د جمعې د لمانځه طریقه

د جمعې د لمانځه طریقه:

د جمعې لمونځ 2 رکعته دی،
او فرض عین دی.
اول 4 رکعته سنت مؤکد کیږي، که په کور کې وسي او که په مسجد کې، خو تر خطبې به مخکې ادا کیږي،
بیا 2 رکعته فرض په امام پسې کیږي.

نیت :

نیت کوم د زړه د اخلاصه لمونځ کوم 2 رکعته فرض د جمعې، په دا حاضر وخت د ماسپښین، اقتدا مې ده په دا حاضر امام پسې خاص خدای تعالی لره، مخ مې دی پر لورې د کعبې شریفې، الله اکبر.

چې د جمعې دوه رکعت یې وکړه،
تر دې وروسته 4 رکعته سنت او بیا وروسته 2 رکعته سنت کیږي.

د خطبې په وخت ناروا کارونه :

څه وخت چي امام د خطبې لپاره ولاړ سي د هغه وخت څخه بیا د خطبې تر ختم کیدو خبري کول ، لمونځ کول ، تګ راتګ ، سلام اچول ، د سلام جواب ورکول ، تسبیح ویل ، یو چا ته مسئله ورښول دا ټول حرام دي.
د خطبې اوریدل پر حاضرینو د مسجد واجب دي که ئې اواز و غوږو ته رسیږي که نه رسیږي.

ضروري مسئلې :

1. د اول اذان تر اوریدو وروسته ټول کاروبار باید پرېښودل سي او د لمانځه لپاره تګ واجب دی رانیول خرڅول یا په بل کار اخته کیدل منع دي.
2. د دواړو خطبو په منځ کی د ناستي په وخت کې د امام او مقتدي لپاره د دعا لپاره لاس پورته کول مکروه تحریمي دي مګر بیله لاس پورته کولو څخه په زړه کې دعا غوښتلای سي نه په ژبه سره.
3. که څوک د سنت په ادا کولو اخته وي خطبه شروع سي نو هغه دي پوره کړي.
4. کله چي په خطبه کې د محمد (ص) نوم راسي اوریدونکې په زړه کې د ژبي ښورولو پرته درود شریف ویلای سي.
5. رسول الله (ص) فرمایلي دي هر څوک چي د جمعې په ورځ د خلګو تر اوږو پښې اړوي هغه د ځان لپاره د دوږخ پول جوړوي.
6. د جمعې په ورځ سورة کهف ویل ډیر ثواب لري ، رسول الله (ص) فرمایلي دي څوک چي د جمعې په ورځ سورة کهف ووائي د یوې جمعې څخه تر بلي جمعې پوري چي څومره کوچني ګناهونه د ده څخه سوي وي هغه ټول وربخښل کیږي.

شکلی

 

 

دا یوتیوب لنک هم وګورئ:

یوتیوب کې وګورئ
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب