د تراويح لمونځ- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود
پوښتنه: پلار جانه! هيله کوم د تراويح لمونځ هم راته زده کړه؟
ځواب: دغه لمونځ د نارينه او ښځينه لپاره سنت دی، دغه لمونځ د روژې په مياست کې د ماسختن د فرض او سنت له لمونځونو وروسته شل رکعته په دوه کعتي بڼه په جماعت ترسره کېږي، وروسته له څلورو رکعاتو څخه يعنې وروسته له دوو دوه رکعتي لمونځونو څخه د تراويح تسبيح لوستل کېږي چې په لاندې ډول ده:
«سُبْحَانَ ذِی الْمُلْکِ وَالْمَلَکُوْتِ * سُبْحَانَ ذِی الْعِزَّةِ وَالْعَظَمَةِ وَالْهَيْبَةِ وَالْقُدْرَةِ وَالْجَلالِ وَالْجَمَالِ وَالْکِبْرِيَآئِ وَالْجَبَرُوْتِ * سُبْحَانَ الْمَلِکِ الْحَيِ الَّذِی لَا يَنَامُ وَلَا يَمُوْتُ * سُبُّوحٌ قُدُّوْسٌ رَبُّنَا وَرَبُّ الْمَلَائِکَةِ وَالرُّوْحِ * اَللّٰهُمَّ اَجِرْنَا مِنَ النَّارِ يَا مُجِيْرُ يَا مُجِيْرُ يَا مُجِيْرُ».
ژباړه: پاکي هغه ذات لره ده چې د ځمکې او آسمانونو واکمن دی، پاکي هغه ذات لره ده چې د عظمت، قدرت او لوی والي څښتن دی، پاک دی هغه څښتن چې تل ژوندی وي او هيڅکله نه مري، هغه چې زموږ او د پلوشو (پرښتو) رب دی او هیڅکله روح کېږي نه، هغه ډېر پاک او مقدس دي، يا خدايه! مونږ د دوزخ له اوره وساته، موږ وساته، موږ وساته.
په تراويح کې د قرآن ختم يو ځل لپاره سنت دی، وروسته له تراويح څخه وتر په جماعت ترسره کېږي.
کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود
ليکوال: سيد عبد الله ولی زی