د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوې ۱۲
٢٠١:- په خپلو لاسو سره ځانونه مه تباه کوئ.
٢٠٢:- د الله پاک جل جلاله څخه بېره تر ټولو لويه توښه د آخرت له پاره ده.
٢٠٣:- ستاسو بزرګي ستاسو پرهېزګاري ده.
٢٠٤:- د کور تر اخستلو مخکي د ګاونډيانو په اړه معلومات ترلاسه کړه.
٢٠٥:- غيب تر قتل زيات بد کار دئ.
٢٠٦:- نيکه ښځه د دنيا تر ټولو ښه متاع ده.
٢٠٧:- فتح په اميد سره نه بلکي په علم او الله پاک باندي د اعتماد لرلو سره حاصلېږي مؤمن د يوه غاره دوه واره نه چيچل کېږي.
٢٠٨:- ډېر خندل د مرګ څخه د غفلت نښه ده.
٢٠٩:- مزدو ته د خولې تر وچېدو مخکي د هغه مزدوري ورکول په کار دي.
٢١٠:- مور او پلار د خپل اولاد له پاره جنت هم دئ او دوږخ هم .
٢١٢:- په جنت کي ژړل عجبه کار دئ او په دنيا کي خندل عجبه کار دئ.
٢١٣:- حيوان خپل مالک پېژندي مګر انسان خپل مالک نه پېژني.
٢١٤:- که تاسو په کارو کي شرم نه کوى نه بيا هغه څه کوئ چي زړه مو غواړي.
٢١٥:- مصافحه کوئ ځکه مصافحه د زړه دښمني ختموي.
٢١٦:- عقلمند همېشه په غم او فکر کي مبتلا وي.
٢١٧:- پاکي نيم ايمان دئ.
٢١٨:- حيا د ايمان يوه څانګه ده.
٢١٩:- په امانت سره رزق زياتېږي او خيانت کولو سره مفلِسي.
٢٢٠:- له چا سره چي د مسلمان غم نه وي هغه زما د امت څخه نه دئ.