرَّأْسِ فَقَالَ: اتَّقِ اللَّهَ يَا مُحَمَّدُ! فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ: “فَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ إِنْ عَصَيْتُهُ أَيَأْمَنُنِي عَلَى أَهْلِ الأَرْضِ وَلاَ تَأْمَنُونِي”! قَالَ: ثُمَّ أَدْبَرَ الرَّجُلُ فَاسْتَأْذَنَ رَجُلٌ مِنَ الْقَوْمِ فِي قَتْلِهِ – يُرَوْنَ أَنَّهُ خَالِدُ بْنُ الْوَلِيدِ – فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ: « إِنَّ مِنْ ضِئْضِئِ هَذَا قَوْمًا يَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لاَ يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ، يَقْتُلُونَ أَهْلَ الإِسْلاَمِ وَيَدَعُونَ أَهْلَ الأَوْثَانِ، يَمْرُقُونَ مِنَ الإِسْلاَمِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ لَئِنْ أَدْرَكْتُهُمْ لأَقْتُلَنَّهُمْ قَتْلَ عَادٍ »)). (بخاري، کتاب المغازي، باب بعث علي رضى الله عنه، ٤٣٥١ حديث او مسلم، کتاب الزکاة، باب ذکر الخوارج، ٢٣٤٠ حديث. ژباړن).
ژباړه: حضرت علي کرم الله وجهه له يمن څخه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو څه د خاورو سره ګډ سره زر واستول او رسول صلى الله عليه وسلم هغه پر څلورو تنو: (١) اَقْرَعُ بْنُ حَابِسٍ الْحَنْظَلِيُّ، (٢) عُيَيْنَةُ بْنُ بَدْرٍ الْفَزَارِىُّ،(٣) عَلْقَمَةُ بْنُ عُلاَثَةَ الْعَامِرِىُّ او(٤) د بني کلابو يوه تن ته ووېشل. بيا يې زيد الخيرالطائي ته څه ورکړه. بيا يې له بني نبهانو څخه يوه تن ته هم څه ورکړه. له دې امله قريش په غوسه شول او ويې ويل: ته يې د نجد سردارانو ته ورکوې او موږ ته يې نه راکوې؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
« دا مي د دې لپاره دوى ته ورکړل چې د دوى په زړونو كې د اسلام سره مينه پيدا شي». دغه مهال يو سړى راغى چې ګڼه زيره يې وه، د مخ باړخوګان يې راوتلي وه، سترګي يې ننوتلي وې، بوک تندى يې وو او سر يې خريلى وو. هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته داسې ناوړه خطاب وکړ: اى محمده! له لويه څښتنه ووېرېږه. ( العياذ بالله ). رسول صلى الله عليه وسلم وفرمايل: که زه هم له لويه څښتنه نافرماني وکړم، نو څوک به د هغه اطاعت وکړي؟ او لوى څښتن زه د ځمكې پر اوسېدونکو باندي امين ټاکلى يم او ته امين نه پېژنې. بيا هغه سړى پر شا ولاړ. له ناستو خلکو څخه يوه د هغه د وژلو اجازه وغوښته. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د دغه سړي له اصله به يو قوم وي چې قرآن به لولي، خو تر ستونو به يې نه تېريږي. د مسلمانانو سره به جګړه کوي او مرک ژوبلې ته به يې وردانګي او په بت پالونكو به کار نه لري. له اسلام څخه به په داسې چټکۍ وزي، لکه غشى له لېندۍ څخه. که زه دوى پيدا کړم، نو داسې به يې ووژنم لکه د عاد قوم».
نو په ظاهره خو په حديث كې ذکر شوي بدبخته سړي حق ويل او په معروفو او نېکو يې امر کاوه. ځکه هغه په تقوا امر وکړ او ويې ويل: (اتَّقِ اللَّهَ يَا مُحَمَّدُ!) (اى محمده له خدايه ووېرېږه!) اوعدالت ته يې بلنه ورکړه، خو دا يې هېره کړې وه چې هغه تر ټولو متقي او تر ټولو عادل شخصيت ته خطاب کوي.

زموږ ونډه څه ده؟

په دغو آيتونو او احاديثو كې ډېري ګټي نغښتي دي، خو موږ به د هغو په رڼا كې لاندې څو ټکي عرض کړو:
1.    لازمه ده چې مسلمان په شرعي علومو باندي خپل ځان ښه سمبال کړي، څو د باطل پالو په هغو خبرو چې په ظاهره ښکلي برېښي ونه غوليږي، له دې امله يې دين او دنيا خرابه نه شي او د هغو کسانو په ډله كې را نه شي چې لوى څښتن يې په هکله ويلي دي:
{قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالاً * الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعاً }الکهف ١٠٣، ١٠٤ ژباړه: اى محمده! دوى ته ووايه آيا موږ تاسي ته وښيو چې په خپلو عملونو كې ترټولو زيات په تاوان كې خلک څوک دي؟ دا هغه کسان دي چې په دنيوي ژوندانه كې يې هلې ځلې له سمې لارې منحرفې شوې او انګېرلې يې ده چې دوى ډېر ښه کار کوي.
ريښتيا دا ده چې باطلو ته د بلنې د چاري په هکله هله ښه معلومات کيږي چې ښه څرګنده وي او هيڅ تلبيس او چل ول نه وي پکښې شوى. له دې امله د باطلو ځيني بلونکي له دغسې اسلوب او کړندود څخه ډډه کوي او د شهبو پاڅولو او خپرولو او د قرآن او احاديثو د تاويل اسلوب ته پناه وروړي، او ځان د لوى څښتن لور ته يو پوه او بصير داعي، د خداى پر دين ټينګ، پر محارمو غيرتي، د مظلومانو مدافع او د بې وزلو د حقونو اخيستونکى ښيي، څو په خپل دې دروغجن دعوت د کوڅې او بازار خلک وغولوي او خپل جاهل پيروان ډېر کړي.
2.    موږ بايد په ظاهري سمبالښت او ښکلو ويناوو ونه غوليږو او د هر بلونکي مطابعت ونه کړو. بلکې موږ بايد د بلونکو افعالو ته وګورو. که پر سمه لار نه وو روان او په خوله يې يوه په زړه يې بله وه او په صلاح او سمون نه وو پسوللى، نو بايد پوه شو چې دا د حق د لاري داعي نه دى او له ملګرتيا او مطابعت څخه يې بايد ډډه وکړو.
3.    موږ بايد په ټينګه د علم او فضل د خاوندانو، کوم چې پر سمه لار درومي او د حق او حقيقت سره سم کړندود يې خپل کړى دى، ملاتړي او ملګري شو. او د دوى په هکله د هغو کسانو ناوړه تورونه او تبليغات ونه منو چې د دوى سره د دوى د اسلامولۍ او ريښتينولۍ په خاطر دښمني لري.
4.    موږ بايد د مسلمانانو د جماعت سره يوځاى شو او د هغو د مشر مطابعت وکړو، څو د حضرت رسول صلى الله عليه وسلم په هغه توصيه موعمل کړى وي چې حذيفه رضى الله عنه ته يې وکړه او ورته ويې ويل: « تَلْزَمُ جَمَاعَةَ الْمُسْلِمِينَ وَإِمَامَهُمْ» (د مسلمانانو د ډلې ملګرتيا او د هغو د امام مطابعت کوه).
5.    موږ بايد په ټينګه د حق او د حق د خاوندانو د مرستې او نصرت کار ته ملا وتړو، د باطل او باطل پلوو او د باطلو د بلونکو پر ضد کلک ودريږو، چلونه او دسيسې يې رسوا کړو، د شريعت سره سم په معروفو امر او له منکرو منع وکړو.
دې ته مو په ټينګه بايد پام وي چې خپلو دندو او وجايبو ته د حق د خاوندانو شا ګرځول د مسلمانانو د جماعت لپاره ډېر خطرناک کار دى. ځکه په دې توګه ميدان باطل خوښو ته خالي پاته کيږي او په ډېره آسانۍ سره کولاى شي چې خلک وغولوي او د خپلو باطلو پلوي يې کړي. له بله پلوه د حق د پلويانو پټه خوله اوسېدل، باطل ته د بلونکو په خبرو د دوى خوښي او رضائيت ښيي. او يا دا په ګوته کوي چې دوى د باطلو سره په جګړه كې پاته راغلي دي. چې په دې سره خلک په ډېره بده فتنه اخته کيږي او له دين څخه ګوښه کيږي.
6.    موږ بايد د نصرت او بري اسباب او د ماتي لاملونه وپېژنو. د بري اسباب او عوامل خپل کړو او د ماتي له عواملو څخه ځان وژغورو. د دې سره سم بايد بشپړ باور او يقين ولرو چې څوک چې د خداى د دين مرسته کوي، خداى د هغه مرسته کوي او څوک چې د خداى د امر مخالفت کوي هغه ښويوي او پر دې دنيا او هغه دنيا يې د ناکامۍ او نامرادۍ سره مخامخ کوي. او پوه شئ چې عزت لوى څښتن، د هغه پيغمبر او مسلمانانو لره دى.
7.    موږ بايد په ټينګه ايمان ولرو چې د باطل د ډلو واک مخ پر زوال او ځواک يې مخ پر اضمحلال روان دى. البته که په ځينو ځايونو او مهالونو كې د باطل د ډلو برى په برخه شوى دى، دا د دوى د ځاني او ذاتي قوت له امله نه دي، بلکې دا د حق د پلويانو لخوا د هغو د دندو د نه تر سره کولو او شا ورګرځولو او سستۍ او ناپامۍ له امله دى.
8.    په آخر كې بايد ووايو چې موږ بايد په هغه څه له بوختېدو څخه ډډه وکړو چې نه په پوهيږو او دغسې چاري خپلو اهلو ته پرېږدو. او د ځينو باطل پالو په شايعاتو او چټياتو هم بايد ونه غوليږو څو زموږ وخت په بې ځايه بوختېدو را ضايع نه کړي. په دې هکله لوى څښتن فرمايي:
{وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ} بني اسرائيل ٣٦
ژباړه: په هغه څه پسې مه ګرځه چې تا ته د هغه علم نه وي. غوږونه، زړه او سترګې، هرڅه هرومرو پوښتېدونکي دي. دغه راز فرمايي:
{وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلاَّ قَلِيلاً} النساء ٨٣
ژباړه: دوى ته چې کله د ډاډ يا وېرې کوم خبر ورسيږي نو هغه خپروي، په داسې حال كې چې که دوى هغه پيغمبر او له خپلې ډلې څخه داسې مسؤولو کسانو ته ورسوي چې د خبرو په څرنګوالي پوهيږي، نو د هغو خبرو حقيقت به هغو کسانو معلومولاى چې سمه نتيجه ځني اخلي. که پر تاسې د الله مهرباني او رحمت نه واى، نو له څو تنو پرته به نورټول د شيطان پيروان شوي واى.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب