د حسد او کینې پایلې

 

ساینسپوهان په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې تنها مکروب د انسان د روغتیا دوښمن نه ګڼي؛ بلکې دا وایي چې ځنې وختونه پخپله انسان هم د خپل ځان دوښمن کېږي. منفي افکار او له ځانه جوړ شوي ذهني فشارونه، په همدې اړه یو مثال دی.

د انسان ځانګړی چلند او تګدود د ګڼ شمیر ناروغیو بنسټيز لامل دی.

پوهانو د ځانګړو غبرګونو تر سیوري لاندې ګڼ شمیر نیمګرتیاوې راسپړلي، د څیړنو پر بنسټ په ښکاره او روښانه توګه کينه او کرکه د زړه د ناروغیو زیانونه څو برابره ډېروي او دا ډول خلک د زړه به بېلابېلو ناروغیو اخته دي، له همدې امله ډاکټران  دزړه ناروغانو ته مشوره ورکوي چې له ذهني فشار (کینه) ځان وژغوري او تل دا خبره ورته په ګوته کوي. چې په هره معامله کې سخت چلن د زړه سره لویه بې انصافي ده.  نو راشئ له خپلمنځي شخړو او نفرتونو تېر شئ.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب