په نړیوال اقتصاد کې د سرو زرو رول

اکثره د سرو زرو تولیدونکي هېوادونه د سرو زرو د صنعت د استخراج لپاره مالي معافیت، سب سیډی (Subsidies) او نورې مرستې برابروي. دا هېوادونه په ځانګړې ډول کاناډا او سویلي افریقا د 1970 کلونو په لسېزه کې، چې د سرو زرو ارزښت لوړ شوی وو، تقربیا د اسټرالیا او کاناډا د سرو زرو ټول کانونه سب سیډي تر لاسه کړه.د سویلي افریقا ډېری کانونه د مالي معافیت لرونکي دي، دې ته پام سره چې په 1983م کال کې د سویلي افریقا د ماليي وزارت مدیر د یوې طرحې اعلان کړی وو، چې په ترڅ کې يي د دولت تر لاس لاندې د سرو زرو کانونو سره دولتي مرستې او ملاتړ کم کړي. د سویلي افریقا کانونه د دولت تر نظر لاندې اداره کېږي او د اړتیا نړیوال بازار ته د اړتیا وړ سرو زر د سویلي افریقا د دخایرو بانک پواسطه صادریږي. همدارنګه روسیه هم د ځانګړو اداري احکامو له مخې خپل د سرو زرو صنعت د سپړنې ملاتړ کوي.
چین خپل د سرو زرو

اوږدمهاله صنعت د عامو ښاري او نظامي وګړو د تشویق او مشارکت له لارې په پښو دروي. د امریکا متحده ایالات د خپلې اړتیا 15 سلنه سره زر له کورنی سپړنو او 14 سلنه د بهرنیو شرکتونو څخه تر لاسه کوي، خو له سرو زرو نیمه جوړ مختلف محصولاتو څخه د 5 سلنې څخه تر 2/11 سلنه مالیه اخلي.

سرو زرو څخه په ځانګړې ډول په الکتریکي صنایعو او الکټرونیک کې ګټه اخیستل کې.ي او په مصرف رسیږي. د سرو زرو څخه د شیانو او اجناسو په جوړښت کې ډېره کمه سلنه سره زر په مصرف رسیږي او ددې له مخې په اجناسو کې د سرو زرو مصرف شوي قیمت د محصولاتو په قیمت ګذاری کې ډېر لږ اهمیت لري.

د 1976م کال په منځنۍ برخه او د 1980م کال په اواخرو کې د سرو زرو نړیوال ارزښت چې په ډېرې تېزې لوړ شوی وو، علت يي دا ښودل کېږي چې د سرو زرو کشف کوونکې شرکتونه د فردي معامله کوونکو په اندازه خپلې نړیوالې پلټنې د سرو زرو لپاره ګړندې کړل او ددوې د پلټنو پاېلې د پام وړ وي.

د مثال په ډول د سرو زرو سترې ذخیرې په برازیل، پيرو او نور ځایونو کې کشف شوې او د سرو زرو د تولید میزان په ناببره ډول پورته ولاړ. البته دا پاېلې په غالب ګمان یواځې د فردي معامله کوونکو د ګډو هڅو له لارې حاصل شوي دي، چې د هماغو طلايی خوبونو پواسطه چې پخواني نسلونه يي د کالیفورنیا، الاسکا، اسټرالیا او کینیا د سرو زرو په ډګر کې يي لیدل.که څه هم چې د سرو زرو قیمت د 1980م کال د تثبیت شوي سطحې څځه ټيټ شوی، خو د پام وړ دا دی چې دا قیمتونه د 1970 لسېزې د ورستیو څخه همداسې لوړ پاتې شو. د سرو زرو د سطحې دا لوړ قیمت، د پانګوالو لیوالتیا ډېره کړې او هغوې يي د سرو زور پانګونې ډېروالې ته تشویق کړي او لارښوونه يي ور ته کړي، ترڅو د سرو زرو د کشفیاتو ظرفیت او تولید لوړ شي.

your ads

د رسوبي کانونو سپړنه او استخراج نسبت د ځمکې لاندې منابعو استخراج څخه ارزانه او کم ارزښته دی. د ځمکې لاندې د کانونو سپړنه تر ټولو لوړ مصرف او قیمت ته اړتیا لري او د کانونو د استخراج قیمتونه له یوه کان څخه بل کان ډير توپیر لري. دا په داسی حال کې دی چې د ځمکې لاندې ځينو کانونه د ځمکې په سطحه د کانونو سپړنې په پرتله د یوه اونس ارزانه سره زر د تولید ظرفیت لري.
په 1983م کال کې د سویلي افریقا په داکوتا ایالت کې د یوه اونس سره زر د تولید لپاره منځنې قیمت 301 امریکايي ډالره اټکل شوی وو،

چې دا عدد په لاندې برخو تجزیه کېږي:

253 ډالره د وروستیو سپړنو لپاره
18 ډالره کلي او اداري مصارف
30 ډالره د مالیاتو پورې
البته دغه قیمت په سپړنو او استخراج کې به لاندې ډول ویشل کېږي:
20 ډالره (د کار پراختیا)
64 ډالره (د سپړنو لپاره ځانګړې شوي)
19 ډالره (د حمل او نقل لپاره)
27 ډالره (د موادو انتقال د ځمکې سطحې ته)
80 ډالره (میده کول یا واړه او حمل د تړام (یو ډول اورګادي دی) پواسطه) او همدارنګه،
36 ډالرهد لمړنیو موادو اوړه کولو لپاره
د یادولو دی چې د سرو زرو د کان قیمتونه د اړتیا وړ سپړنو پوړې اړه لري او کیدای شي د اړینو سپړنو په وخت دا قیمتونه سره ډېر توپېر ولري. د سرو زرو د سپړنو لپاره د ټکنالوژي استعمالول هم د سرو زرو په قیمتونو ډېره اغېزه کوي.

د سرو زرو نړیواله سوداګري
له یوې لسېزی را هیسی د نړۍ یوه لویه برخه سره زر د زیرویک سویس (Zurich, Switzerland) ښار د راکړې ور کړې له لارې په جریان کې پاتې شوی او سویس یو داسې هېواد دی چې بانکونه، معامله کوونکې، د سویلي افریقا او روسيي سپړل شویو سرو زرو اکثره راکړې ورکړې او پلور په کې سر ته رسیږي. لندن د سرو زرو د قیمتونو د ټاکلو او تنظیم کولو له مخې لکه د پخوا په شان یو دودېز مرکز دی او پاتی به هم شي. په حقیقت کې لندن یو داسی ځای دی چې د قیمتي فلزاتو او سرو زرو پنځه ستر او مهم معامله کوونکې چې د لندن د سرو زرو د تبادلې بازار به خپل لاس کې لري او هر ورځ دوه ځلې له یو بل سره لیدنې کوي، تر څو یو د بل سره د سرو زرو په اړه فرمانونه اود سرو زرو پیرودل شریک او همغږي کړي.
هغه قیمتونه چې د فرمانونو او پيردول په بنسټ وي، د موازنې او تثبیت وروسته د خبر رسولو خدماتو او بی سیم له لارې د یو مهم خبر په ډول ټولې نړۍ ته مخابره کېږي. د سرو زرو نور مهم او قوي سوداګریز مرکزونه عبارت دي له نیویارک، شیکاګو، وینپک، پاریس، فرانکفورت، بیروت، جده، هانګ کانګ، بمبيي، سینګاپور او توکیو.
د ټیلکس بیړني پيغام رسولو او د اړیکو نیولو وسیله د نړیوالو معامله کوونکو مرکزونو ترمنځ ددې امکان برابروي چې معامله کوونکې او سوداګر کولای شي هر وخت او د واحد نظر سره د بازار پراختیا ته عکس العمال وښايي او ددې پر بنا په دوامداره ډول د سرو زرو جریان په نړیوال سوداګرۍ کې ډیر کړي.
د 1978م کالونو څخه مخکې د سوداګرېزو سرو زرو احصاییه د مرکزي بانکونو ترمنځ د ظرفیت او د پولي خوځښتونو د مداخلي پواسطه پيچلې ده.
د 1971م کال د اکسټ د 15 څخه وروسته، کله چې د امریکايي ډالرو د بدلېدلو قابلیت په سرو زرو له منځه لاړ، متحده ایالات هیڅ سره زر د خپلو رسمي ذخاېرو څخه د معاملې لپاره وړاندې نه کړي، البته په استثنا د 1/25 میلیونه اونس سره زر چې د 1978-79م کلونو ترمنځ خرڅ شوي وو.
د سرو زرو په نړیوال بازار کې شوروي د معاملي یو معمولي بدلونېز فکتور په عنوان ګنل کېږي. په ځېنو کلونو کې دا هېواد 15 میلیون اونس سره زر د مشترک بازار هېوادونو (ازاد اقتصاد) ته صادرول.
په 1981م کال کې د شوروي او ختېځ اروپا د سرو زرو خالص صادرات د 9 میلیون اونس په شاوخوا اټکل شوی دی. که حه هم چې تر 1983م کال پورې د سوداګرۍ دا میزان د 2 میلیون اونس په شاوخوا د پلور په ډېروالي د شوروي محصولات کموالي وموند.
د شوروي سره زر کوم چې د نړیوال بازارونو په راکړه ور کړه کې قرار نیسي د 0/999 خالص لرونکي وي چې نورو سره د پرتلې وړ دی او د سرو زرو نورو منابعو د 0/995 خالص لرونکي وي. یو شمېر بانکونه، معامله کوونکې او د سرو زرو څخه صنعتي ګټه اخیستونکې د خالصو سرو زرو لوړې درجې ته غوره والي ور کوي.
همدارنګه په 1982م کال کې سویلي افریقا خالص سره زر یعنی 99/99 د شوروي د سرو زرو سره د سیالې لپاره نړیوال مارکیټ ته وړاندې کړي. په وروستیو کلونو کې شوروي د متحده ایالاتو د سرو زرو د وارداتو یو پر پنځمه برخه پوره کوي، که څه هم چې د 1983م کال په واټن کې د شوروي سره زر امریکا ته وارد
شوي نه دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب