د تسبيح لمونځ
د دی لمونځ کول لوی فضيلت لری ددی لمونځ په کولو سره د انسان ورسته اومخکی ،لوی او واړه ،ښکاره او پټ ټول ګناهونه الله تعالی ور معاف کوي دا لمونځ محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ور ښولی وو او ورته فرمايلی ئی وه چه که ئی کولای شی نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي هره جمعه ئی کوه او که ئی هره جمعه نه شی کولای نو په کال کې ئی يو وار کوه که په کال کې ئی يو وار هم نشی کولای نوپه ټول عمر کې ئی يو واری ضرور او خامخا کوه .
ددی لمانځه څلور رکعتونه دی د نور لمونځونو پشان دی يواځی تسبحات پکې ذيات شوی چه په همدی وجه د تسبيح لمونځ بلل کيږي د کولو طريقه يې په لاندی ډول ده .
دغه تسبحات به په لاندی ترتيب سره ويل کيږي :
سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ
چه نيت وتړی تر ثنآء يعنی سبحنک اللهمُّ ورسته دا تسبيحات پنځلس ۱۵ واره وائی بيا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او سورة ورسته لس ۱۰ واره ئی بيا په رکوع کې تر سبحان ربی العظيم ورسته لس ۱۰ واره بيا د رکوع نه ورسته په قومه کې لس ۱۰ ځله بيا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی څخه ورسته لس ۱۰ واره بيا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ کيناستل ) لس ۱۰ ځله بيا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وا ئی چه دا تسبح به په يوه رکعت کې پنځه اويا ۷۵ ځله کيږي ددی څخه ورسته به دوهم رکعت د پاره ولاړ شي د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمی ووا ئی ،همدارنګه په پاتی رکعتونو کې په په پورته ذکر شوي ډول لوستل کيږي چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کيږي .
دغه لمونځ بغير له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پريوتل او غرمه ) څخه بغير نور پر هر وخت کې کيږي.