د تعلیم او تحصیل په دوران کې د ځوانانو مسوولیت

د پنځه کلن تحصیلي او دوولس کلن تعلیمي دوران ترخې او خو‌‌‌ږې تجربې او خاطرات

ژوند په چټکۍ روان دی، د دې لپاره چې مسلمان د وخت څخه ښه او زیاته ګټه واخلي، باید وخت تنظیم او د مهال وېش پر بنسټ چارې پرمخ بوزي.
د ژوند ترټولو مهم دور چې د وخت تنظیم ته زیاته اړتیا لري د تحصیل دوران دی. تحصیل هغه مرحله ده چې انسان پکې ډېر څه لاس ته راوړی شي، په حقیقت کې د ټولو انقلابونو، پرمختګونو او اختراعانو بنسټ په دې دوره کې اېښودل کیږي خو دا دوران څه شرطونه، ځانګېړنې او اصول لري چې باید ورته پام وشي.
ترټولو مهمه خبره خو دا ده چې مور او پلار خپل اولاد د ته د علم د زده کړې نیت اصلاح کړي ترڅو ماشوم ځان ته د ژوند موخه وټاکي او په لاسته راوړلو کې د ستونزو سره مخ نه شي.

د ماشوم استعداد او وړتیا باید کشف شي چې په کومه برخه کې ښه وړتیا لري. له مور او پلار وروسته بیا ښوونکي دا دنده په غاړه لري.

که چېرې مور، پلار او ښوونکی دې موضوع ته پام ونه کړي نو بیا خپله زده کوونکي مسوولیت دی چې خپله وړتیا او شوق وپېژني او په دې لاره کې موثر قدمونه واخلي، ځانته هدف وټاکي او هغې ته د رسېدو لپاره تينګ عزم وکړي، نیت ورته پاک کړي ترڅو یې خدای جل جلاله ورته ټول زحمتونه په ثواب کې وشمېري.

دولت ته په کارده چې هر چا ته د خپلې خوښې د تحصیل زمينه وروسته له نهم ټولګې څخه مساعده کړي ترڅو په ټاکل شوې برخه کې زده کوونکی د ژوند ترپایه زده کړې وکړي، نه داسې چې په د کانکور په آزموینه کې مو انتخاب په پټو سترګو او یا هم د خلکو سره د سیالۍ لپاره وي، دا ډول انتخاب د تحصیل په وخت کې محصل د زیاتو ستونزو سره مخ کوي.

که چېرې چا ته خپل مور، پلار، ښوونکی او يا په خپله ځانته ځانګړې څانګه غوره نه کړي او په کانکور کې د دې لپاره چې بې نتيجې نه شي او کومې پوهنځۍ ته بریالی شي نو بیا په کار ده چې یا يې د ویلو ټینګ عزم وکړي او يا یې پریږدي او بیا د خپلې خوښې څانګې ته ځان کامیاب کړي دا ځکه چې هر انسان ته خدای جل جلاله ځانګړې وړتیا ورکړې او بلاخره به هغې څانګې ته ځان رسوي ځکه ډېر ډاکتران یا انجنیران به مو لېدلي وي چې په ادبیاتو کې کار کوي يا ویاندويي کوي یا ځينې د نورومسلکونو فارغین په تخنیکي برخو کې کار کوي او سر یې ښه پرې خلاصيږي.

د تحصیل لپاره باید مسلمان پاک نیت او قوي روحیه ولري او دا دواړه هله ترلاسه کېدای شي چې موخه وټاکل شي. هر محصل ته په کار ده چې پاک نیت ولري، غټه حوصله پیدا کړي او ځانته ټاکلې موخه (هدف) وټاکي او دا هروخت په خپل ذهن کې تکراروي نو دا کار د دې لامل ګرځي چې درس ویل به ورته آسانه کوي.

همدارنګه پدې باید ټول باور ولرو چې د انسان حافظه ډېره زیاته قوي او ځواکمنه ده او که تقوی هم ورسره وي نو لا زیاته پیاوړې کېږي نو ځکه محصل باید دا اعتماد په ځان ولري او له منفي نظرونو چې درس مې نه زده کیږي او یا فلانی مضمون سخت دی او یا د نورو محصلینو له خوا منفی انګېزه ورکول کېږي چې فلانی استاد ناکامول کوي او یا د محصل نمرې کموي دا ټول هغه منفي ټکي دي چې واقعآ دانسان د حافظې د کمزورتیا او همدرانګه د اعتماد د لاسه ورکولو لامل ګرځي او په پای کې محصل د زیاتو ستونزو سره مخ کوي ځکه چې انسان څرنګه چې فکر کوي هغسې ورته پېښيږي نو ځکه باید تل مثبت فکر وکړو ځکه مثبت فکر تر منفی ډېر ځواکمن دی.

دا چې د افغانستان موجوده تحصیلي نظام تخصصي نه دی او ټول عمومیات لوستل کېږي نو غوره دا ده چې د عمومیاتو په څنګ کې یوه د خوښې څانګه په تفصیل سره ولوستل شي درسي مواد ورته راټول شي نو د فراغت وروسته به په هغه برخه کې ډاډه کار کولای شي.

محصلینو ته په کار ده چې یوه ټولنه ولري یوازې مسلماني او محصل توب پکې مطرح وي، نه سمت، مذهب او ژبه، دوی په خپلو منځونو کې علمي سیالۍ ولري، د خپلو حقوقو څخه دفاع وکړای شي او همدارنګه د عملي درس لپاره لابراتوارونو لپاره مواد پیدا کړي، څېړنې وکړي، نوښتونه ولري. دا کارونه ځکه باید ټول محصلین وکړي چې نه دولت دې کار ته پاملرنه لري او نه هم استادان د دې توان لري نو ځکه یو بل باید په خپله وهڅوي او خپل نوښتونه باید مېډیا کې ښکاره کړي ترڅو نورهم وهڅوي او دا فرهنګ عام شي او د پوهنتونو په سطح سیالۍ منځ ته راشي ترڅو افغانستان واقعي پرمختګ وکړي او د نورو له احتیاجه خلاص شي دا هر څه ډېر امکان لري خو که څو تنه ورته ملا وتړي. دا ځکه چې زموږ خلک د فکري جنګ ښکار شوي دي او دا ورته ویل شوي چې تاسې هېڅ نه شی جوړولای د دې لپاره چې د دوی صادراتو لپاره بازار پیدا شي.

مسلمان او دعوت ګر ځوان خو باید د پورته ذکر شویو کارونو په سر کې وي ځکه خو ټول یوازې په هغه اعتماد کوي او دعوت ګر ته د دعوت ښه زمینه لا مساعديږي پدې شرط چې دعوت ګر د ښه موقف څښتن وي دا ځکه چې محصلین پاک نیت لري او د حق په خوا کې دريږي.

د دعوت لپاره ښه زمینه په لیلیه کې برابر ده ځکه هلته یو بل ته زیات احترام شتون لري که هر څوک هره حق خبره کوي او یا د نظم لپاره کوم بندیز وضع کوي نو ټول یې ژر مني.

که یو مسلمان ځوان وغواړي چې په لیلیه او خپل اطاق کې دعوت وکړي ضرور ده چې دی باید د خپل دعوت لپاره خپل نیت پاک کړي او دا کار یوازې د الله تعالی د رضا او د صالحو مسلمانانو د ټولي د زیاتوالي لپاره وي همدارنګه د دعوت لپاره له حکمت، اخلاص، د لومړیتوبونو په نظرکې نیولو او نرمۍ څخه کار واخلي، نه دا چې تر ځان تر مدعو غوره و ګڼي او تل د هغه په منفي ټکو پسې وګرځي.

انسانی علومو دا ثابته کړې چې د انسان ذهن چې په هر څه تمرکز وکړي هغه به منځ ته راځي، که دا فکر که منفي وي که مثبت. د مثال په توګه نن په نړۍ ټول خلک د جنګ په نفې فکر کوي او تدبیرونه ورته نیسي نو ځکه ورځ په ورځ زیاتیږي که چېرې د دې په ځای د سولې لپاره دومره فکرشوی وای نو هرومرو به نن په نړی کې امن وه دا ځکه چې مثبت فکر تر منفي زیات غوښتلی دی نو ځکه دعوت ګر ته پکارده چې د مثبت بدلون لپاره فکر او پلان ولري.

داسې فکر ولري چې ټول د اطاق ملګري یې پنځه وخته په جومات کې حاضروي، درسونه په غورسره ولولي، د اسلام د مطالعي او دعوت لپاره وخت تنظیم کړي په خپلو منځونو کې د اختلافي او بې ځایه بحث پرځای په علمي تجربو او نوښتونو بحث وکړي.

دا هرڅه هغه وخت آسانه کېږي چې په خپله دعوت ګر دې ټکو ته پام ونیسي او د ده اخلاق او اعمال نور جذب کړي.

په پای کې باید ووایم چې ځوانانو ته پکارده چې په جامعه کې صنعتي او اخلاقي انقلاب رامنځ ته کړي او په خپلو منځونوکې د دې کار لپاره یو بل ته لاس ورکړي او د شیطان او دښمنانو د دسیسو ښکار نه شي ځکه چې ټول ملت همدوی ته سترګې په لارې دی
د ټولو ځوانانو د دنیا او آخرت د سرلوړۍ په هیله

لیکوونکی: عبدالواحد همت
د رسالت د فرهنګي ټولنې غړی

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب