د تبوک په سفر کښي د ثموديانو په کلي تېرېدنه
د تبوک غزايوه مشهوره غزا ده او د رسول صلی الله علیه وسلم وروستۍ غزا ده کله چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته خبر ورکړل سو چي د روم پاچا پر مدينه منوره د حملې کولو اراده لري يو لوى لښکر ورسره دئ اود شام پر لاره مدينې ته راځي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت په نهم کال د خداى تعالي(رجب) دمياشتي پر پنځمه د پنج شنبې په ورځ دروم د پاچا مقابلې ته د مدينې منورې څخه روان سو لکه څرنګه چي سخته ګرمي وه او مقابله هم ډېره سخته وه لدې و جهي نبي صلی الله علیه وسلم صفا اعلان وکړى چي د روم د پاچا مقابلې ته ځو تياري وکړى ، نبي صلی الله علیه وسلم پخپله ددې کار لپاره چنده کول شروع کړل دا هغه غزا ده چي حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه خپل د کور ټول سامان ددې جګړې لپاره راوړى او کله رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل چي اې ابوبکر صديق ! د کور خلګو ته دي يو شى پرېښودئ حضرت ابوبکر رضی الله عنه ورته وويل: چي د کور د خلګو لپاره مي الله جل جلاله او دده درسول صلی الله علیه وسلم دنوم برکت او ددوى رضا او خوشحالي پرېښودل، حضرت عمر رضی الله عنه ددې غزاء لپاره د خپل کور نيم سامان راوړى چي قصه به يې په شپږم باب څلورم شمېره کښي راسي، حضرت عثمان غني رضی الله عنه ددريمي حصې دجنګياليو سامان ورکړى همدا ډول هر مسلمان تر خپل توان زيات شيان راوړل لکه څرنګه چي په عمومي ډول مسکنت زيات وو نو لس ــ لس کسان به پر يوه او ښ باندي په وار سره سپرېدل له همدې امله ددې جنګ وجنګياليو ته جيش العسرة ( د سختۍ لښکر) ويل سوى دئ. دا جګړه ډېره سخته وه او سفر هم ډېر ليري و ګرمي هم زيات وه دومره ګرمي وه چي په دغه وخت کښي د مدينې منورې د خرماو باغونه پاخه ولاړوه حال داچي دمسلمانانو لپاره د ټول کال د رزق د جمع کېدو وخت و داپه حقيقت کښي د الله جل جلاله سخت امتحان و ديوې خوا د الله تعالي څخه وېره وه او دنبي صلی الله علیه وسلم امر و چي د تللو پرته بله لار نه وه د بلي خوا دټول کال رزق له منځه تلل و ځکه ټولي درختي پخې وي هغه ټولي بې سرپرسته پاتېدې خو ددې ټولو سختو تکليفونو سره د الله جل جلاله وېره پردوى مبارکانو باندي غالبه سول او درسول الله صلی الله علیه وسلم سره روان سول يواځي منافقان ، معذورين، ښځي، کوچنيان او هغه کسان پاته سول چي په مدينه کي ورته اړتيا وه او ياداسي کسان پاته سول چي ددوى لپاره سپرلۍ نوي د ژړا په حالت کښي پاته سول الله جل جلاله يې په اړه ايات نازل کړى :
وَلَا عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوْا وَأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا مَا يُنْفِقُونَ (92) ([1])
ديادوني وړ ده چي درې کسان د ضرورت پرته پاته سول چي قصه به يې وروسته راسي کله چي رسول صلی الله علیه وسلم او اصحاب رضی الله عنهم د ثموديانو پر کلي تېرېدل نو نبي صلی الله علیه وسلم خپل مخ مبارک په لمن پټ کړى او اوښه يې تېزه کړه اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته يې امر وکړى چي پر دې ځاى په تېزۍ سره تېر سئ ، د ظالمانو په کلي کښي په ژړا تېر سئ او په دې وېره تېر سئ چي خداى مکړه هغه عذاب پر تاسو نازل نسي کوم چي پردوى نازل سوى دئ.([2])
فايده: د الله تعالي خوږ او نازولى بنده او دده سرتيري دوستان چي د خپلي قربانۍ ثبوت ورکوي په دغه ځاى کښي په تېزۍ سره تېريږي او رسول صلی الله علیه وسلم په ژړا د تلو حکم ورکوي چي خداي مکړه هغه عذاب پر دوى نازل نسي (کوم چي پر ثموديانو نازل سوى و) زموږ حال وګوره په کوم کلي کښي چي زلزله وسي د هغه ځاي څخه دسيل ځاى جوړوو، دوران سوو ودانيو وسيل ته ورځو ژړا خو څه کوي بلکي په زړه کښي د ژړا فکر لا نه کوو.
([1] ) سورة التوبة الاية ( ٩٢ )