د حضرت آدم ع په هکله معلومات | سوال او ځواب

 سوال: د حضرت آدم ع د پيدائش ورځ کومه ده؟

 جواب: د صحيح مسلم شريف په روايت کې دي، چې په لمر راختونکو ورځو کې د ټولو څخه بهتره ورځ د جمعي ده، په دي ورځ حضرت آدم ع پيداشو، او هم په دي ورځ جنت ته داخل کړى شو، او هم په دي ورځ د جنت څخه رابهر کړى شو، او هم په دي ورځ به قيامت راځي )[1] (١٢٧). او يو قول داهم دى، چې هم په دي ورځ د حضرت آدم ع وفات اوشو [2]

 سوال: حضرت آدم ع په جنت کې څومره کاله او سيدلى دى؟

جواب: امام اوزاعي د حضرت حسان بن عطيه څخه نقل کړي دي چې:
١ـ حضرت آدم ع په جنت کې سلو کالو پوري مقيم وو
٢ـ او په يو روايت کې داويا کالو ذکر دى )حيات آدم(
٣ـ عبد بن حميد د حضرت حسن په طريق سره روايت نقل کړى دى، چې حضرت آدم ع په جنت کې يوسل او ديرش ١٣٠ کاله او سيدلى دى [3]

 سوال: کله چې الله تعالى حضرت آدم u ته )اَهْبِطُوا مِنْهَاجَمِيعاً( او فرمائيل: چې تاسو ټول د جنت څخه کوز شى نو د دي کوزيدو حکم آدم ع سره بل چاته وو، او څوک څوک په کوم کوم ځاى کې کوز شو؟

 جواب: دا حکم حضرت آدم u سره حضرت حواء، ابليس او مارته هم وو، او د دوى د کوزيدو په ځاى کې اختلاف دى، حضرت حسن بصري رح فرمائي چې حضرت آدم علیه سلامپه هندوستان کې کوز کړى شو، حضرت حواء په جده کې، ابليس په ديسمسان کې )چې دا د بصري څخه د يو څوميلو په فاصله کې دى( او مار په اصبهان کې کوز کړى شو، او حضرت سدي رح )چې ډير جليل القدر مفسر دى( فرمائي، چې حضرت آدم u په هندوستان کې کوز کړى، شو حضرت ابن عمر tفرمائي چې آدم u  په صفا باندي او حضرت حوا په مروه باندي کوز کړى شو)[4](

حضرت ابن عباس رض فرمائي چې د هندوستان په يو غره باندي چې د هغه نوم، نوذ، وو حضرت آدم ع کوز کړى شو، او حضرت حوا په جده کې کوزه کړى شوه )[5] (

سوال: حضرت آدم ع  د جنت څخه کوم څيزونه له ځان سره راوړي وو؟

جواب: حضرت آدم ع د جنت څخه نهه٩ څيزونه له ځان سره راوړي وو ١ـ حجر اسود چې دا د واوري څخه هم زيات سپين وو. ٢ـ د جنت د ونو پاڼي يا د گلونو پاڼي ٣ـ امسا چې د جنت د آس  د وني څخه جوړه وه، ٤ـ بيلچه ٥ ـ کږۍ )کوداله(.٦ـ د چلغوزي )يا د سروه( او د چيرو ونه ٧ـ سندان  )يوه درنه اوسپنه چې لاندي پرته وي) ٨ تبر ٩ـ چمټا (چې د گرم څيز نيولو لپاره پکار راځي)[6] (

 سوال: حضرت آدم علیه سلام دنيا ته د راتلو څخه وروسته کومه ميوه د ټولو څخه مخکې او خوړله؟

جواب: حضرت آدم ع په ميوو کې د ټولو څخه وړاندي بيره او خوړله )[7] (

  سوال: حضرت آدم u بيت الله دکومو کوموغرونو د کاڼو څخه د هغي تعمير جوړکړو.  

جواب: حضرت آدم u د پنځو غرونو د کاڼو څخه کعبه شريفه جوړه کړله: ١ـ طورسينا ٢ـ طور زيتون ٣ـ جبل لبنان ٤ـ جبل جودي ٥ـ او د دي ستني ئي د حراء د غره د کاڼو څخه جوړي کړلي)[8] (

سوال: د حضرت آدم ع قد څومره وو؟

جواب: د حضرت آدم u قد شپيته لاسه )شرعي گزونه( وو)[9] (

سوال: حضرت آدم څومره عمر ژوندى وو؟

جواب: ١ـ د آدم ع عمر نهه سوه او شپږ ديرش ٩٣٦ کاله وو )[10] (

 ٢ـ دوهم قول دا دى، چې د آدم u عمر نهه سوه او څلويښت کاله وو)[11] (

 سوال: د وفات په وخت د آدمع د اولاد شمير څومره وو؟

 جواب: د آدم u د اولاد شمير څلويښت زره وو چې په دي کې لمسي کړوسي ټول شامل دي )حيات آدم ماخوذ از ابن کثير، ص ٩٦( سوال: د حضرت آدم u وفات په کوم مقام باندي اوشو؟

جواب: په نوذ، نومي غره باندي د ده وفات اوشو، چې دا په سري لنکا کې واقع دى)[12] (

سوال: د حضرت آدم u د جنازي لمونځ چا کړى وو، او څومره تکبيرونه ئې وئيلي وو؟

جواب: حضرت ابى بن کعب فرمائي، چې د حضرت آدم u په وفات کيدو باندي ملائکو تشريف راوړلو، چې هغو غسل ورکو، او حنوط خوشبوئي اولگوله، يوه ملائکه وړاندي شوه، د حضرت آدم  علېه سلام اولاد او باقي ملائکي شاته او دريدلي، او د جنازي لمونځ اوشو بيا ملائکو د لحد قبر او کنستلو، او دفن ئې کو، او دوهم قول دا دى، چې حضرت جبرئيل u حضرت شيث u ته اوفرمائيل، چې ته د جنازي لمونځ ورکړه، نو شيث u د جنازي لمونځ اوکو، دحضرت آدم u په جنازه کې د وئيلو شوو تکبيرونو شمير ديرش ٣٠ دي، چې دا صرف ددوى په اعزاز او جلالت شان کې او ويلى شو)[13] (

سوال: د حضرت حوا د خيټي څخه څومره بچي پيداشو؟

جواب: ١ـ ابن جرير طبري فرمائيلي دي، چې د حضرت حوا د خيټي څخه څلويښت بچي پيداشو ٢ـ او دوهم قول دا دى؟ چې ١٢٠ بچي پيداشو)[14] (

 سوال: هغه څيزونه کوم کوم دي، کوم چې د حضرت آدم u څخه جاري شوي دي؟  

جواب: د ټولو څخه مخکې چې د حضرت آدم u د خولي څخه کومه خبره وتلي وه هغه )الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ(وو،)[15]( د ټولو څخه مخکې حضرت آدم u خپل سر او خرولو )بغية الظمان( د ټولو څخه مخکې حضرت آدم u چرگ او ساتلو ځکه چې کله چرگ د آسمان څخه دملائکو د تسبيح آواز اوري نو تسبيح وائي نو د چرگ  په تسبيح وئيلو به آدم u هم تسبيح وئيلي )[16] (

سوال: هبة الله چې د دي معنى )د الله Y ورکړه( ده د چالقب دى؟

جواب: دا د حضرت شيث u لقب دى ځکه چې کله قابيل، هابيل قتل کو نو حضرت جبرئيل u زيرى ورکو چې الله Y د هابيل )کوم چې شهيد شوى دى( په بدله کې شيث u درکو)[17] (

سوال: قابيل، هابيل په کوم ځاى کې قتل کو؟

جواب: ابن کثير وئيلي دي، چې د دمشق په شمالي لور کې د قاسيون غره سره يو غار دى، چې هغه ته، مغارة الدم، وئيلى شي، د اهل کتابو وينا ده چې دلته قابيل، هابيل قتل کو)[18] (

سوال: د حضرت ادريس  علېه سلام  اصلي نوم څه دى او ده ته د ادريس وئيلو څه وجه ده؟

جواب: اصلي نومي ئې اخنوخ دى، او ادريس ورته په دي وجه وئيلي شي، چې دى د ټولو څخه وړاندي د کتاب درس ورکو)[19] (

 سوال: د حضرت ادريس  علېه سلام څخه جاري شوي څيزونه کوم کوم دي؟

جواب: د ټولو څخه وړاندي قلم سره حضرت ادريس ع ليکل اوکړل د ټولو څخه وړاندي د علم نجوم علم لرونکى حضرت ادريس ع دى)[20] ( په تفسير خازن کې دي چې حضرت ادريس جامي گنډونکى )خياط( وو، او حضرت ادريس u د ټولو څخه وړاندي گنډلي شوي جامي اغوستي دي. د دي څخه وړاندي به خلقو څرمن اغوستله )[21] ( د ټولو څخه وړاندي اسلحه جوړونکى او دښمنانو سره جنگ کونکى حضرت ادريس u دى)[22] ( او د ټولو څخه وړاندي د مالوچو جامه حضرت ادريس uواغوستله )[23] ( د ټولو څخه  وړاندي د حضرت ادم u په اولاد کې نبوت حضرت ادريس u ته ملاوشو )[24] (

[1] -(حيات آدم ماخوذ مسند احمد و ابن کثير، ١

[2] – (طبقات ابن سعد، ١- ٨ بحواله حيات آدم).

[3] -(ابن کثير عربي ١ ١٢٦).

[4] – تفسير ابن کثير، ص ١٢٦).

[5] -(حيات آدم).

[6] -(حيات آدم ماخوذ از طبقات ابن سعد).

[7] – (نشرالطيب ص ١٩١).

[8] – (حيات آدم ص ٦٦ ماخوذ ابن سعد).

[9] -(حياة الحيوان).

[10] -(حيات آدم ماخوذ از ابن کثير).

[11] -)حياة الحيوان ص- ٤٢٦(.

[12] -(حيات آدم ص ٦٧).

[13] -(طبقات ابن سعد، ١- ١٥ بحواله حيات آدم ص ٧٥).

[14] -(حيات آدم، ص ٦١).

[15] – (بغيه الظمان في اول ماکان)

[16] -(بغية الظمان ص ٣٥).

[17] -(ابن سعد، ص ١٤ بحواله حيات آدم ص ٥٩).

[18] – (حيات آدم ص ٧٢).

[19] -(صاوي، ٣- ٤١).

[20] – (جلالين ص ٥٠٣)

[21] – (تفسير خازص- ٢٣٨)

[22] -( خازن ص ٢٣٨)

[23] -(محاضره ص ٢٧ بحواله بغية الظمان)

[24] – محاضره ص ٢٣ په پورتنى حوالي سره.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب